د امریکې استخباراتي رپورټ: القاعده او داعش د سولې لوظنامې ته د یوې موقعې په توګه ګوري

د امریکا د استخباراتو قامي ډاېرېکټر د دفتر څخه جاري شوي رپورټ کې ویلي شوي دي چې د جنګ په مېدان کې به په کابل کې د درزونه روان وي او طالبان باوري دي چې پوځي بریا به ومومي

د امریکا استخباراتي ادارې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په موجودګۍ یا بیا د نه پاتې کېدلو په دواړو صورتونو کې د امن امکاناتو په اړه ناامیدي څرګنده کړې ده.

د امریکا د قامي استخباراتو د دفتر لخوا جاري شوي رپورټ کې وېل شوي دي چې نړیوالې ترهګره ډلې د افغانستان طالبانو او امریکا ترمنځه شوې لوظنامې ته د یوې موقعې په توګه ګوري او د امریکايي ځواکونو د وتو په صورت کې به القاعده او داعش په افغانستان کې خپلې موجودګۍ ته دوام ورکړي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د نړیوال خطر په اړه جاري کړی شوي رپورټ کې د استخباراتي ادارو څېړونکو خبرداری کړی دی چې په راتلونکو کلنو کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځه د امن لوظنامې امکانات کم ښکاري او زیاتوي چې طالبان ګني دوي د طاقت د لارې د یو سیاسي حقیقت په توګه بریا موندلی شي.

د امریکا استخباراتي ادارو افغانستان کې د امنیت د مستقبل په اړه د مایوسۍ اندازې په داسې وخت لګولي دي چې صدر جو باېډن فېصله کړې چې د سږ کال د می د لومړۍ نېټۍ په ځای به د سېپټمبر د ۱۱ نېټې پورې امریکايي ځواکونه د افغانستان څخه راوباسي. صدر بایډن په دې اړه رسمي اعلان د شورو، چهارشبنې، په ورځ کوونکی دی.

خو د افغانستان د طالبانو ویاند په یو تازه ټویټ کې ویلي دي چې ددوي غوښتنه دا ده چې که د دوحې د توافقنامې مطابق ټول بهرني ځواکونه په ټاکل شوي وخت وځي نو پاتې ستونزو ته به هم د هواري لاره برابره شي.

ذبیح الله مجاهد وویل که په توافقنامه عمل ونشي نو ستونزې به زياتېږي او بيا به يې مسئوليت د هغه لوري په غاړه وي چې په لوظنامه یې عمل نه وي کړی.

د امریکا د استخباراتو قامي ډاېرېکټر د دفتر څخه جاري شوي رپورټ کې ویلي شوي دي چې د جنګ په مېدان کې به په کابل کې د درزونه روان وي او طالبان باوري دي چې پوځي بریا به ومومي.

د کال 2020 استخباراتي رپورټ کې ویلي شوي دي چې افغان ځواکونه تېر کال هم په دفاعي حالت کې وو او هڅې یې کولی چې هغه سیمو کې واک مستحکمه کړي چې یې د طالبانو نه بېرته نیولی وې.

ر پورټ وايي چې طالبان په ممکنه توګه د جنګ په مېدان کې ګټې کوی شي خو افغان حکومت به هڅې کوي چې طالبان په قابو کې وساتي.

د امریکايي استخباراتي ادارو دا رپورټونه د تېرو کلنو هم د هغه رپورټونو په رنګه دي چې پکې ویلی شوي وو چې افغان ځواکونه د امریکا او د نړیوالو ځواکونو د مرستې بغېر راپرېوتلی شي.

د قامي استخباراتو دفتر د روان کال د جنورۍ په میاشت د دفاع وزارت انسپکټر جنرل هم ددې نه خبر کړی و چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځه د خبرو اترو په نتیجه کې په تشدد کې د کموالي څه امکانات نه ښکاري.

انسپکټر جنرل خپل یو رپورټ کې ویلي وو چې طالبان د زیاتېدونکي تشدد او جنګي هڅو د لارې سیاسي ګټې اخستی شي او دا خبرې د امریکا سره شوې لوظنامې ته ګواښونه جوړوي.

یاده دې وي چې داسې رپورټونه د غربي نړۍ استخباراتو هم خپلو حکومتونو ته وړاندی کړي دي.

استخباراتي رپورټ کې دا هم ویلی شوي دي چې داسې ښکاري د طالبانو قیادت د امریکايي ځواکونو انخلا ارده کړې ده او غواړي چې ددې لارې په افغان حکومت غلبه ومومي.

بل خوا د امریکا لوړ رتبه چارواکي خارجه وزیر اېنتني بلېنکن او د دفاع وزیر لویډ اسټن په برسلز کې دي او دغلته نن د شورو - چارشنبې په ورځ د نېټو مشر جنز سټالټن برګ او د نېټو غړو هېوادونو د اعلا سفارتکارانو سره د امریکايي ځواکونو له افغانستان نه د وتلو په منصوبه خبرې اترې کوي.