تهران: ایران به د اېټمي تړون نه نور هم په شا شي

صدر ډانلډ ټرمپ خبریالانو ته د کال ٢٠١٨ هغه حکمنامه څرگندوي چې ترمخه یې ایران سره اېټمي معاهده ماته کړه

تهران ویلي ایران به د جوهري تړون په لړ کې د خپلو نړيوالو ژمنو نه به نور هم په شا کېږي.

ايران په جوهري تړون کې شامل يورپي هېوادونو ته د جمعې د ورځې پورې وخت ورکړی چې د امريکايي اقتصادي بنديزونو په ضد د ايران مرستې وکړي او خبرداری يې ورکړو چې تر څو اقتصادي بنديزونه پرځای وي دوی به د جوهري تړون دلاندې د خپلو ژمنو پابندي نه کوي.

اېسوسي اېټډ پرېس خبري اداره وايي د فرانس صدر مېنول مېکران هڅې کوي چې د ايران سره شوی جوهري تړون مات نشي، نوموړي د ايران لخوا ورکړی شوي مهلت چې د جمعې ورځ وه، نه وړاندې د امريکې د صدر ډانلډ ټرمپ سره په ټېلي فون خبرې اترې کړي چې په ايران د امريکا لخوا د تېلو د خرڅون بنديز پورته کړي.

د فرانس د صدارتي محل يو چارواکي د نوم نه ښودلوپه شرط اېسو سي اېټډ پرېس ته ويلي دغه خبرې اترې به بيا هم روانې وي.
د فرانس چارواکي وايې ايران غواړي چې د امريکا لخوا ورته د خپلو تېلو د خرڅولو اجازت ورکړی شي او دوی د 15 اربه ډالرو د ماليت کاروبار وکړي.

رپوټونه وايې ايران د امريکا لخوا لګول شوي اقتصادي بنديزونو د دغې هېواد اقتصاد ته لوي زيان اړولې، تېر کال د مۍ په مياشت کې د ايران د تېلو روزانه خرڅون 28 لاکه بېرله و چې اوس د ورځې په حساب 5 لاکه بېرله ته غورځېدلی دی.

د ايران خارجه وزير جواد ظريف د امريکا لخوا په ايران لګول شوي اقتصادي بنديزونو ته د اقتصادي ترهګرۍ نوم ورکړی. نوموړي د انډونيشيا د سفر په وخت ويلي " بد مرغي دا ده چې امريکا د ايران سره پخپله هم اقتصادي اړيکې نه سموي او چې کوم نور هېوادونه د ايران سره اقتصادي اړيکې غواړي امريکا هغوي ته هم سزا ورکوي، د امريکا دغه کار د ايران لپاره د زغم وړ نه دی."

ايران د دې نه وړاندې هم د جوهري تړون د دوه مادو سرغړونه کړې ، يو خو يې د يورينيم د غني کولو کچه د 3.67 نه 4.5 ته جګه کړې او بل يې د سنټري فيوجو شمېره هم زياته کړې، او ګواښ يې کړی که يورپ په امريکا فشار وا نه چو چې د ايران په ضد اقتصادي بنديزونه وچت کړي نو دوي به د يورينيم غني کولو کچه 20٪ ته جګه کړي کومه چې د جوهري وسلو د کچې نه بيا هم ډېره ښکته ده خو نړۍ اندېښمنه ده ايران په داسې کولو سره جوهري وسله ترلاسه کول غواړي خو ايران بيا بيآ وايي د دوي جوهري پروګرام د پرامنه مقصدونو لپاره دی.

د ايران لخوا د جوهري تړون د سرغړونو ګواښونو ته په ځواب کې د يورپي کمېشن وياندې مېرمن مايا په ايران غږ کړی د جوهري تړون په ضد دې د ګامونو پورته کولو نه ډډه وکړي او هغه کار دې نه کوي چې ورسره دغه جوهري تړون ماتېدی شي.،

د جرمني د خارجه وزارت ترجمان رېنر برېول ويلي ايران چې نړۍ ته کوم بيان ورکړی هغه ښه نه دی او پکار ده چې ايران د خپلو ګواښونو نه په شا شي.

د امريکا خارجه وزيرماېک پمپيو د ايران دغې ګواښونو ته په ځواب کې ويلي دې په دې خبره قانع دی چې جرمني، فرانس، برطانيه او ټوله مهذبه نړۍ به د ايران د جوهري وسلو په ضد ودريږي.

د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ ويلي د جوهري لوظنامې په سر د ايران سره خبرې کولو ته تيار دی خو د ايران صدر حسن روحاني د امريکا سره په دغه اړه د خبرو کولو نه انکار کړی او ويلي دي تر څو چې امريکا د ايران نه اقتصادي بنديزونه نه وي اوچت کړي تر هغې به د امريکا سره خبرو ته نه کښېني.