په افغانستان کې د اینده ګامونو په اړه د مغربي ملکونو غونډه

د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن

د امریکې په شمول د یو شمېر مغربي ملکونو خارجه وزیران په افغانستان کې د خپلو اینده ګامونو په اړه د ګل، دوشنبې، په ورځ غونډه کوي.

د امریکې خارجه وزارت سټېټ ډپارټمنټ د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل امریکا به د "کلیدي همکارانو" د غونډې کوربتوب کوي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه د خارجه وزیرانو غونډه افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا دپاره د اکست ۳۱ نېټې مېعاد نه یوه ورځ کېږي.

د امریکې ترڅنګ په غونډه کې به د کېنېډي، فرانس، جرمني، اټلي، جاپان، برطانیه، ترکي قطر، یورپین یونین او د نېټو نمایندګان شرکت کوي. سټېټ ډپارټمنټ په خپل بیان کې وویل د غونډ برخه وال به په افغانستان کې د اینده دپاره د متفق دریځ په جوړولو غور کوي.

وایټ هاوس ویلي د کابل هوايي اډې سره د راکټونو د حملې باوجود د انخلا عمل بغیر د خنډ دوام لرلو

د انټرنېټ دلارې کېدونکي غونډې وروسته به د امریکې خارجه وزیر انېتني بلېکن په افغانستان کې د امریکې د ورستیو هلو ځلو حال د خبریالانو سره شریکوي.

د خاجه وزیرانو غونډه

د امریکا خارجه وزارت ویلي د انټرنېټ د لارې کېدوکې غونډې کوربه توب به امریکا کوي او پکې به د کنېډا، فرانس، جرمني، اټلي، جاپان، برتانیه، ترکي، قطر او یورپي هېوادونو ترڅنګ د نېټو غړو هېوادونو خارجه وزیران ګډون کوي.

دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې د امریکا لخوا د افغانستان نه د انخلا په نېټه کې یوه ورځ پاتې شوه او د شل کاله جګړې وروسته څو اوونۍ وړاندې طالبانو بېرته په کابل قبضه تر لاسه کړی ده.

د خارجه وزارت لخوا بیان کې ویلی شوي چې خارجه سکتر اېنتني بلېنکن به د غونډې وروسته مطبوعاتو سره د افغانستان په د شوو فېصلو په اړه خبرې کوي.

د انخلا عمل

د کابل حامدکرزي نړیوال هوايي مېدان نه د افغانانو اوخکلو د عمل لاندې تر پرون اتوار یکشنبې پورې نزدې 120,000خلک راوخکلي دي.

د افغانانو د اوخکلو لړی روانه ده خو د کابل نه د واېس اف امریکا خبریالان خپلو رپورټونو کې وايي او خلک ډېر په ګرانه ائیرپورټ ته رسي او یوشمې افغانان د طالبانو لخوا په چېک پوسټونو ایسار شوي دي.

وایټ هاوس ویاندې جن ساکي ویلي دي چې صدر جو بایډن ته په کابل ائیرپورټ د تازه راکټي بریدونو او د افغانانو انخلا په اړه تازه حال ورکړی شوی دی پوځي کمانډرانو ته امر شوس چې د ځواکونو د تحفظ د پاره دې هڅې ډبل او لمړیتوب کې وساتلی شي.

د افغانستان نه د امریکا او اتحادیانو د انخلا عمل سبا د نهې شېشنبې په ورځ د اګست په ۳۱ نېټه په داسې حال کې سرته رسي د تېر زیارت په ورځ په کابل ائیرپورټ ځان مرګه برید کې د ۱۳ امریکايي عسکر او 169 افغانان وژل شوي وو.

د امریکا خارجه وزیر اېنتني بلېنکن ویلي دي چې د انخلا د مشن د پاتې اخېرنی ورځې ډېرې خطرناکې دي.

د ریپلکن ګوند لخوا د انخلا په منصوبه باندې سختې نیوکې روانې دي او سېنېټر بن سېسي ویلي د منصوبه نه وه هسې خبرې وې.

د وایټ هاوس په بیان کې ویلي شوي دي چې امریکايي پوځ د هغه ډرون برید پلټنې هم کوي چې پکې په کابل ائیرپورټ د برید پلانونکي دداعش خراسان وسلوال په هدف شوي دي. او بیا دعوه شوې چې برید کې بیګناه خلک ویشتلی شوي دي چې پکې د واشنګټن پوسټ د رپورټ ترمخه د یوې کورنی زنانه او ماشومانو په شمول نهه کسان شامل دي.

د سېنټکام ویاند کېپټن بل اربن د اتوار په ماښام یو بیان کې ویلي دي چې دوي د هوائي برید د نتیجو جاج اخلي او ویلی شوي دا ځاني زیانونه کېدی شي په ګاډي کې د چاودېدونکو موادو له وجې شوی وي. خو دوي به یې مزید پلټنې کوي.