د شام باغیانو ته تربیت ورکولو دپاره د امریکا او ترکې معاهده

امریکائی چارواکو ویلي په راتلونکو دریو کلونو کې به د فري سیرین ارمي یا د ازاد شام پوځ قریباً ٥٠٠٠ عسکرتربیه کوي. سعودي عرب، قطر او ترکی وړاندیز کړی چې خپلو هیوادونو کې به د تربیي د مرکزونو سهولت ورکوي

امریکا او ترکی یوه لوظنامه لاس لیک کړې ده چې ترمخه به يي دواړه هیوادونه د اسلامک سټیټ تندروه ډلې پرضد جگړه کونکی مینځ روه شامی یاغیانو ته وسله او تربیه ورکوي.

دا لوظنامه د زیارت په ورځ د ترکی لپاره د امریکا سفیر جان باس او د ترکی د خارجه وزارت یو چارواکي فریدون سینیرلیوگلو لاس لیک کړه او دې ته يي د دواړو هیوادونو ترمینځ همکارۍ په لړ کې یو اهم گام ووگرځولو.

د امریکا پوځ ویلي چې د اسلامک سټیټ پرضد جگړې په لړ کې د شام بهر تصدیق شوي شامی یاغیانو ته تربیه ورکولو په لړ کې يي د اضافی ۴٠٠ عسکرو لیږلو منصوبه لری چې پکې به خصوصی عسکر هم شامل وي.

امریکائی چارواکو ویلی په راتلونکو دریو کلونو کې به د فري سیرین ارمي یا د ازاد شام پوځ قریباً ٥٠٠٠ عسکرتربیه کوي. سعودي عرب، قطر او ترکی وړاندیز کړی چې خپلو هیوادونو کې به د تربیي د مرکزونو سهولت ورکوي.

ترکي شام سره ٧٥٠ میله اوږده پوله لري او وايي طمع لري دا تربیه به د شام کمزوری او تقسیم حزب اختلاف د شام صدر بشار الاسد پرضد مضبوط کړي. ترکی د بشارالسد حکومت نسکوریدل تر ټولو اهم مقصد گرځوي.

د ترکي حکومت ویلي د سلگونو په شمیره کې شام د باغیانو تربییه د راتلونکې میاشت نه شورو کولی شي. دغه تربیه په ممکنه توگه د مرکزي ترکي کرشیرښار کې کیدی شي.

واشنگټن کې د سټیټ ډپارټمنټ یا د خارجه وزارت ترجمانې جن ساکي ترکي سره د شام د باغیانو د تربيي په لړ کې د معاهدې تصدیق کړی دی.

خو د اوباما انتظامیه اسلامک سټیټ تندروه ډله د سیمه ایز امنیت لپاره ترټولو لوې خطر گڼي.