پاکستان کې هر کال د ککړو اوبو څښلو د لاسه زرګونو خلک مري

د څښلو لپاره پاکو اوبو په اړه کار کونکې نړیوالې ادارېواټر ایډ وینا ده پاکستان کې ۹۰ فیصده اوبه په نړیوال معیار سمې نه دي او هر کال د ککړو اوبو څښلو او د دغې د لاسه پيدا کیدونکي ناروغیو له امله په ګرد هیواد کې د ۵۰۰۰۰ نه سوا کسان خپل ژوند د لاسه ورکوي.

د صحت په اړه شوې څیړنو تر مخه په پاکستان کې هر کال په زرو کې ۱۰۰ کسان د ککړو اوبو د استعمال له کبله د خېټې د یو شمیر ناروغو سره مخ کیږي او په دغو کې لویه شمیره د ماشومانو ده.

ډاکټر عبدالوهاب د ډیوه ریډیو بي بي شیرینه خپرونه کې د پاکو اوبو په اهمیت او د ککړو اوبو په نقصانونو د خبرو په وخت ویلي د ګرمیانو په موسم کې یو شمیر ناروغۍ د اوبو له امله خوریږي. د هغه په وینا په دې ورځو کې د خېټې خرابیدل (دست)، قی، هیضه، ملیریا او داسې یو شمیر نورو ناروغو لوې سبب ککړې اوبه دي.

ډاکټر وهاب وايي ٫٫ دا ناروغیانې زیات تره ماشومانو ته لږي او ډیر زیات يې کمزوري کړي او حال دا چې د مرګ خولې ته يې ورسوي. په ګرمیانو کې د خوریدونکي ناروغیانو نه علاوه زیړی، ټایفاېډ (معیادي تبه)، د څرمن او غوګونو یو شمیر ناروغۍ هم د ګنده اوبو له کبله ماشومانو ته لږي.٬٬

د ډاکټر په وینا د ماشومانو لپاره بیا تر ټولو خطرناکه ناورغي د هیضې ده ځکه د دغې د لاسه ماشوم د لسو نه تر دولسو ورځو پورې د کاره اووځي. ډاکټر صیب وايي د ۵ کالو نه کم عمره ماشومانو بیا د ډیرو ورځو پورې د هیضې ناروغي نه شي برداشت کولی ځکه په دغه عمر کې د هغو وجودونه وده کوي او د هیضې ناروغۍ له امله د هغو د وجود وده ودریږي.

په ګرمیانو یا د وړي په موسم کې د قی او دست ناروغیانې ډیرې زیاتې وي. د صحت ماهرین وايي که یو ماشوم ته دغه ناروغۍ وشي نو سمدستي دوي ته نمکول (او ار ایس) ورکول شروع کړئ. او یا اېشېدلی (خوټکیدلې) اوبو کې د یخیدو وروستو په خپل مقدار مالګه او چېنی ورګډ کړئ او ماشوم ته يې د هسپتال رسیدو پوری ورکوئ. د دې کولو سره به د ماشوم په وجود کې د ابو کمی برابر وي.

ډاکټران وايي چې ماشومان د پاکو اوبو څښلو او لاسونو وینزلو سره د قی او دست په شمول د٧٠ فیصده نورو ناروغو نه بچ کیدی شي.

د صحت ماهرین وايي په خلکو کې د پاکو اوبو د استعمال او د ککړو اوبو نه د ځان او کورنۍ د بچ کولو لپاره پوهه راوستل ډیر مهم دي. د یوې غیرسرکاري ادارې د شمیرو تر مخه په پاکستان کې یو کروړ او ۶۰ لکه خلک د څښلو لپاره پاکې اوبه نه لري.

په خیبر پښتونخوا کې د نړیوال معیار د اوبه خور د پاره یو ښه نهري نظام موجود دی خو د ابادۍ د زیاتولي اود خلکو د کم علمۍ له وجې زیاتره خلک استعمال شوي او ککړې اوبه هم دغه نهري نظام کې شاملوي. دغه ککړې اوبه بیا خلک پټو او فصلونو له هم ورکوي چې لا هم د نورو زیانونو سوب جوړیږي.

د ککړو اوبو له امله په عامو خلکو او په خاصه توګه ماشومانو ته لږیدونکي ناروغیانو په اړه د ډاکټر عبدالوهاب مرکه په لاندیني لنک اوریدی شئ.

Your browser doesn’t support HTML5

د ککړو اوبو له امله پیدا کیدونکي ناروغۍ