جميعت علما اسلام ف ګوند به په پاکستان کې د تحريک طالبان پاکستان د حملو په مخنيوي کې بريالی شي؟

په پاکستان کې هم د جمیعت علما اسلام ډلې یو مرکزي مشر او د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ پخواني غړي مولانا کفایت الله کابل ته د ګوند د مشر د سفر په وخت ویلي چې د طالبانو د جګړې علت په هېواد کې د شریعت نه نافذول دي

د پاکستان د مذهبي سياسي ډلې مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ کې افغاسنتان ته د تللي پلاوي ظاهري حدف دا دی چې څنګه په پاکستان کې دننه په امنیتي ځواکونو د تحريک طالبان پاکستان ډلې له خوا د بریدونو مخه ونېسي.

خو د یاد ګوند بل مخه وریز غړي مولوي کفایت الله د طالبانو د حملو لپاره عذر ورکړی او وايي د حملو علت په هېواد کې د شریعت نه نافذول دي.

‎که طالبان د شریعت لپاره د ټوپک او جمیعت العلما اسلام په پارلېمان کې د قانون جګره کوي نو افغانستان ته د مولانا فضل الرحمان سفر څومره پورې د تحریک طالبان پاکستان د روانې جګړې ودرولو کې بریالی کېدای شي؟

‎د وي او ای ډيوه احسان محمد خان په دې اړه د څېړونکو نظر پوښتلی او څېنکار بريګيډير سيد نظير ورته وايي "د هغوي چې کوم دريځ دی نو هغه د سپين او تور کې دی. يا سپين دی او يا تور دی اوپکې منځينۍ لار نشته. او هم دا وجه ده چې د هغې څه حل نه راووځي. چې يا به قانون د اسلام مطابق کيږي او زمونږه چې څنګه اسلام وي د هغې مطابق او دوی دا وايي چې د پارليمان د لوري، نو دا منځ کې يو خڼد دی".

‎جمیعت علما اسلام او نور مذهبي ګوندونه یو ځل بیا په روانو انتخاباتو کې د مذهب په نامه د اولس نه د ووټ اخستلو نعرې وهي. او د جمیعت په ګډون نورې مذهبي سیاسي ډلې په پاکستان کې تل د طالبانو سره د خبرو کولو ملاتړ کوي. یادو ګوندونو په افغانستان کې هم د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ هرکلی کړی دی.

په پاکستان کې هم د جمیعت علما اسلام ډلې یو مرکزي مشر او د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ پخواني غړي مولانا کفایت الله کابل ته د ګوند د مشر د سفر په وخت ویلي چې د طالبانو د جګړې علت په هېواد کې د شریعت نه نافذول دي.

‎مفتي کفايت الله ډيوه ته ويلي "د ټي۔ټي۔پي مطالبه څه ده، ټي۔ټي۔پي وايي تاسو شريعت راوالئ او تاسو شريعت نشئ راوستی سل فيصده نو تاسوففټي فيصده راولئ. او دا شريعت مطالبه قانون ايين اود پاکستان مطابق ده. زمونږد طالبانو مخ دی او هغه (ttp) د ټوپک ده. زما څېره خو پرامن ده نو زما دوی کله مني؟ زه ورته وايم سود ختم که نو نه يې ختموي، دجمعې چهټي نه راولئ نومعنا دا ده چې شپږ اويا کلونه تېر شو اويوګام هم نه دی اغيستی شوی".

‎په پاکستان او په ځانګړې توګه يه خيبر پښتونخوا کې د مذهبي ګوندونو، جمیعت العلما اسلام او جماعت اسلامي، په پخواني صوبايي اېتلافي حکومت تر اوسه دا تور پورې کېږي چې په پښتونخوا کې د یاد اېتلاف په واکمنۍ کې افغانستان ته څېرمه د صوبې په ډېرو سیمو کې ځايي طالبان پېدا شول.

‎په دې اړه د نړيوالو چارو استاد او څېړونکي پروفيسر اعجاز خټک ډيوه ته وويل "په پاکستان کې یو ځل بیا عمومي ټاکنې راتلونکې میاشت کې کېدونکې دي. او په ټاکنو کې د بري لپاره دا ځل بیا مذهبي ګوندونه ولس نه د ووټ اخستلو لپاره د شریعت خبره کوي.

خو د پاکستان د اساسي قانون تر مخه په اوسني قانون کې بدلون او راتلونکو قانوني مسلو د حل لپاره واکمن ګوند یا ګوندونه اکثریتي رایو ته اړتیا لري. مذهبي سیاسي ګوندونه تر اوسه په مرکزي پارلېمان کې په اکثریت ګټلو کې ناکامه دي البته یاد ګوندونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پښتنو په سیمو کې اکثره رايی ګټي".