د امریکا خارجه وزیر به د نېټو مشرانو سره د موسمي بدلون، ترهګرۍ د مخنیوي او د کرونا وبا په اړه خبرې کوي

د نهې او شورو په ورځ به اېنتني بلېنکن د نېټو هېوادونو د خارجه وزیرانو په غونډه کې ګډون کوي او ددې ترڅنګ به د نېټو سېکټري جنرل جنز سټالټن برګ سره هم ویني

د امریکا خارجه وزیر اېنتني بلېنکن د ګل یکشنبې په ورځ د یورپي هېوادونو د سفر په لړ کې برسلز ته رسي او هلته به د یورپي یونین او نېټو مشرانو سره ویني.

د امریکا خارجه وزارت ویلي د خارجه وزیر د یورپ سفر او د ملاقاتونو مقصد د ناټو هېوادونو سره اړیکو ته وده ورکول او د دغه هېوادونو سره د موسمي بدلون، ترهګرۍ مخنیوي او د کرونا وبا په خلاف د جاري هڅو په اړه همکاري کول دي.

د نهې او شورو په ورځ به اېنتني بلېنکن د نېټو هېوادونو د خارجه وزیرانو په غونډه کې ګډون کوي او ددې ترڅنګ به د نېټو سېکټري جنرل جنز سټالټن برګ سره هم ویني.

د پورپ او د یورېشیا د چارو د دفتر قائمقام مرستیال سکتر فلپ ریکر د خارجه وزیر د سفر نه وړاندې خبریالانو ته ویلي دي چې دا یوه ښه موفع ده چې د نېټو خارجه وزیران د 2030 د منصوبې په وړاندیزونو هم بحث وکړي.

ريکر وویل په وړاندیزونو کې اتحاد ته د چین او روس نه ورپېښو اندېښنو ، موسمي بدلون،ساېبر سیکیورټي، هاېبرډ ګواښونه، د ترهګرۍ ضد جګړا د توانایې تحفظ او د کرونا وبا ترڅنګ به په هغه ټولو موضوعاتو بحث کېږي چې د نېټو هېوادونه یې د یو رنګه چېلنجونو سره مخ کړي دي.

د ډانلډ ټرمپ د څلورو کالو په حکومت کې ټول پام د امریکا ګټو ته شوی و خو فلپ ریکر ویلي دي چې بلېنکن به په غونډه کې د نېټو په اهمیت وېنا کوي او د اتحاد د بیا فعاله کولو او د پیاوړتیا دپاره به لارښونه وړاندې کوي.

ريکر وویل چې مونږه ته معلومه ده چې مستحکمه یو او ددې قابل یو چې راپېښو چېلنجونو ته په ګډه ځواب اوایو، خپل اتحاد ته به نوې لارې ورکوو او د نړۍ د چېلنجونو د مخنیوي لپاره به دا اتحاد نور هم ښه کوو.

بلېنکن به د یورپي یونین کمېشن صدر ارسولا ونډر لیین او د اروپا د خارجه پالېسۍ د مشر جوزف بوریل سره هم ملاقاتونه کوي او خارجه وزارت ویلي چې د ملاقاتونو په اېجنډا کې د کرونا وبا د هلو ځلو تر څنګ د ایران ، روس او چین لخوا نړۍ ته ورپېښو چېلنجونو باندې موضوعات هم شامل دي.

فلپ ریکر زیاته کړه په خاصه توګه د ایران سره د کال 2015 اېټمي تړون ته د امریکا بیا واپسۍ او دغې وړاندیز ته د ایران لخوا لومړۍ د بندیزونو ختمولو شرط باندې به هم بحث کېږي.

د سفر په اخېري پړاو کې د بلجیم ناېب وزیراعظم او خارجه وزیر سوپي وېلمز سره هم لیده کاته ټاکل شوي دي.