که امريکا د شام نه په بيړه نه ووځي، نو د افغانستان نه به لاړه شي؟

د شام او افغانستان نه د ځواکونو راويستلو په اړه د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ پرله پسې بيانونو تاوده بحثونه او اندېښنې راپارولي.

څېړونکي فکر کوي د شام نه د امريکايي عسکرو راويستلو وروسته که واشنگټن د داعش د نوغي وېستلو ژمنې او د کردانو د تحفظ ضمانت د ترکي نه غواړي نو دغسې تگلاره بايد د افغانستان لپاره هم خپله شي او د پاکستان او تر څه حده د افغانستان د نورو گاونډي هېوادونو نه هم دغه رنگ ضمانتونه واخستل شي.

په پاک افغان سيمه کې د امن لپاره د امريکا ملگري د افغانستان رياست، روښان فکره پښتانه، امن خوښونکي ډلې او د پرمختيا لپاره غږ پورته کونکي فعالين هيله من دي چې امريکا به د تېر په شان مخالف قوتونو ته ميدان خوشی نه پرېږدي.

د افغانستان د امنيت صلاح کار حمدالله محب په خپل ټوېټر ليکلي، زمونږ خلک دوامداره امن غواړي، نه چې په بيړه تر سره شوې د امن لوظنامه کومه چې به د افغانستان د خلکو قربانۍ هېرې کړي. امن تر لاسه کول سړه سينه، سټراټيجيکي فکر او حکمت غواړي.

د امريکا د ملي امنيت صلاح کار جان بالټن په خپل يو تازه بيان کې ويلي د شام نه به ځواکونه په بيړه نه اوباسي ځکه چې ترهگره ډله داعش په پوره توگه نه ده ختمه او بله دا چې دوی خپل ملاتړي کردان مخاليفينو ته په وچه ډاگه نه پرېږدي.

د شام په اړه د نوي بيان سره د افغانستان نه د امريکايي ځواکونو په بيړه د راويستلو فيصله هم ښکاري چې تر ډېره حده د ميډيا د رپوټونو پورې ده. څېړنکار وايي د افغانستان نه د ځواکونو بيرته راتلل د امريکا د صدر ډونالډ ټرمپ د دوه کاله وړاندې د انتخابونو د کمپاېن نعره وه او که اوس د افغان طالبانو سره د خبرو اترو سره تړل کيږي نو دا به سمه کتنه نه وي.

د وال سټريټ جرنل ورځپاڼه وايي افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو په بيړه راويستل به زمکنۍ سټراټيجي بدله کړي. دا اخبار د يو افغان چارواکي د خلې وايې، دا پيل دی او د ځواکونو ويستلو وروسته به افغانستان يو ځل بيا په ډاگه پرېښودل شي.

د افغانستان حکومتي چارواکي هيله من دي چې دا کال په افغانستان کې د سولې کال دی او گڼي که هر څومره طالبان د افغان حکومت سره د مخامخ ليدولو انکاري دي خو ډېره ژر ده چې دغه ستونزه به هم له منځه لاړه شي.

دوی وايي دا ځکه چې افغان دولت په دې جگړه کې تر ټولو قوي فريق دي او د منتخب حکومت سره خبرو ته نه کېناستل، د ولسمشر اشرف غني په وينا، به طالبان نور هم يواځې او بې دليله وگرځوي.

د څېړنکارو له مخې امريکا له به د افغانستان د روغې جوړې لپاره د پاکستان نه په خصوصی او د ايران نه په عمومي توگه داسې ضمانتونه اخستل وي چې په دغه هېواد کې د مخصوصه وسله والو ډلو نه بلکې د افغانستان د رياست، د پوځ او د اولس ملگرتيا وکړي.او گاونډيانو له به هم دا حقيقت منل وي چې غښتلی او يو افغانستان د دوی په گټه دی.

د سعودي او متحده عرب امارات په منځگړتوب امريکا د سولې هڅې پيل کړي خو طالبان لا تر اوسه د افغان حکومت سره نيغ په نيغه خبرو ته تيار نه ښکاري ځکه يې په سعودي عربستان کې په راتلونکې غونډه کې د گډون نه ډډه کړې او غوښتلي يې دي چې د خبرو اترو دغه غونډه دې په قطر کې جوړه شي.

د مطبوعاتو تر مخه قطر او سعودي هم په خپلو کې وران دي خو څېړنکار وايي سعودي عرب په دې بهير تر ټولو مهم مسلمان ملک دی د طالبانو سره سره په پاکستان هم زور اچولی شي چې د سولې دا پروسه په مخه بوځي.