د واشنګتن پوسټ اېکسپرېس مجله د موباېل ټېليفونونو لکبله بنده شوه

washington Metro Express

د واشنګټن ډي سي د فېډرل سنټر مېټرو مخې ته نن هغه غږ غلی وو چې هره ورځ به يې په خپل انداز کې وېل،"its free, take it!" " واخلئ ، دا وېړيا دی."

ځکه چې نن واشنګټن پوسټ خپله وېړيا مجله اېکسپرېس اوتړله.

د ننۍمجلې په آخيري اېډيشن ليکل شوي: "هيله مند يو چې تاسو د خپلو فونونو نه خوند اخلۍ." اکثره خلک د دغې وېړيا مجلې په تړلو خفه دي.

اېس ګي اېم ګوزم وايې په اېکسپرېس پسې ځکه خفه دی چې په ګاډي کې په ناسته ناسته به د ټول ښار نه خبر شو.

"دا د اېکسپرېس اخري ګڼه ده زه ډېر خفه يم چې دا بندېږي دا په ګاډي کې زما د لارې ملګرې وه زه به يې د ټول ښار د خبرونو نه خبرولم."

مېرمن اېن رېمسي هم د اېکسپرېس مجلې په بندېدو خفه ده او وايې وېړيا به يې د هرډول خبرونو لوستل.

Washington Express Daily

" زه ډېره خفه يم، ما به په دې کې د ټوېټر او نورې سوشل مېډيا نه بغېر مهم خبرونه کتل، او بله دا چې ما به په دې کې غرمې په دمه کې د کراس پزل لوبه کوله چې ځوابونه به يې په بله ورځ چاپېدل."

د دغې مجلې اېډېټرډېن د مجلې د تړلو په اړه ويلي په کال ۲۰۰۳م کې چې کله هغوي اېکسپرېس مجله شورو کړه هغه وخت نه ايې فون وو، نه فېس بک، نه ټوېټر وو او نه انسټاګرام. هغه وخت به دوي د ورځې په حساب تر ۵۰۰۰۰۰ پورې کاپيانې چاپ کولې او په رېل ګاډو او بسونو کې به هر دريم تن سره په لاس کې د اېکسپرېس مجله وه خو وايې نن چې دی په رېل ګاډي يا مېټرو کې روان وو نو په ټول ګاډي کې صرف درې کسانو سره اېکسپرېس مجله په لاسو کې وه.

په دغه وېړيا مجله کې به د امريکا او نړۍ اکثره مهم خبرونه چاپ کېدل او د رېل ګاډو او بسونو په اډو به خلکو ته وېړيا ورکول کېده، په دغه مجله کې به ځايي کاروباريانو خپل اشتهارونه خپرول، او د مجلې ټول اخراجات به ترې پوره کېدل.

دغسې وېړيا مجله "مېټرو" په لندن کې هم چاپ کېږي، او دنړۍ نورولويوښارونو کې هم دغسې مجلې چاپ کېږي.

د دغې مجلې د بندېدلو سره ۱۴ خبريالانو او ۷۵ وېشونکو هم خپل روزګارونه بېللي دي او ځآيې کاروباريان او لوستونکي ورپسې ډېر خفه دي.