د امريکې نوي صدر جوبایډن په هېوادوالو د یوځای کېدو غږ وکړو

د جو بایډن د سوګند پورته کولو نه وړاندې د کانګرس ودانۍ په زینو کې د خصوصي دستورې په مهال د جوبایډن ترڅنګ کمالا هېرس د نایب صدرې په حېث سوګند پورته کړو

د امریکې نوي صدر جوبایډن د شورو، چهارشبنې، په ورځ د خپلې چوکۍ سوګند پورته کولو نه پس په لومړۍ وېنا کې په هېوادوالو غږ وکړو چې ډول اختلافات تې په شا کړي او یوځای شي.

د امریکې د ۴۶ صدر په حېث قام ته خپله وېنا کې جوبایډن وویل د اتحاد دلارې هېواد ته پېښې مسلې، نسلي تعصب، اقتصادي عدم مساوات، سیاسي اختلافات او د کرونا وایرس مخه نیول کېدی شي.

جوبایډن وویل هغه به د هر چا یو ډول خدمات کوي، د هغه چا چې حمایت یې کړی او هم د هغه چا چې مخالفت یې کړی دی.

جوبایډن وویل هغه به د هر چا یو ډول خدمات کوي، د هغه چا چې حمایت یې کړی او هم د هغه چا چې مخالفت یې کړی دی

جوبایډن د خپل تقریر په مهال د کرونا وایرس نه د مړه شویو قریباً څلور لکو امریکایانو دپاره د څو ثانیو خاموشي اختیار کړه او دعا یې وکړه.

جوبایډن وویل امریکا د اتحاد دلارې د کرونا وایرس مخه نیولی شي.

هغه وویل د سیاسي اختلافات دلاسه د پېدا شوي تاو تریخوالي د کمولو دپاره به کوښښ کوي او د احترام او د زغم ماحول به جوړوي.

جوبایډن په خپل تقریر کې د نسلي تعصب، تشدد‌ اود سخت تریځې خلاف د کار ژمنه وکړه.

د جو بایډن د سوګند پورته کولو نه وړاندې د کانګرس ودانۍ په زینو کې د خصوصي دستورې په مهال د جوبایډن ترڅنګ کمالا هېرس د نایب صدرې په حېث سوګند پورته کړو.

کماله هېرېس د امریکې په تاریخ کې لومړۍ مېرمن، لومړۍ توپوستې او لومړۍ جنوبي اېشیايي ده چې د نایب صدارت چوکۍ ته ورسېده.

د دستورې په مهال په مذهبي ډول د امریکې دپاره دعاګانې وغوښتل شوې، ترانه وغږول شوه او د قام د مېنې سندرې وغږول شوې.

بلخوا د جوبایډن پېش رو صدر ډانلډ ټرمپ د خپل صدارت څلور کلنه دوره په مکمل کولو د شورو، چهارشنبې، په سڅر د وایټ هاوس نه رخصت شو.

د وایټ هاوس نه په رخصتېدو، صدر ټرمپ وویل صدارت یې د ژوند افتخار دی، خپل حکومت یې انتهايي کامیاب وبللو او نوي حکومت ته یې د کامیابۍ دعا او بهترین خواهشات وړاندې کړل.

د نوي صدر د سوګند مراسم چې اناګیورېشن یا د نوي حکومت شروع کېدل هم ورته و ايي د کانګرس ودانۍ به زینو په خصوصي سټېج به ترسره کیږي. په دې موقع په عامه توګه د کانګرس په مخې ته براخ مېدان نېشنل مال کې په زرګونو خلک جمع کېږي خو دا ځل د امنیت او د کرونا وایرس له امله به دغه ګڼه نه وي بلکې د خلکو پرځای په نېشنل مال کې د لګونو په تعداد کې د امرېکې بېرغونه نال کړی شوي دي.

د صدارت سنبالولو نه وړاندې جوبایډن قام ته د یوځای کېدو پېغام وړاندې کړی دی، په داسې حال کې چې ملک د کرونا ویا سره مخامخ دی او دلاسه یې څلور لکه امریکایان مړه شوي دي او خلک یې د اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ کړي دي.

بایډن او کمالا هېرس د نهې، سه شنبې، په ماښام په واشنګټن کې د کرونا وبا نه د مړه شویو کسانو په یاد کې په خصوصي دستوره کې شرکت وکړو. په دستوره کې د کانګرس مخې ته اوبو د تالاو په غاړه د هر مړ تن په یاد کې یوه رڼا روښانه کړی شوي وه.

د جوبایډن د سوګند پورته کولو نه وړاندې د هغه پېش رو ډانلډ ټرمپ د وایټ هاوس نه رخصت شو

جوبایډن وویل د تالاب په غاړه بله هره رڼا د کرونا وایرس نه د مړه تن یاد تازه کوي. هغه وویل د حکومت ترلاسه کولو سره به د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره اقدامات کوي.

جو بایډن، د هغه مېرمن جېل، کمالا هېرس او د هغې خاوند ډګ اېمهاف د شورو، چهارشنبې، په سحر په واشنګټن کې د سېنټ مېتیو په کلېسا کې په خصوصي عبادت کې شرکت وکړو.

کله چې دوی د کلېسې په عبادت کې شریک وو نو صدر ټرمپ په فلورېډا ریاست کې خپل کور ته روان شوی و.

صدر ټرمپ د نوي صدر د سوګند په دستوره کې شرکت نه کوي. هغه به په تېرو ۱۵۲ کلونو کې لومړی صدر وي چې د خپل جانشین د راتګ په مراسمو کې نه شرېکیږي.

د صډر ټرمپ نایب مایک پېنس د نوي صدر د سوګند په دستوره کې شرکت وکړو.

د نوي صدر د سوګند په مراسمو کې به پخواني صدران براک اوباما، جورج بش او بل کلنټن هم د خپلو خپلو مېرمنو ترڅنګ شرکت وکړو.

د سوګند پورته کولو نه پس به جوبایډن او کمالاهېرس د واشنګټن سره نژدې د ارلنګټن په قامي هادیره کې د نامعلوم عسکر په قبر ګلونونه ږدي.

د نوي صدر د سوګند د مراسمو دپاره ۲۵۰۰۰ د نېشنل ګاردز عسکر په واشنګټن کې د امنیت دپاره پرځای کړی شوي دي.