په واشنګټن کې په امنیت مامور د نېشنل ګارډز ۱۲ عسکر لېرې کړی شوي

د جوبایډن د سوګند پورته کولو په موقع د نېشنل مال په مېدان کې بېروغونه لګول شوي دي

په سرښار واشنګټن کې د امریکې د نوي صدر د سوګند پورته کولو دستورې په حفاظت مامور د نېشنل ګارډز ۱۲ عسکر د غېر مناسبې رويي په سبب لېرې کړی شوي دي.

د نېشنل ګارډز د دغو عسکرو په اړه ګام د چارواکو دا اراده په ډاګه کوي چې شورو، چهارشنبې، په ورځ په واشنګټن کې د نوي جوبایډن او د نایب صدر کمالا هېرس د سوګند پورته کولو مراسم په پرامنه ډول سر ته ورسي.

د جنورۍ په شپږمه نېټه په واشنګټن کې د وایټ هاوس نه د شورو، چهارشنبې، په ورځ تلوونکي صدر ډانلډ ټرمپ د پلویانو د احتجاج په مهال ګڼ شمېر مظاهرچیانو په کانګرس یرغل کړی و. په اړي ګړي کې پنځه کسان مړه شوي دي.

په کانګرس د حملې وروسته د نوي صدر د سوګند پورته کولو په مهال د تشدد مخنيوي دپاره د امنیت سخت اقدامات شوي او په واشنګټن کې د نېشنل ګارډز ۲۵۰۰۰ عسکر پرځاي کړی شوي دي.

د امريکې د دفاع وزارت، پېنټګان، ترجمان جانتن هاف مېن خبریالانو ته وویل د نېشنل ګارډز ۱۰ عسکر د اېف بي ايي د تحقیقاتو نه پس د "پوښتنې وړ" رويي په سبب د حفاظتي ډیوټۍ نه لېرې کړی شوي دي خو د تندروو ډلو سره تعلق نه لري.

هاف مېن وویل دوه نور عسکر د غېرمناسب ټېکسټ یا خبرو په سر لېرې کړی شوي دي.

د پېنټګان ترجمان د لېرې کړی شویو عسکرو نه څه پوښتنې نه کېږي بلکې د انتهايي احتیاط په سبب د خپل ماموریت نه لېرې کړی شوي دي. اېسوسي اېټیډ پر ېس خبري اداره د دوو چارواکو له قوله وايي چې د نېشنل ګارډز دوه عسکر د تندروه ملېشو سره د تعلق په سر لېرې کړی شوي دي.

د وي او ای رپورټ وايي د نوي صدر د سوګند دستورې دپاره حفاظتي ګامونو له امله واشنګټن لکه د پوځې قلعې په ډول ښکاري.

رپورټ وايي دا غېرمعمولي انتظامات د اېف بي ايي د دې خبرداري وروسته اخیستل شوي دي چې د صدر ټرمپ پلویان په واشنګټن د ریاستونو په مرکزي ښارونو کې احتجاجونه کولی شي چې له امله یې د امن او امان صورتحال خرابېدلی شي.

د نېشنل ګارډز مشر جنرل ډېنییل هاکېنسن د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دې خبر تصدیق وکړو چې اېف بي ايي خبرداری کړی دی چې د ښي لاس تندروانو د نېشنل ګارډز په دریشۍ کې واشنګټن ته د تګ خبره کړې ده.

په عامه توګه د نوي صدر د سوګند د مراسمو په موقع د کانګرس مخې ته د نېشنل مال نومې مېدان کې زرګونو په تعداد کې خلک جمع کېږي خو دا ځل به په نېشنل مال کې ګڼه نه وي او د جوبایډن د سوګند دستوره کې به په کمه شمېره کې خلک شرکت کوي چې زیاتره به پکې د کانګرس غړي او ځینې نور بلل شوي مېلمانه وي.

د جنورۍ په شپږمه نېټه په کانګرس د یرغل نه پس د کانګرس نه چار چاپیره اووه فټه اوچت د ازغن تار عارضي دیوال لګول شوي دی او د کانګرس او د وایټ هاوس سره خوا او شا ځېنې لارې او کوڅې تړل شوي او امنیتي عسکر پکې پرځآی کړی شوي دي.