پولیس په نیویارک کې په پاکستان نژاد مېرمن د تېزابو د حملې تحقیقات کوي

په انسټاګرام شریک شوی د نفسه ابرام یو تصوير

د نيويارک پولیس د ښار په لانګ ايي لېنډ برخه کې په يوې پاکستان نژاد زدکوونکي د تېزابو د حملې تحقیقات کوي او په دې لړ کې معلومات ورکوونکو دپاره یې د ۱۰ زرو ډالرو انعام اعلان کړی دی.

فعالانو په ۲۱ کلنې نفیه اکرام برید د کرکې په بنیاد شوي حمله بولي.

نفيه اکرام د خپلې مور سره د مارچ په ۱۷مه نېټه د کور نه بهر وه چې يو نامعلومه تن د هغې په مخ تېزاب وشیندل او وتښتېدو. نفیه ژوبل شوه او نزدې وه چې نظر يې بايللی ؤ۔

د نفيه پلار شېخ اکرام وايي لور يې د کار نه بېرته کور ته راروانه وه چې په هغې تېزاب وشیندل شوو۔

د نيويارک پوسټ وېب پاڼې د رپورټ ترمخه پلار يې ويلي په لور يې د يوې منصوبې د لاندې د تېزابو بريد شوی دی۔

بل اړخ ته ځايي پوليس کمشنر ويلي د دې پېښې د ملزم په اړه معلومات ورکوونکو لو ته به ۱۰زره ډالره انعام ورکوي۔

د امريکايي اسلامي اړيکو په نوم يوې ټولنې ويلي نفيه شاوخوا ۱۵ ورځې په هسپتال کې د درملنې لاندې وه، د هغې مخ، سترګې، مرۍ او لاس اغېزمن شوي دي۔

نفيه رسنيو سره په خبرو کې ويلي په پينځه منټه کې يې ژوند بدل شو او هغه وخت ورته هېڅ معلومات نه وو چې ورسره څه وشو۔

هغې غوښتنه کړې چې بايد د دې پېښې پلټنې وشي چې ورسره ولې داسې وشو؟ ايا د کوم چا سره يې زياتی کړی دی؟ د هغې په وينا اوس يواځې رنګونه ليدلی شي او نور نظر يې بايللی دی۔

بل اړخ ته د هغې پلار هم رسنيو ته ويلي اوس نفيه هڅه کوي چې خوراک وکړي ځکه چې د تېزابو له امله يې مرۍ زخمي ده۔ د دې پېښې وروسته هغه وريرېدلې او اوس يواځي ويده کېدل هم ورته ګران دي۔

د امريکايي اسلامي اړيکو ټولنې په يو بيان کې دا هم ويلي د نيويارک قانون نافذوونکې ادارې بايد په دې پېښه کې ککړ تن ونيسي ځکه چې مسلمان ټولنې ته هم تحفظ پکار دی۔

د نيويارک د کرکې ضد اداره بايد دې لړ کې مرسته وکړي ځکه چې دوه مياشتې وشوې خو د ککړ تن په اړه کوم معلومات تر اوسه نه دي ترلاسه شوي۔

د امریکې سي اېن بي سي ټېلي وژن چېنل د کیر نومې تنظیم له قوله ویلي د نفیه د درملنې دپاره د "ګوفنډ مي" وېب پاڼې دلارې کېمپېن کې تر اوسه پورې د ۳۴۰۰۰ نه زیاتې ډالرې جمع شوي دي. د نفیه مور نرس ده خو د لور د پاملرنې په غرض دا وخت بې روزګاره ده.

هافسټرا یونېورسټۍ په نفیه حمله یو بوږنونکی ګام بللی او د هغې، هغې کورنۍ او ملګرو سره یې خواښوږي څرګنده کړې ده.