جینکو په تعلیم طالبانو د بندیز په ځواب کې ورلډ بېنک په افغانستان کې خپله منصوبه ودرولې ده

د جینکو په تعلیم د طالبانو بندیز ته ورلډ بېنک سخت عکس العمل ښودلی او رایټرز خبري ادارې د بېنک د چارواکو له قوله ویلي دي چې دوي په افغانستان کې د تعلیم، صحت او زراعت په څلورو منصوبو کار ودرولی دی

د افغانانو سره مرستې دپاره د ملګرو ملتونو غونډه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په جېنبوا کې کېږي چې د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل انتونیو ګڼرېش به یې پرانېسته کوي.

په دې غونډه کې به د امریکا، غربي او عرب نړۍ په شمول د یوشمېر حکومتونو او مرستندویه ادارو چارواکي شرکت کوي.

بلخوا د شپږم ټولګي نه پورته د جینکو په تعلیم د طالبانو د بندېز په عکس العمل کې ورلډ بېنک په افغانستان کې د 600 میلینه ډالرو مالیت په منصوبو کار ودرولی دی.

د ملګرو ملتونو د کانفرنس نه وړاندې د برتانیي حکومت د شورو، چهار شنبې، په ورځ د انساني ژوند بچ کولو او نور امداد په ترڅ کې د افغانستان سره د 286 میلینه پاونډز امداد اعلان کړی دی. چې 374 میلینه امریکايي ډالره جوړېږي.

د ملګرو ملتونو ویاند جېنز لېرکي ویلي دي د برتانیه لخوا چې د افغانستان سره کومې مالي مرستې اعلان شوي د اېښودی شوي 4.4 اربه ډالرو دیارلس فیصده جوړېږي.

د ملګرو ملتونو غونډه په داسې حال کېږي چې تېره اوونۍ افغان طالبانو د شپږم ټولګي نه بره د جینکو په تعلیم بندېز لګولی او د جینکو تعلیمي ادارو د پرانېستلو د خپل اعلان نه په شا شوي دي.

ملګرو ملتونو، امریکا، پورپین یونین او د نړۍ یوشمېر حکومتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو د طالبانو لخوا د شپږم ټولګي نه بره د جینکو په بندېز د فېصلې سخت غبرګون ښودلی او وايي دا ګام به افغانستان ته ژور مالي زیانونه ورسوي.

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان کې دا وخت 33 میلنه خلک د لوږې سره مخ دي او 95 فیصده افغانان پوره خوراک نشي ترلاسه کولی. د دې ترڅنګ د 10 میلینو ماشومانو ژوندونو ته خطر جوړ دی.

بلخوا د جینکو په تعلیم د طالبانو بندیز ته ورلډ بېنک سخت عکس العمل ښودلی او رایټرز خبري ادارې د بېنک د چارواکو له قوله ویلي دي چې دوي په افغانستان کې د تعلیم، صحت او زراعت په څلورو منصوبو کار ودرولی دی.

د نړیوال بېنک چارواکو ویلي دوي افغانانو سره دغه مرستې د ملګرو ملتونو د ادارو په مرسته کولی. دوي خپلو اندېښنو کې ویلي باید په دغه منصوبو کې ښځو ته برابر برخه ورکړی شي.