د طالب استازو یوه ډله ماسکو ته رسېدلې ده

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي وو چې د طالبانو سره د واشنگټن سره نژدې په کېمپ ډېوډ کې خبرو انتظام شوی و. فغان صدر اشرف غني هم کېمپ ډېوډ ته راتلونکی و

د افغانستان د طالبانو یو پلاوی د جمعې په ورځ د روس سرښار ماسکو ته رسېدلې دی. د اېسوسي اېټډ پرېس خبري اداره وايي د طالبانو دغه ډله روس ته په داسې حال کې رسېدلې ده چې څو ورځې وړاندې امریکې د طالب استازو استازو سره په امریکا کې کېدونکې خبرې ختمې کړي دي.

ای پي د روس حکومتي خبري ادارې تاس له قوله وویل چې په قطر کې د طالبانو د دفتر ترجمان سهیل شاهین وویل طالب استازو په ماسکو کې د ضمیر کابلوو سره خبرې وکړې. ښاغلی کابلوو د افغانستان دپاره د روس صدر ولادېمیر پوټن استازی دی.

ای پي وویل چې د طالبانو یو چارواکي د نوم نه څرگندولو په شرط روس ته د طالب استازو د سفر تصدیق وکړو.

د روس انټرفېکس خبري ادارې د روسي خارجه وزارت د ترجمان له قوله وویل چې روسي مامورینو او طالبانو په خبرو کې د امریکې او طالبانو خبرې دې بیا پېل کړی شی او دا چې طالبان د واشنگټن سره خبرې بیا شروع کولو ته تیار دي.

ای پي وايي امریکې سره د خبرو ختمیدو وروسته روس ته د طالبانو تگ د دوي لومړی نړیوال سفر و. د طالبانو د پلاوي مشري ملا شیرمحمد ستانکزي کوله.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي وو چې د طالبانو سره د واشنگټن سره نژدې په کېمپ ډېوډ کې خبرو انتظام شوی و. فغان صدر اشرف غني هم کېمپ ډېوډ ته راتلونکی و.

خو صدر ټرمپ وویل په کابل کې د طالبانو په ځانمرگي برید کې د ١١ کسانو په شمول د یو امریکايي عسکر د وژل کېدو وروسته یې طالبانو سره ټاکل شوي خبرې ختمې کړې.

ای پي وايي سهیل شاهین د طالبانو رسمي وېب پاڼې ته د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل چې طالبان اوس هم د امریکايي مرکچیانو سره په رابطه کې دي چې او د اینده اقداماتو په اړه ورسره خبرې کوي.

ای پي وايي د طالبانو د رهبرانو شورا کېمپ ډېوډ ته د طالبانو د تگ مخالفت کړی او د هغو طالب استازو غندنه یې کړې وه چي کېمپ ډېوډ د تگ دپاره یې د امریکايي استازي زلمي خلیلزاد بلنه قبوله کړې وه. زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د امن دپاره د امرېکې خاص استازی دی او د طالبانو سره یې په مذاکراتو کې د امریکايي پلاوي مشري کوله.

سهیل شاهین وېب پاڼې ته ویلي چې د کېمپ ډېوډ خبرې ځنډول شوي دي او دا چې د کېمپ ډېوډ ته د تگ نه وړاندې طالبانو غوښتل چې د روس په شمول د یو شمیر خارجه وزیران دې په قطر کې د امریکې او طالبانو ترمنځ لوظنامه وگوري او قطر یې اعلان وکړي.

امریکايي مامورین په روس د طالبانو د ملاتړ الزام لگوي او وايي روس د طالبانو د حمایت دلارې داعش د خپلې پولې څخه لرې ساتل غواړي.

د دې نه وړاندې روس سږ کال دوه وارې د طالبانو او د افغان سیاستدانانو ترمنځ د خبرو کوربتوب کړی دی.

ای پي وايي په داسې حال کې چې واشنگټن په افغانستان کې د خپل تاریخ تر ټولو اوږد جنگ ختمول غواړي او د جنگ ځپلې هیواد څخه وتل غواړي، طالبان د بل هر وخت نه زیات قوي دي او نیمايي هیواد یې د اثر دلاندې دی او شا او خوا هره ورځ حملې کوي.