دصحت نړیواله اداره وايي تورزیړی هر کال په زرګونو کسان وژني

نوې شمېرنې ښیې چې په نړۍ کې تقریبا ۳۲۵ میلیونه کسان هیپټایټیس بي او هیپټایټیس سي وایرس یا تور ژیړي لري. د روغتیا نړیواله اداره یا ډبلیو اچ او وايي اکثره دغه کسان له دې خبر نه وي چې پدغه وایرس باندې اخته شویدي.

د صحت نړیوالې ادارې یا ډبلیوـ ایچ ـ او ویلي په نړۍ کې هر کال د هیپټایټیس بي او هیپټایټیس سي یا تور ژیړي د لاسه خپل ژوند د لاسه ورکوي. اداره زیاتوي زیاتره خلک د تور ژیړي علاج سهولتونه او دوایانې نه لري.

نوې شمېرنې ښیې چې په نړۍ کې تقریبا ۳۲۵ میلیونه کسان هیپټایټیس بي او هیپټایټیس سي وایرس یا تور ژیړي لري. د روغتیا نړیواله اداره یا ډبلیو اچ او وايي اکثره دغه کسان له دې خبر نه وي چې پدغه وایرس باندې اخته شویدي.

ډبلیو اچ او دا هم ویلي چې له علاج نه لیرې پاتې شوي کسان د ځګړ د دوامدارو ناروغیو، سرطان او حتی د مرګ له خطر سره مخامخ دي.

په ډبلیو اچ او کې د هیپټایټیس د نړیوال پروګرام مشر ګاټفرایډ هیرنشال وايي یواځې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د هیپټایټيس یا ژیړي د ناروغۍ له امله تر یو عشاریه درې میلیونو کسانو پورې مړه شویدي.

نوموړی زیاتوي چې په همدې شمېر کسان د ټیوبرکلوز یا نري رنځ د ناروغۍ په ترڅ کې هم مړه شویدي.

ګاټفرایډ هیرنشال وړاندې وویل د ژیړي له امله دومره کسان مري چې حتي د اچ ای وي ایډز او ملیریا له امله هم نه مري. ښاغلی هیرنشال وايي:٫٫ د هیپټایټیس او ددغو دریو ناروغیو ترمنځ توپیر پدې کې دی چې د ژیړي له امله د مړینې کچه لوړه ده او ددغو دریو نورو له امله د تیرو کلونو په مقابله کې د مړینې کچه ټیټه شویده. د ۲۰۰۰ میلادي کال راهیسي تر ۲۰۱۵ کاله پورې مونږ ولیدل چې د ژیړي څخه د مړینې په شمیره کې ۲۲ فیصده زیاتوالی راغلی.٬٬

هیرنشال وړاندې وویل ددغو مړینو مخنیوی کیدای شي، او داسې واکسینونه او درمل شته چې ددغه ویروسي هیپټایټیس مخنیوي او درملنه وشي.

ده دا هم وویل چې داسې یو ماثر واکسین هم شته چې له مور څخه ماشوم ته د هیپټایټیس د انتقال مخنیوي کوي او کم عمره ماشومان له دغې ناروغۍ څخه بچ ساتي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې دغه چارواکې زیاتوي چې په هیپټایټیس سي اخته کسان د ویرس ضد درملو په واسطه تداوي کیدای شي.

دغه ډول ناروغانو ته د ویرس ضد درمل هره ورځ د دوه یا دریو میاشتو لپاره ورکول کیږي. له نیکه مرغه د ژیړي د درملو بیه هم له پخوا ډیره زیاته کمه شویده. پخوا به دا درمل ۸۴۰۰۰ ډالر کیدل خو اوس یې بیه په اکثرو هیوادونو کې یواځې ۲۰۰ ډالرو ته راښکته شویده.