پي ايي ای به په امریکا کې کرونا وایرس له امله ایسار پاکستانیان وطن ته ستنوي

د امريکې د ټرانسپورټ‌ محکمې نن په يو خط کې پي آيي ای ته اجازت ورکړو چې د مياشتې به د امريکې نه ۱۲ ډاېرېکټ یا نیغ په نیغه پروازونه کولی شي

د امريکې د ټرانسپورټ محکمې د پاکستان حکومتي هوايي کمپنۍ پي ايی ای ته اجازت ورکړی چې د کرونا وایرس له امله په سفر د بندیز په نتیجه کې په امریکا کې ایسار پاکستانیان وطن ته ستانه کړي.

د پي آيي‌ای مشر اېر مارشل ارشد ملک څو ورځې وړاندې امريکې ته خواست کړی و چې پي آيي ای ته دې اجازت ورکړی شي چې په پروازونو د بندیز دلاسه په امریکا کې پاتې خپل وطنوال بېرته پاکستان ته بوځي.

د امريکې د ټرانسپورټ‌ محکمې نن په يو خط کې پي آيي ای ته اجازت ورکړو چې د مياشتې به د امريکې نه ۱۲ ډاېرېکټ یا نیغ په نیغه پروازونه کولی شي.

په دغه خبر په امريکا کې ایسار پاکستاني وګړي ډېر خوشحاله شوي دي.

د پي آيي‌ ای مشر اېر مارشل ارشد ملک ويلي پي آيی ای به په امريکا کې د مړو شویو خلکو جسدونه بغېر له پېسو پاکستان ته وړي.

په امريکا د کرونا واېرس د لاسه د ۶۰ زره نه زيات کسان مړه شوي چې پکې تر سلو پورې پاکستانيان هم دي، چې اکثره پکې په امريکا کې خاورو ته سپارل شوي دي خو اوس هم ځينې کورنيو خپل مړي پاکستان ته د وړلو په خاطر په سرد خانو کې ايښي دي.

د پي آيي ای چارواکو په ټوېټر ويلي په راتلونکو څو ورځو کې به د امريکا لپاره د پروازونو تفصيل ورکړي.

د پي آيي‌ای مشر اېر مارشل ارشد ملک ويلي د پي ايي‌ای سره د اوږد سفر لپاره بوېنګ جازونه، تجربه کار عمله او لاسنس شته چې امريکا ته نېغ پرواز کولی شي.

په پاکستان کې د کرونا واېرس د مخنيوي به خاطر نړيوال پروازونه تر ۲۵مې مۍ پورې تړل شوي دي چې ورسره نزدې ۶۰ زره پاکستاني وګړي د نړۍ په بېلا بېلو ملکونو کې ګېر دي.

پي آيي ای د نړۍ د نورو ملکونو نه د پاکستاني وګړو راويستلو د پاره ځانګړي پروازونه پېل کړي او د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي ويلي هره هفته به ۷۰۰۰ پاکستانيان خپل وطن ته ستنوي.

خو په امريکا کې ښکېل پاکستاني وګړو لپاره دغه سهولت ځکه نه و عملي کړی شوی چې پي آيي ای په کال۲۰۱۷ م کې د تاوان د لاسه امريکا ته خپل پروازونه ځنډولي‌ وو.

په امريکا کې ښکېل په زرګونو پاکستانيان له تېرو دوه مياشتو راهسې په سوشل ميډيا د پاکستان د حکومت نه خواستونه کوي چې وخت په وخت ورته پاکستاني چارواکو د پروازونو شرو کولو ډاډ هم ورکړی وو.

تېره ورځ په بهر ملکونو کې د پاکستاني وګړو په چارو کې د وزيراعظم مشير ذولفي بخاري په يو ټويټ کې ويلي وو چې د واشنګټن ډي سي نه به په دويمه مۍ اسلام آباد ته د قطر اېر وېز په جهاز کې پاکستاني وګړي وطن ته ورشي خو په حقيقت کې په دغه ورځ د واشنګټن نه د قطر اېر وېز پرواز نه وو

په دغه ټويټ په امريکا کې ښکېل پاکستاني وګړي د خفګان او مايوسۍ سره مخ شوي وو

دغسې تېره هفته په امريکا کې دپاکستان سفير اسد مجيد خان هم په يو ټويټ کې ويلي وو په امريکا کې ښکېل پاکستاني وګړي د قطر په جهازونو کې پاکستان ته تللی شي، خو د قطر اېر وېز چارواکو د دغې خبر نه انکار کړی وو او ويلي وو په پاکستان کې د کرونا واېرس د لاسه پروازونه ځنډېدلي دي او دوي نه شي کولی چې د امريکا نه پاکستاني وګړي خپل وطن ته بوځي.