د امریکې کانګرس ته وړاندېز: د پاکستان د غېر نېټو اتحادي حېثیت دې ختم کړی شي

پاکستان کال ۲۰۰۴ کې د بش انتظامیی په واک کي د امریکا غیر ناټو اهم ملګړې ټاکل شوی و

د امریکې کانګرس ته د پاکستان د اهم غیر نېټو اتحادي حیثیت بېرته د اخیستلو دپاره د قانون مسوده یا بل وړاندې کړی شوی دی.

دغه بل د ریپبلیکن پارټۍ قانون ساز اینډي بګس په داسې حال کي پېش کړی چې د صدر ډانلډ ټرمپ د څلورو کلو په واک کې د امرېکې او پاکستان تعلقات د کړکیچ ښکار وو او د امریکې راتلونکي صدر جوبایډن له اړخه د پاکستان په اړه څه څرګنده تګلاره لا مخې ته نه ده راغلې-

د امرېکې د غیر نېټو اتحادي له امله له پاکستان د امرکې د دفاع د وزارت سره دفاعې سپلایي یا رسد، د دواړو هیوادونو تر منځ دفاعي مرستو او د پر مختګ په پروژو کې برخه اخیستلی شي-

د پاکستان د غیر ناټو اتحادی حیثیت ختمولو به څه اثر وي په دی اړه دفاعي څیړنکار او د پوځ پخوانی بریګیډیرسید نذیر وي او ای ډیوه ته وایی- :کولیشن سپورټ فنډ د وړاندې څخه تړلی شوی دی او د دغه ګام به د امریکا د پاکستان سره پر دفاعي مرستو هم اثر وغورځوي.

سید نزیر وویل پاکستان ته لوی زیان چې په استراټېجیکې کچه رسي هغه به د هند سره د امرېکې زیاتیدوکې دفاعی اړیکی وي-

پع تیرو دو کلو کې د هغه راهسې د دواړ هیوادونو اړیګو کې څه ښوالی لیدل کېږي کله چې د پاکستان په مرسته افغان طالبانو سره د سولې خبرې شورو شوې دي-

د پاکستان تر مخه د دوی په مرسته د امریکا او افغان طالبانو تر منځ تیر کال د فرورۍ په ۲۹مه نیټه د سولې لوظنامه لاس لیک شوې وه او اوسد قطر دوحه ښار کي بین الافغاني خبری روانی دی۰

په بل کې داهم وویل شوي چې پاکستان ته به امریکایی صدر یو بل حیثیت هم هغه وخته نه شې ورکولې تر څو چې د صدارتی اجارت نامې یا پریزیټینشل سرټیفیکیټ تر مخه پاکستان د حقاني شبکې په شمول د ترهګرو ډلو پټ ځایونو او د دوی د آزاد تګ راتګ په ضد پوځي عملیات او په دې اړه پر پلو د افغانستان سره مرسته نه وي کړې-

پاکستان کال ۲۰۰۴ کې د بش انتظامیی په واک کي د امریکا غیر ناټو اهم ملګړې ټاکل شوی و.

د ترهګرو ډلو په ضد کوټلې ګامونو په نه پورته کولو امریکایی صدر ډانلډ ترمپ په کال ۲۰۱۸ جنوري کي د پاکستان مالي او پوځي مرستې تړلې وې او هغه وخت هم پاکستان د مهم غیر ناټو اتحادې حیثیت ختمولو په معامله بحث مخی ته راغلې وو-

بلخوا پاکستان دا خبره تکرار وي چې بغیر د څه توپیره د ټولو ترهګرو په ضد عملیات کوي-