پاکستان دفاع وزیر: د افغانستان جګړه د پاکستان پر خاوره نه شو کولای

مېرمن الیس ویلز او د پاکستان خارجه سیکرېټري تهمینه جنجوعه

د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر ویلي چې امریکا دې په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ تور پر پاکستان نه لګوي او د افغانستان جګړه دې د پاکستان پر خاوره وه نکړی شي.

د دفاع وزیر دا خبرې د گل، دوشنبې، په ورځ قومي اسمبلې ته په وینا کې کړي دي او ویلي یې دي چې په پاکستان کې یې د ترهګرو پټ پناه ځایانو له منځه وړي او پاتې نور به هم له منځه یوسي.

په عین حال کې د پاکستان او امریکې پر خرابو اړیکو برسېره د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ځایناستې مرستیاله پاکستان ته تللې او له پاکستاني چارواکو سره یې د امن او ارامۍ پر ګډو هڅو خبرې کړي دي

مېرمن الیس ویلز د جنوبي او منځنۍ اېشیا لپاره د امریکې د بهرنیو چارو ځایناستې مرستیاله وزیره ده، چې د دوشنبې-سوموار په ورځ اسلام اباد ته تللې او د پاکستان د بهرنیو چارو له مرستیالې تهمینه جنجوعه سره یې لیدلي دي.

خرم دستګیر وایي د ترهګرۍ په ضد جګړه کې امریکا باید د یوه متحد هېواد په توګه له پاکستان سره مرسته وکړي، چې پر ډیورنډ کرښه اغزن تار وغزول شي او د ترهګرو د اوښتو مخه ونیول شي، نه دا چې ګواښونه ورکړي او پوځي مرستې وځنډوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې له مېرمن ویلز سره په دې لیدنه کې د امریکې د ملي امنیت شورا لوړپوړي چارواکي او په اسلام اباد کې د امریکې سفیر ډیویډ هیل هم ملګري وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه لیدنه د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزه اړیکو او ګډو سیمه ییزو همکاریو د لړۍ یوه کړۍ ده.

په دې لیدنه کې د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د کال تر لومړي ټویټ او پوځي مرستې تر ځنډ وروسته حالاتو باندې خبرې شوي او د ترهګرۍ په ضد د دواړو هېوادونو ګډه مبارزه پکې څېړل شوې ده.

د ځینو هندي ورځپاڼو د خبر له مخې په دې لیدنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې مېرمن ویلز ته شکایت کړی، چې د هندي پوځ مشر د پاکستان په اړه ناوړه خبرې کړي او سرتېري یې له ګډې پولې سرغړونه کوي، امریکه دي مشوره ورکړي، چې له دې کارونو ډډه وکړي.

د بهرنیو چارو د وزارت خبرپاڼه وایي مېرمن تهمینه جنجوعه مېرمن ایلس ویلز ته وویل، د پاکستان او امریکې د اړیکو د دوام لپاره دې ته اړتیا ده، چې دواړه هېوادونه پر یوه بل باور وکړي او یوه بل ته احترام ولري.

پاکستاني چارواکو امریکایي پلاوي ته د ترهګرۍ په ضد هڅو په اړه هم مالومات ورکړي او ورته ویلي یې دي، چې د ترهګرو په ضد وروستیو پوځي عملیاتو نه یواځې په پاکستان کې امن راوست، بلکې دا به د سیمې امن او ارامۍ ته هم ګټه ولري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې مېرمن جنجوعه امریکايي پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې هېواد به یې په سیمه کې د بشپړ امن او ارامۍ لپاره هڅو ته دوام ورکوي.

په ځواب کې یې مېرمن ویلز د ترهګرۍ په ضد د پاکستان هڅې ستایلې او ژمنه یې کړې چې امریکا به په أفغانستان کې د دایمي امن او سولې تر راتګ پورې له پاکستان سره ګډ کار کوي. مېرمن ایلز ټینګار کړی چې د ترهګرۍ په ضد هڅو د لا بریالیتوب لپاره په کار ده، چې دواړه هېوادونه خپلې استخباراتي همکارۍ غښتلې کړي.

د پاکستان او امریکایي چارواکو تر منځ په دې لیدنه کې د افغان حکومت او افغان طالبانو تر منځ د سولې پر بهیر هم خبرې شوې دي.

تېره جمعه د امریکې د پوځ د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزیف ایل ووټل او یوه بل امریکایي سنېټر د پاکستان د پوځ مشر جنرال جاوید باجوه ته ټلیفون کړی وو او پر پاکستان د ټرمپ تر نیوکو او پوځي مرستې ځنډېدو وروسته حالاتو باندې یې ورسره خبرې کړې وې. جنرل ووټل جنرل باجوه ته ویلي وو، چې امریکه د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د پاکستان رول ته ارزښت ورکوي.