واشنګټن لاريون: د وسلو په ضد د ولس غږ واورئ ګنې استعفا ورکړئ

د امريکې پايه تخت واشنګټن ډي سي کې په زرګونو طالبعلمانو او د مدني ټولنې غړو د وسلو په ضد مظاهرې کړي

د امريکې د کانګرېس د ودانۍ مخې ته راټول شوي په زرګونو مظاهره چيانو ته د فلورېډا رياست په يو سکول د وسله وال بريد کې ژوبل شوي کېمرون کېسکي ووېل ، " سياسي مشران دې د ولس غږ واوري ګنې استعفا دې ورکړي"

کېمرون د فرورۍ په ۱۴مه نېټه د فلورېډا په مارجري سټون مېن ډګلس هايي سکول کې په ژوبل شوی وو چې پکې ۱۷ طالبعلمان او د سکول کارکونکي وژل شوي وو.

"مارچ فار اور لاېوز ( د خپل ژوند لپاره لاريون) په موقه نوموړي په کانګرېس غږ اوکړو، " ولس په خودکاره وسله د بنديز قانون غواړي، ولس د هرچا لپاره يوشان پلټنې يا بېک ګراونډ چېک غواړي، زمونږه سره ودرېږئ ګنې ووټونه را روان دي"

د واشنګټن په څېر د امريکې په ۵۰ رياستونو او د نړۍ په نورو ملکونو کې هم د غسې ۸۰۰ لاريونونه شوي چې پکې ګډون والو د وسلو په ضد د قانون د سختولو غږ کړې.

مارچ فار اور لاېوز به نوم دې لاريون کې برخه والو په پلې کارډونو ډول ډول نعرې ليکلې وې يوې پېغلې په يو پلی کارډ کانګرېس ته ليکلي، " تاسو ډالرې (چېکونه) خورۍ او مونږه ګولۍ خورو"

په ټوټر هم ددغې مارچ په اړه ډېر عکسوه خواره شوي چې پکې يو ماشوم په لاس کې پلې کارډ وچت کړی او پرې ليک دي، " زه خو خپل سکول ته پينټ بټر هم نه شم وړلی ( خلک وسلې ولې وړي )

ډېر امريکا يان په خپلو وسلو بنديز ته غاړه نه ږدي او د ځان سره وسله څاتل خپل قانوني حق ګڼي کوم چې ورته د امريکا آيين ورته ورکړی.

نن هم په واشنګټن کې يوشمېر خلکو د وسلو څاتلو په حق کې مظاهرې کړي او د دغې لوي لاريون د غوښتنو په ضد يي په حکومت غږ کړی چې ددوي نه دې د وسلو څاتلو بنيادي حق نه اخلي.

په واشنګټن کې د ټرمپ هوټل مخې ته د نيويارک نه راغلي يو تن چې خپل نوم يي "جو" ښودلی، واېس اف امريکا ته ويلي دغه احتجاج د يوې خونړۍ پېښې په غبرګون کې کيږي خو په وسلو بنديزونو سره به په تشدد کې هيڅ کمې را نه شي، بلکه د هغه خلکو نه به د وسلو څاتلو بنيادي حق واخستل شي څوک چې د قانون احترام کوي.

مطبوعات وايي په واشنګټن کې شوي دې لاريون کې نزدې ۵۰۰،۰۰۰ خلکو ګډون کړې .

د امريکا صدر ډانلډ ټرمپ په فلورېډا کې دی خو د سپينې ماڼۍ وياندې لنډسي والټر په يو بيان کې ويلي، مونږه د زرګونو ځوانانو ډاډګېرنه کوو چې د خپل اساسي حق لپاره راټول شوي دي، او دا چې د خپلو ماشومان تحفظ د صدر ټرمپ لومړۍ ترجيح ده چې کانګرېس ته يي په سکولونو کې د تشدد د مخ نيوي لپاره د قانون امر کړی.

د امريکا پخواني صدر براک اوبامه په خپل ټوېټر د دغې لاريون ملاتړ کړی او ويلي يي دي، " تاسو خپله مبارزه روانه ساتئ، هم تاسو به مونږه مخکې بوځۍ ،د بدلون لپاره راوچت شوي ميلنونو خلکو آواز څوک هم نه شي غلی کولی "

مارچ فار اور لاېوز ( د خپل ژوند لپاره لاريون) پخپل وېب ساېټ ويلي دوي ۳۸ لاکه ډالرې چنده جمه کولو کي بريالي شوي دي

نني لاريون کې يوشمېر نامتو هنرمندانو ، سندر غاړو او لوبغاړو هم ګډون اوکړو او د وسلو په ضد يي د سختو قانونو جوړولو د غوښتنو ملاتړ اوکړو او اکثرو پکې په زرګونو ډالرې چنده هم ورکړه چې ترټول زياتې ډالرې هنرمند جارج کلوني او دهغه ښځې امل کلوني ورکړي دوي په ګډه ۵۰۰،۰۰۰ ډالرې د دغې لاريون د مقصدونو لپاره په چنده کې ورکړي.

په امريکا کې په سکولونو او ولسي دستورو باندې د يو شمېر خونړي بريدونو وروسته نظر پوښتنې ښايي ۶۹٪ امريکايان په وسلو بنديز لګولو په حق کې دي.کال ۲۰۱۳ کې دغه شمېره ۶۱٪ وه.

څيړونکي وايي په امريکا کې د وسلو پلوي سازمان نېشنل راېفل اېسوسيېشن يا NRA يو مضبوطه ډله ده او په کانګرېس کې د خپل تحفظ لپاره درنه سياسي مبارزه يا لابييګ کوي او عام ولس د هغوي په ضد خپلې غوښتنې په کانګرېس داسې په اسانۍ نه شي منلی.