پاکستان وايي په افغانستان کې امن د هرچا زیات د پاکستان په گټه دی

د پاکستان خارجه وزارت په یو بیان کې ویلي خواجه اصف دا خبرې د امریکې خارجه وزیر ریکس ټیلرسن په په ټیلي فون کړي دي. ریکس ټیلرسن د پاکستان د ازادۍ د ورځې په مناسبت خپل پاکستاني هم منصب سره رابطه کړي وه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف ویلي که چرې په افغانستان کې امن پرځای شي نو د دی تر ټولو زیاته ګټه پاکستان ته ده ځکه چی د پاکستان د اقتصادي اصلاحاتو کامیابي د پر امنه او باثباته افغانستان سره تړلي ده.

د پاکستان خارجه وزارت په یو بیان کې ویلي خواجه اصف دا خبرې د امریکې خارجه وزیر ریکس ټیلرسن په په ټیلي فون کړي دي. ریکس ټیلرسن د پاکستان د ازادۍ د ورځې په مناسبت خپل پاکستاني هم منصب سره رابطه کړي وه.

د وزارت بیان وايي ریکس ټیلرسن د امریکې د ولس او د حکومت د طرفه پاکستان ته مبارکي ورکړه.

بیان زیاتوي چی خواجه آصف وویل د پاکستان موجوده حکومت د امریکا سره د ښو اړیکو هیله مند او واشنگټن سره د افغانستان په نوي پالیسۍ تگ لاره همکارۍ ته تیار دی.

بیان وايي چی خواجه آصف یوځل بیا د افغانستان د ستونزو په سیاسي هواري ټینګار وکړو او وې ویل چی دا د پاکستان او امریکه شریک مقصد دی او دا چی که چری په افغانستان کی امن او ثبات راځی نو د دی به تر ټولو زیاته ګټه پاکستان ته وي ځکه چی د پاکستان د اقتصادي اصلاحاتو کامیابی په افغانستان د امن او استحکام سره تړلی ده.

د امریکا او د پاکستان د مشرانو تر منځ دغه خبری په داسی حال کی شوي دیي چی خواجه آصف دڅلورو کلو پس د بهرنیو چارو د وزیر په توګه چوکی تر لاسه کړی ده او د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ انتظامیه د پاکستان او افغانستان په اړه د خپلی تګ لارې بیا جاج اخلي.

بلخوا د پاکستان د خارجه وزارت سیکریټري تهمینه جنجوعه د افغانستان سفر کړیدی.

ویل کیږی چې د امریکا په نوي تګ لاره کې د پاکستان په اړه سخت دریځ خپل شوی دی او د ترهګرو، په خصوصی توګه د حقانی شبکې، پرضد د سخت ګامونو د پورته کولو د پاره د نور فشار هم امکان دی.

څیړونکی وایی د امریکا تګ لاره که څه قسمه هم وي خو پاکستان ته پکار دي چی د افغانستان سره په ګډه د ترهګرو په ضد ګامونه پورته کړي.

د عوامی نیشنل ګوند سنټر شاهی سید وایی "دهشتګردي نه په پاکستان کی پکار ده او نه په افغانستان کی پکار ده. د دې مسلې واحد حل د تشدد ختمول دي. که هخه هلته وي او که دلته. د پاکستان خاوره د افغانستان او نه دی د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمالیږی."

د پاکستان پخوانی سفارت کار زاهد سعید د ډیوه ریډیو سره خبرو کی وایي په افغانستان کې د امریکې سره د پاکستان مرسته بنیادي حېثیت لري او امریکا د پاکستان د کومک بغیر په افغانستان کې خپل اهداف نشي ترلاسه کولی.

امریکا د ډیر وخت راهسی په پاکستان د ترهګرو په ضد د ګامونو پورته کولو دپاره فشار اچوي. په تیرو ورځو کی د پاکستان په سفر راغلي د امریکا د بهرنیو چارو موقتی استازی ایلس ولز هم ویلی وو چی پاکستان ته پکار دي چې خپله مزکه د ګاونډی هیوادونو په ضد استعمالولو ته نه پریږدی.

بلخوا، افغانستان هم هلته کیدونکي د ترهګرۍ د پیښو تورونه په پاکستان لګوي خو پاکستان پر دې خبره ټینګار کوي چی د ترهګرو په ضد یی عملیات کړي او د افغانستان ستونزه بهرنۍ نه بلکه د کورنیو عواملو نتیجه ده چی تور یی په پاکستان نه شی لګول کیدی.