قطر کې د امریکا او طالبانو خبرو افغانستان کې د سولې تمې پیدا کړي

د قطر په دوحه ښار کې د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ روانو خبرو اترو کې د پرمختګ نخښې ښکاره شوي چې له وجې یې ځنې څیړونکې فکر کوي، دا به د افغانستان د ۱۷ کالو راهسې روانې جګړې یو سیاسي حل راوباسي.

د افغانستان د سولې خبرو اترو لپاره د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ځانګړي استاذي زلمي خلیل زاد په مشرۍ کې د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د تیر ګل یا دوشنبې په ورځ پېل شوي. چرته چې طالبان خپل سیاسي دفتر لري. د پاکستان او قطر سفارتکارانو هم په خبرو کې برخه اخستې.

معتبره سرچینو واېس اف امریکا ته ویلي دواړه اړخو د څلورو ورځو راهسې روانو خبرو اترو کې ترټولو مشکل دوه ستونزو په سر اتفاق ته د رسیدو په کوششونو کې په ډېرڅه خبرې کړي.

طالبانو د خبرو په شروع کې اعلان کړی وو چې د دوي استاذي به افغانستان کې د امریکا په مشرۍ کې د نړیوالو ځواکونو د ویستو لپاره یوه نېټه غواړي او ددې ترڅنګ به طالبان دا یقین ورکوي چې د افغانستان خاوره به د امریکا او یا بل کوم هیواد پرضد نه استعمالیږي.

ذریعې وايي د افغانستان نه نړیوال ځواکونو ویستلو مهمې غوښتنې په سر پرمختګ په وخت طالبان په دغه جنګ ځپلي هیواد کې ډزبندي اعلانولی شي.

د امریکې او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې د ګرمۍ موسم کې شروع شوې وې. پاکستان د زیارت په ورځ یو ځل بیا ویلي د افغانستان د جګړې یو امن ناکه حل راویستو لپاره یې دواړه اړخه د خبرو اترو مېز ته راویستي. اسلام اباد په دې خبره ټینګار کوي چې دوي طالبان د امریکا سره ګټه ورو خبرو اترو ته قانع کړي او دا چې د صولحې په خبرو کې برخه اخستونکي د دواړه اړخو ستاذي به ددې د کامیابۍ او ناکامۍ لپاره ذمه وارې وي.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل ددې خبرې پخلی کړی چې اسلام اباد د دوحه په خبرو کې نمایندګي لري خو نوموړي د ممکنه پرمختګ په اړه زیات تفصیل نه دی ورکړی.

ډاکټر فیصل ویلي ٫٫ پاکستان په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ روانو خبرو اترو کې مرسته کوي. دغه خبرې اترې د دوه اړخو ترمنځ دي کوم چې امریکا او طالبان دي. پاکستان او قطر په دې خبرو کې ضروري مرستې ورکوي٬٬.

نوموړي ویلي د افغانستان د صولحې عمل مخ په وړاندې بوتلل یو ګډه ذمه واري ده او زیاته کړې يې ده د افغانستان د راتلونکي تګلارې په سر راضي کېدو لپاره به د افغانانو ترمنځ خبرې اترې ترټولو زیاتې مهمې وي چې افغانستان یو پرثباته او پرمختلونکی هیواد جوړ شي او د خپلو ګاونډيانو سره په امن کې وي.

تراوسه دا معلومه نه ده چې آیا په خبرو کې امریکايي صلاحکارانو د طالبانو نمایندګان د افغان حکومت سره نېغ په نېغه خبرو اترو لپاره قانع کړي او که نه.

طالبان د ډېر وخت راهسې په افغانستان کې د منتخب حکومت منلو نه انکار کوي او دا یو غیرقانوني حکومت بلي.

سعودي عرب او متحده عرب امارات هم طالبان د خبرو اترو مېز ته په راوستو کې کردار لوبولی او ددغه هیوادونو غړي د دسمبر په میاشت کې په ابوظهبې کې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوو خبرو اترو کې ناست وو.

د مذاکراتو نه خبر سفارتي ذریعو وي او ای ته ویلي امریکا یقین کوي چې طالبان به د صولحې عمل مخ په وړاندې بوتلو لپاره یو تړون ته د راضي کیدو لپاره خپل ځنې شرطونه پریږدي ځکه چې امریکې د وړاندې نه د افغانستان نه د خپلو پوځیانو د راویستو په سر رضامندي څرګنده کړې.

سرچیني وايي که چرې د دوحه په مذاکراتو کې د لږې مودې لپاره هم ډزبندي ترلاسه کړی شوه نو دا به د افغانستان په سیاسي جوړجاړي کې یو غټ پرمختګ وي.