د امریکې د مرستیال صدارت نوماندانو په لومړۍ مباحثه کې د یو بل پر پالیسیو په نرمه لهجه نیوکې وکړې

د امریکې صدارتي ټاکنو ته د صدارت لپاره د ډیموکرېټ ګوند د کاملا هېریس او ریپبلکن ګوند د ډانلډ ټرمپ له صدارتي مباحثې وروسته د دوی دواړو مرستیالانو جې ډي وېنس او ټیم والز نن خپله لومړۍ صدارتي مباحثه وکړه او دواړو خپلې پالیسۍ بیان کړې.

دا مباحثه په نیویارک ښار کې د امریکې د سي بي ایس نیوز په سټوډیو کې وشوه او دواړو په پیل کې تر روغبړ وروسته په شاوخوا 120 منټه مباحثه کې د ټیلیویژن د کوربنو پوښتنو او د یو بل خبرو او دعوو ته جوابونه وویل.

دواړه مرستیالو نوماندانو د منځني ختیځ د بحران، د کډوالو، ټېکسونو، د میندو د حمل ضایع کولو، موسمي بدلون او د امریکا د اقتصاد په اړه تود بحث وکړ او د یو بل د راتلونکي او تېر حکومت پر تګلارو یې پوښتنې او نیوکې وکړې.

په ټاکنو کې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ مرستیال سنېټر جې ډي وینس پوښتنه وکړه چې ولې کاملا هېریس د صدر بایډن په انتظامیه کې د کار پر مهال د ګرانۍ، کډوالۍ او د اقتصاد د ستونځې د حل لپاره ډېر څه نه دي کړي:

"که کامله هېریس د منځنۍ طبقې د ستونځو د حل کولو لپاره دومره لوی پلانونه لري، نو باید اوس یې تر سره کړي".

د صدارتي ټاکنو لپاره د واکمن ډیموکرېټ ګوند مرستیال پخواني ګورنر ټیم والز ډانلډ ټرمپ د یو بې ثباته مشر په توګه یاد کړ چې وایي ارب پتیانو ته یې لومړیتوب ورکړی دی.

ښاغلي والز د کډوالۍ پر مسله په کاملا هېریس باندې د ښاغلي وینس تنقید ته په جواب کې پر ټرمپ نیوکه وکړه چې وایي د دې کال په پیل کې یې په کانګرس کې په ریپبلکن غړو باندې فشار راوستی وو چې د پولې په اړه دوه اړخیزه قانوني مسوده پرېږدي.

ښاغلي والز د کډوالۍ په اړه وویل، "په زموږ کې اکثر دا حل کول غواړو. ډانالډ ټرمپ څلور کاله وخت درلود چې دا کار وکړي او امریکایانو! هغه له تاسو سره ژمنه کړې، دا به څومره اسانه وي".

د ډیموکرېټ والز او ریپبلکن وینس تر منځ دا یواځینۍ مباحثه او کېدای شي دا یو بل ته د دوی د مخامخېدو وروستۍ سیالي شي. د صدارتي ټاکنو لپاره د نوماندانو کاملا هېریس او پخواني صدر ډونالډ ټرمپ تر منځ هم بله مباحثه نه ده ټاکل شوې.

که څه هم د دواړو ګوندونو امیدواران په خپلو انتخابي کمپېنونو کې پر یو بل کلکې نیوکې کوي او کله کله خو یو بل ته له سپکاوي ډک توري کاروي، خو په دې مباحثه کې دواړو د یو بل خبرو ته په سړه سینه او په احترام جوابونه ویل.

د مرستیال صدارت لپاره د دواړو نوماندانو دا لومړۍ مباحثه په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ د زیاتیدو په اړه پیل شوه.

ډیموکرېټ ټیم والز وویل ټرمپ ډېر "دوه زړی" او د زورورو خواخوږی دی چې د زیاتیدونکې شخړې د حل کولو لپاره به پرې باور وشي، خو د ټرمپ مرستیال جې ډي وینس په ټینګار سره وویل،‌ټرمپ د خپلې واکمنۍ په مهال نړۍ ډېر پرامنه کړې وه.

له ریپبلکن جې ډي وینس څخه وپوښتل شول چې ایا هغه به پر ایران د اسرایل د ممکنه جوابي برید ملاتړ وکړي که نه، وینس وویل چې هغه د اسرایل فیصلې ته ته اهمیت ورکوي خو ډیموکرېټ ټیم والز دې پوښتنې ته مخامخ جواب ور نه کړ.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.