په امريکا کې د تعليم وظيفه څنګه ترلاسه کولې شۍ؟

USAID's Teachers scholarhsips distribution ceremony

امريکا هر کال د پاکستان د پاره په سوونو تعليمي وظيفې اعلانوي، چې پکې د پښتونخوا اود قباېلي سيمو د پاره خصوصي کوټه وي، خو ډېر کم پښتانه طالب علمان داسې دي چې ځان ترې خبر ساتي.

واېس اف امریکا ډیوه ریډیو د فل براېټ سکالر شپ او د نورو تعليمې وظيفو په اړه د کوهاټ يونيورسټۍ پروفېسر محمد اياز او د سافټ وېر انجنير اوېس جان سره خبرې اترې کړي، چې که څوک په امریکا کې تعلېمي وظېفه ترلاسه کول غواړي نو کوم کوم ټېسټونه به پکار وي او څنګه به يي تياري کوي؟

په دې لړکې په پاکستان کې د امرېکې تعليم ادارهUS Education Foundation Pakistan وېب ساېټ په دغه لنک کتې شۍ.

www.usefpakistan.org

د دې ترڅنګ په اسلام آباد کې د امرېکې د سفارتخانې وېب پاڼه هم په دغه لنک کتې شۍ. په دې هم د تعليم د پاره يو شمېر پروګرامونه موجود دي.

www.islamabad.usebassy.gov

زمونږه ټوله خپرونه په دغه لنک واورۍ چې څنګه به ځان په امريکه کې د تعليم دپاره تياروۍ.

http://www.voadeewaradio.com/audio/2742237.html