د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو ځایناستی مرستیال جان باس قطر او پاکستان ته سفر کوي چې ددغو هیوادونو له چارواکو سره به د دوه اړخیزو اړیکو اړوند مسئلو باندې له خبرو سره سره د افغانستان او سیمې د امنیت په اړه هم خبرې کوي.
خارجه وزارت وزارت د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، جان باس به د اپرېل له 26 تر 30 پورې قطر او پاکستان ته سفر وکړي. قطر او پاکستان له د دې اعلی امریکایي چارواکي د سفر په اړه څه نه دي ویلي.
د خبرپاڼې له مخې جان باس به په دوحه کې د قطر له لوړپوړو چارواکو سره ویني او د یو شمېر نورو هیوادونو له سفارتکارانو سره به د افغانستان د ملاتړ او په سیمه کې د ګډو امنیتي ګټو په اړه خبرې وکړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي جان بس به اسلاماباد ته په سفر کې د پاکستان له لوړوپوړو چارواکو سره د امریکا او پاکستان او هم پر یو لړ سیمه ییزو او دوه اړخیزو مسایلو په اړه خبري وکړي.
پخپله جان باس د جمعې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه سیمې ته د خپل سفر خبر ورکړی او لیکلي یې دي:
"زه له قطري او پاکستاني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو او زموږ د ګډو سیمه ییزو او امنیتي ګټو په اړه د خبرو لپاره دوحې او اسلام اباد ته روان یم".
I’m heading to Doha and Islamabad to meet with Qatari and Pakistani officials to discuss bilateral ties and our shared regional security interests.https://t.co/vYZFdJLA2s
— John Bass (@UnderSecStateP) April 26, 2024
دا نه ده څرګنده چې دغه امریکایي چارواکی به په قطر کې د طالبانو له استازو یا نورو افغانانو سره هم د افغانستان د مسایلو په اړه ویني که نه، خو د ازادي رېډیو د خبر له مخې په قطر کې د طالبانو د حکومت سیاسي دفتر ویلي تر اوسه له دوی سره د جان باس د لیدنې او خبرو په اړه څه نه دي شریک شوي.
جان باس د 2021م کال تر اګست میاشتې مخکې په افغانستان کې هم د امریکې د سفیر په توګه کار کړی دی.
اسلام اباد ته د جان باس تر دې سفر مخکې د امریکې په بهرنیو چارو وزارت کې د انتظام او وسایلو د چارو مرستیال ریچرډ ورما هم د روان 2024م کال د جنورۍ په دویمه اوونۍ کې پاکستان ته په سفر تللی وو.
ریچرډ ورما د پاکستاني چارواکو په ګډون د نړیوالو ادارو له استازو او همنظرو شریکانو سره هم لیدلي وو او د هغو افغانانو د ملاتړ په اړه یې د امریکا پر ژمنو ټینګار کړی وو چې د امریکې په استازیتوب یې په افغانستان کې کار کړی وو.
پاکستان ته ددغه لوړپوړي امریکايي چارواکي تر سفر مخکې د تېر کال په دسمبر کې هم یو امریکايي پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو او په امریکا کې د افغان کډوالو د بیا مېشتېدو د بهیر په اړه خبرې کړې وې.