د مواخذې په مقدمه کې د پخواني صدر ټرمپ وکیلانو د هغه په دفاع کې دلایل سر ته ورسول

د امریکې پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ

د امریکې په کانګرس کې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د مواخذې په مقدمه کې د هغه وکیلانو د جمعې په ورځ خپل دلایل سر ته ورسول او دا الزامات یې رد کړل چې پخواني صدر په کانګرس حمله راپارولې وه.

د ډانلډ ټرمپ د دفاع وکیلانو وویل په پخواني صدر دا الزام چې د جنورۍ په شپږمه نېټه یې پلویان په کانګرس د حملې دپاره راپارولي وو په سیاسي بنیادونو ولاړ دی او قول غېرقانوني سیاسي انتقام دی.

د پخواني صدر د دفاع وکیل مایکل وان ډر وین وویل د سېنټ مخې ته د مواخذې یا د ډانلډ ټرمپ د نااهله کولو ماده د غیر اییني او د سیاسي انتقام اقدام دی.

وان ډر وين وویل "دا مواخذه د حقیقت، د شواهدو او د امریکنیانو د مفاداتو نه بېخي لېرې ده."

په سېنټ کې د ډانلډ ټرمپ د مواخذې منظر

د پخواني صدر وکیلانو د سېنټ مقدمې ته وویل چې د ډانلډ ټرمپ دا حق لرلو چې د نومبر په میاشت کې د صدارتي انتخاب په نتیجه یې اعتراض کړی وی او د جنورۍ په شپږمه نېټه په کانګرس د حملې نه وړاندې په واشنګټن کې خپلو پلویانو د ټرمپ تقریر راپارونکی نه و.

د ډانلډ ټرمپ وکیلانو د وخت نه وړاندې خپل دلایل سر ته ورسول. ټاکل شوې وه چې دوی به د خالي، شنبې، په ورځ دفاع ختمه وي.

د دې نه وروسته بیا د سوالونو او ځوابونو نشست شروع شو او سېنټرانو د ټرمپ د وکیلانو نه خپلې خپلې پوښتنې وکړي.

د کانګرس اېوان زېرین هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا د نمایندګانو اېوان چې د صدر جوبایډن واکمن ډېموکرېټک پارټي پکې اکثریت لري په دې الزام د ریپبلېکن پارټۍ د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ خلاف د مواخذې قرارداد منظور کړی چې هغه په مبینه توګه خپل پلویان په کانګرس د حملې دپاره راپارولي وو. دغه اوس د قاعدې مطابق اېوان بالا یا سېنټ نه وړاندې کړی شوی دی.

د مواخذې منصفینو یا ججانو د ډانلډ ټرمپ نه غوښتلي وو چې خپل دریځ په خپله پېش کړي خو انکار کړی او د خپلې دفاع دپاره یې وکیلان یا قانون پوهان ګمارلي دي.

ډانلډ ټرمپ د تېر کال د نومبر په دریمه نېټه شوي صدارتي انتخاب کې په پراخه کچه د درغلۍ الزامات پورې کړي خو مامورین وايي په دې اړه کوم شواهد نه دي موندل شوي.

په کانګرس د حملې په وخت د صدارتي انتخاب نتېجه په رسمي ډول د منظورولو دپاره غونډه شروع وه چې وځنډول شوه. د الغاو تلاغاو نه پس چې کله دغه غونډ بیا شروع شوه نو په صدارتي انتخاب کې د ډانلډ ټرمپ په مقابل کې د ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار جویابډن په حتمي توګه ومنل شوه.

په کانګرس د یرغل په مهال لږ تر لږه پنځه کسان مړه شوي دي.

د ۱۰۰ غړو سېنټ کې واکمن ډېموکرېټک او حزب اختلاف ریپبلېکن پارټي برابر چوکۍ لري. د مواخذې قرارداد د کامیابۍ دپاره۱۴ د ریپبلېکن پارټۍ غړي هم باید چې په حق کې رای ورکړي.

خو د وي او ای رپورټ وايي فې الحال داسې نه لیدل کېږي چې د ریپبلېکن ګوند سېنټران به د مواخذې حمایت وکړي.

ډانلډ ټرمپ د امریکې لومړی صدر دی چې په کانګرس کې دوه ځله د مواخذې سره مخامخ شوی دی.