امریکا په افغانستان کې د روس په کردار شکونه لري

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل داسې غلط راپورونه یواځې ددې لپاره خپرېږي چې په افغانستان کې د امریکا ناکامه پوځي او سیاسي رول ته د وړو یوه پزه کیږدي.

ټاکل شویده چې نن به د افغانستان د سولې او ثبات په اړه یوه غونډه د روسیې په مشرۍ په ماسکو کې جوړه شي.

پدغې غونډه کې به د چین، ایران، پاکستان او هندوستان استازو په ګډون د یولسو سمیزو هیوادونو استازي ګډون وکړي.

له افغانستان نه یو ټیټ پوړی چارواکی پدغې غونډه کې د ګډون لپاره استول شوی. افغان طالبانو ویلي چې ددغې غونډې ملاتړ ځکه نه کوي چې تر شا یې سیاسي اهداف موجود دي.

په ماسکو کې د تیر دسمبر میاشتې راهیسې د افغانستان په اړه دا دریمه غونډه ده چې په لومړۍ غونډه کې د ګډون لپاره افغانستان ته بلنه هم نه وه ورکړل شوې.

د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد ویلي دوي هم په خپل دریځ کلک ولاړ دي او تر هغې به د سولې خبرو ته تیار نشي ترڅو له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکوونه و نه وځي.

د ماسکو په غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته هم بلنه ورکړل شوې وه خو واشنګټن یې بلنه پدې دلیل رد کړې وه چې د غونډې ایجنډا او حدف ورته نه وه په ډاګه شوې.

د امریکا پوځي چارواکي شک څرګندوي چې د روسیې لخوا تش په نامه د سولې خبرې یواځې ددې لپاره ترسره کیږي چې په افغانستان کې د ناټو رول کم رنګه کړي. امریکایي جنرالانو روسیه پدې هم تورنه کړې چې طالبانو ته وسلې ورکوي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزیف ووټل په امریکايي سینټ (سنا) کې د دفاعي چارو کمیټې ته په خپلو خبرو کې ویلي وه چې دی فکر کوي روسیه له طالبانو سره د وسلو او یو شمیر نورو برخو کې مرسته کوي.

هغه وړاندې وویل چې روسیه غواړې د نړۍ په دې برخه کې خپل اغیز زیات کړي.

خو ماسکو د امریکايي جنرال دا ادعاوې رد کړې وې چې ګواکې له افغان طالبانو سره مرسته کوي.

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل داسې غلط راپورونه یواځې ددې لپاره خپرېږي چې په افغانستان کې د امریکا ناکامه پوځي او سیاسي رول ته د وړو یوه پزه کیږدي.

طالبانو هم تیره ورځ د یوې اعلاميې په خپرولو سره دا خبره رد کړیده چې ګواکې له روسیې څخه په پوځي برخه کې مرسته ترلاسه کوي.

په سوریه کې د امریکا او روسیې ترمنځ د شخړو ترڅنګ داسې ښکاري چې دواړه هیوادونه په جګړه ځپلي افغانستان کې هم خپله سیالي کوي.

امریکايي ځواکونو د افغانستان د ختیځ ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش په وړاندې خپل تر ټولو ستر بم چې د بمونو مور ورته ویل کیږي وکاروه.

افغان حکومت ویلي چې پدغه بمې برید کې د داعش ۴۳ کسان وژل شوي او ملکي وګړو ته پکې هیڅ ډول تلفات نه دي اوښتي.