واشنگټن کې تشدد د مخنیوي په هلکه نړي واله غونډه

د امریکا سر ښار واشنګټن کې د تشدد نه ډک تندلارېتوب مخ نېوي په حکله درې ورځنۍ غونډه روانه ده . د وائټ هاؤس، سپېنې ماڼۍ، په انتظام غونډې یا کانفرنس پرانسته د امریکا نائب صدر جو بائېډن وکړه

د امریکا سر ښار واشنګټن کې د تشدد نه ډک تندلارېتوب مخ نېوي په حکله درې ورځنۍ غونډه روانه ده . د وائټ هاؤس، سپېنې ماڼۍ، په انتظام غونډې یا کانفرنس پرانسته د امریکا نائب صدر جو بائېډن وکړه.

کانفرنس د پرانستې دستورې ته وینا کې جو بائډن وویل د تندروۍ مخه نېولو په لړ کې د پوځي طاقت استعمال نه علاوه هم نور ډیر اقدامات اخیستل کار دي.

ښاغلي بائېډن زیاته کړه:" ټولنو ته پکار ده چې د بهر نه راغلو خلکو ته موقع او دا احساس ورکړي چې دوي هم دې ځائې سره تعلق لري. دا رنگ به د دوي په زړونو کې د ترهگرو سره همدردي پیدا نشي، ویره به يي ختمه شي، ددوي به یواځېوالې ، نفرت او قهر نه محسوسوي. د دې ترڅنگ پولیسو ته پکار ده چې مذهبي، کاروباري او د ټولنې مشرانو سره همکاري سېوا کړي."

په واشنګټن کې روانه غنډه کې ٦٠ نه د زیاتو هیوادونو نمائنده گان، روحاني مشران او پولیس برخه اخلي. د دې ترڅنگ د امریکې باسټن، لاس اینجلس او مینیاپلس ښارونو نه راغلي مشران هم په غونډه کې گډون کوي. په دې درېو واړو ښارونو کې کډوالو ته د رسائي پروگرامونو په ذریعه ځوان کډوال په ټولنه کې شاملولو او تندلاریتوب نه بچ ساتلو په مقصد کې چارواکو کامیابي تر لاسه کړې ده.

د امریکا صدر بارک اوباما چې کانفرنس ته به هم وینا کوي، په گرده امریکا کې دا رنگ پروگرامونه شروع کول غواړي.

نائب صدر جو بائېډن وویل "ځما پوخ یقین دی د اروپاېي هیوادونو په مقابله کې امریکا د اقلیتي ډلو ځوانان په ټولنه کې د شاملولولویه تجربه لري."

ښاغلي بائېډن د مینیاپلس ښار د صومالیه سره تعلق لرونکي خلکو په امریکاېي ټولنه کې د شاملولو هڅو ذکر هم وکړو او د دې موازنه يي خپل پلارني ښار ویلمینگټن کې میشت صومالې نه راغلې کډوالو سره وکړه.

جو بائیډن زیاته کړه: "که تاسو ما سره ټرېن سټیشن ته لاړ شۍ نو تاسو به اوینۍ چې زه دوي سره ډیرې ښې اړیکې لرم، دوي کې زیاتره ټیکسي ډرائیوران دي او هغه ځما ډیر ښه ملگري دي."

ځیني څیړونکي وایي امریکا ته په نزدیو کې راغلي مسلمان کډوال په ټولنه کې د شاملولو په لړ کې هم د کار ضرورت دی. که څه هم د تندروۍ جرړې ویستلو موضوع د واشنگټن دا درې ورزځنۍ غونډه پوره نه وي خو څېړونکي وايي چې د مسلې حل لټولو په لړ کې دا مهم لومړې گام ضرور دی.