افغانستان کې د امریکې په پوځي مرکز د طالبانو حمله – د امریکې غبرګون څه دی؟

افغان طالبانو له ډېرې مودې پس، یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکاییانو په پوځي مرکز راکټي حمله کړې ده، خو ویل کیږي چې په دې حمله کې چا ته د سر زیان ندی رسېدلی. د امریکې د دفاع وزارت په کندهار ائيرپورټ/هوایي ډګر کې د امریکې او نېټو په پوځي مرکز د طالبانو حمله غندلې ده او دا یې په افغانستان کې د امن د موجوده کوښښونو دپاره زیامنه بللې ده.

د دفاع وزارت یا پېنټګان ترجمان جان کربي د شورو/چهارشنبې، په ورځ یوې خبري غونډې ته هم په دغه ورځ په کندهار کې د شوې حملې په اړه وویل چې له امله یې امریکايي یا د نېټو ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

خو هغه زیاته کړه چې د تشدد د زیاتولو د طالبانو د فېصلې په نتیجه کې په افغانستان کې د امن دپاره موجوده مذاکراتو چې کومه موقع پېدا کړې ده، دې ته زیان رسېدلی شي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ قطر کې لاسلیک شوې لوظنامې ترمخه، طالبان په امریکايي پوځیانو حمله نه کوي خو امریکایي ځواکونو سره دا حق محفوظه دی چې که طالبانو په افغان ځواکونو برید وکړ، دوی د طالبانو سره مقابله کې د افغان ځواکونو مرسته وکړي.

د امریکې په خفیه ځواکونو حمله

کندهار ائیرپورټ کې د نېټو او امریکایي ځواکونو په پوځي اډې باندې د برید نه علاوه، د امریکا رسنیو دا خبر هم ورکړی چې ګني طالبانو په خوست ولایت کې هم د امریکې د خفیه خصوصي ځواکونو په یو مرکز حملې کړي دي.

د امریکې سي اېن اېن ټیلې وژن په خپل يو رپورټ کې وویل طالبانو تېره میاشت د انتهايي سختو امنیتي انتظاماتو لاندې په هغه امریکايي پوځي مرکز دوه حملې کړي چې د استخباراتي ادارې، سي آی اې دپاره کارکوونکي عسکر په کې ځای پرځای دي.

سي اېن اېن وايي په یوه حمله کې د چېپ مېن نومي پوځي مرکز نه بهر راکټې ولګېدې او اووه ملکي کسان په کې زخمیان شول.

رپوټ وايي دغه مرکز خفیه ساتل کېږي یا کلاسېفایډ دی. د رپوټ ترمخه په دغه مرکز په دویمه حمله کې د اوبو یو ډېګۍ ولګېده او ځینې ګولۍ د مرکز دننه وغورځېدې خو د امریکايي چارواکو په وېنا امریکايي عسکرو ته په کې څه نقصان ونه رسېد.

په چېپ مېن کېمپ د بریدونو تاریخچه

د مطبوعاتي رپوټونو ترمخه چېپ مېن پوځي مرکز د پاکستان د پولې سره نژدې د افغانستان په خوست ولایت کې دی او د دې نه وړاندې هم ورباندې حملې شوي دي.

تر ټولو لویه او خونړۍ حمله چې په دې مرکز شوې وه، هغه د کال ۲۰۰۹ د ډسمبر په دېرشمه نېته وه چې یو ډبل جاسوس ترسره کړه او په کې د سي آی اې اووه کارکوونکو په شمول، لس تنه ووژل شول.

جولائی ۲۰۰۹ - په چېپ مېن کېمپ باندې د طالبانو د یو برید نه وروسته تصویر

هغه برید د هُمام البلاوي له خوا ترسره شو چې وروسته بیا القاعده او تحریک طالبان پاکستان دعوه وکړه چې البلاوي دوی د سي آی اې په ضد استعمال کړو.

د دې نه علاوه، په تېرو څو کلونو کې درې ځله نور هم په چېپ مېن کېمپ حملې شوي دي. فارېن پالیسي وېب سایټ خبر ورکړی چې په څلورم ځل، د ۲۰۲۰ کال په ډسمبر میاشت کې بیا هم خوست کې په چېپ مېن کېمپ حمله شوې خو مطبوعاتو هغه نده رپوټ کړې. د دې خبر له مخې، د ډسمبر میاشتې په برید کې د خوست محافظت ځواکونو (چې د سي آی اې له خوا تربیه شوې ملېشې دي) څلور تنه، د افغان پوځ درې عسکر، او کم از کم شپږ ملکي وګړي ووژل شول. فارېن پالیسي زیاتوي چې دا حمله قطر کې د طالبانو او امریکې ترمنځ د شوي تړون ښکاره خلاف ورزي ده.

خوست، پکتیا، او پکتیکا هغه سیمې دي چې د طالبانو سخت دریځه ډله – د حقاني شبکه – هلته فعالیت لري. په خوست کې چېپ مېن کېمپ د پاکستان باډر ته څېرمه پروت دی، هغه ملک چې د امریکا د کانګرېشنل ریسرچ سنټر د وروستي رپوټ له مخې، له القاعده شبکې سره لا اوس هم نږدې اړیکې پالي او هغه ډله په افغانستان کې د امریکا او هند د ګټو خلاف استعمالوي.

کندهار ائېرپوټ – د امریکاییانو دویم لوی پوځي مرکز:

کندهار ائیرپوټ – چې ملکي برخه یې د احمدشاه بابا هوایي ډګر نومیږي – د افغانستان یو له سترو ائیرپوټونو ځیني دی چې په قامي او بین الاقوامي کچه د طیارو پروازونه لري. مګر د دې هوایي ډګر یوه لویه برخه د نېټو او امریکا پوځیانو ته ځانګړې شوې ده چې د تېرو دوو لسیزو راهیسي دا ځواکونه هلته مېشت دي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر ټولو ستر مرکز د کابل شمال پلو بګرام پوځي اډه ده، خو د هغې نه راوروسته، د کندهار ائیرپوټ افغانستان کې د امریکاییانو ستر پوځي مرکز ګڼل کیږي.

کندهار ائیر بېز په افغانستان کې د امریکاییانو دویمه ستره پوځي اډه ګڼل کیږي

د پنټاګان ترجمان جان کربي د وروستي برید په حواله خبرو کې وویل چې د کندهار پوځي اډه کې اوس مهال د دوی او نېټو په سلګونه شمېره عسکر مېشت دي.

په کندهار او په چېپ مېن پوځي مرکزونو د حملو په اړه د طالبانو دریځ په سمدستي ډول مخې ته نه دی راغلی، خو تېر کال د امریکې سره د امن معاهدې وروسته، طالبانو په څرګنده د امریکايي او نېټو ځواکونو په ضد حملې ودرولې وې.

په همدې حال کې، طالبانو د افغان حکومت خلاف خپلې حملې دوامداره ساتلي او د معاهدې وروسته په افغانستان کې د تشدد کچه هم زیاته شوې ده.

د پېنټګان په خبري غونډ‌ه کې د جان کربي نه پوښتنه وشوه چې ایا هغه په امریکايي هدفونو د طالبانو حملې د امریکې او طالبانو د لوظنامې خلاف وزري ویني؟ نو هغه وویل په دې اړه څه تجزیه نشي وړاندې کولی چې طالبانو د دغو بریدونو د لارې څه ترلاسه کول غوښتل او یا یې څه پېغام وړاندې کولو؟

په امریکایي پوځي مرکزونو د طالبانو بریدونه په داسې وخت کې رپوټ ورکول کیږي چې د افغانستان د امن پروسې دپاره کوششونه تېز شوي او په آینده څو ورځو کې به د ترکي په استانبول کې په دې اړه یو لوی کنفرانس هم جوړ شي. د دې کنفرانس په درشل کې، افغانستان کې د تشدد کچه لوړه شوې ده، او په کندهار کې چې د طالبانو د پیدایش ځای ګڼل کيږي، څو ورځې وړاندې جګړو زور واخیست او حکومتي قواوو دعوه وکړه چې ارغنداب ولسوالي نه یې طالبان په شا تمبولي دي.