د جمهوریت نړیواله ورځ: څېړونکي وایي په پاکستان کې پوځي مارشل لاء ګانو جمهوریت غوړېدو ته نه دی پرېښی

د جمهوریت د نړیوالې ورځې ۱۵م ستمبر په موقعه پوهان وایي پاکستان د خپل جوړښت نه واخله تر دې ساعته پورې کمزوری جمهوري ملک پاتې شوی دی اؤ تیرو ۷۷ کلونو کې پاکستان کې پوځي مارشلا ګانې لګیدلې وې او سیاسي حکومتونو ته پوره اختیار نه دی ورکړل شوی.

څیړونکي نظر لري چې د پاکستان د سوکالۍ او ترقۍ دپاره دلته مضبوط پارلیماني جمهوریت ضروري دی.

ملګرو ملتونو په کال ۲۰۰۷ کې د ستمبر ۱۵مه نېټه د جمهوریت نړیواله ورځ اعلان کړې وه.‌ د هغه وخت راهسې دا ورځ‌ یوه کلیزه موقعه وي چې په ټوله نړۍ کې جمهوریت ته کتنه وشي.

پوهان وایي ۱۹۴۷ کې د پاکستان له جوړښت وروسته ملک نهه کاله بغیر له آییني نظامه چلیدو خو کال ۱۹۵۶ کې چې وفاقي آیین منظور شو نو دوه کاله پس ملک کې وړومبۍ مارشل لا دغه آیین معطل کړو.

دوي وایي تیرو ۷۷ کلونو کې درې دیرش کاله پوځي آمران نیغ په نیغه د ملک واکمن پاتې شوي دي او باقي باقي پاتې ۴۴ کلونو کې یا خو د ریاستي معاملو چلولو د پاره آیین نه و موجود او یا سیاسي واکمنو ته پوره واک نه ؤ ورکړل شوی.

د پیښور پوهنتون د امن او شخړو د مطالعاتو د څانګې مشر پروفیسر ډاکټر جمیل احمد چترالي وي او اې سره خبرو کې وایي "وخت سره سره جمهوري قوتونه د یو سخت فشار سره مخامخ دي. دوي باندې یو غټ پریشر دی. او دا پربشر صرف د انټرل ملټري اسټیبلشمنټ طرف نه نه دی. دې کې بیروني عوامل هم شامل دي"

د هغه په خبره، د دنیا هر قوت چې په یو بل ملک باندې یا په بل ریاست باندې قابضه کیدل غواړي نو هغه ته جمهوریت سره مقابله کول ګران وي. نو هغه بیا ډکټیټرشپ سپورټ کوي. دا عمل دلته هم شوی دی.

ډاکټر جمیل احمد چترالي زیاتوي موجوده جدیده نړۍ کې د ریاست درې اهمې ستنې یا ادارې یعني مقننه، انتظامیه، او عدلیه دي او د د ریو واړو کار اختیار او حدود معلوم دي.

هغه وایي،یوه د ریاست د نظام چلولو د پاره قانون جوړوي. بله دغه قانون عملي کوي او او دریمه د قانون او آیین د تشریح کولو فرض ترسره کوي. ددې نه علاوه ریاست کې دننه کار کونکې ټولې محکمې دي،پوهان وایي کله چې محمکې د ادارو کار شروع کړي نو دې سره ملک کې جمهوریت کمزوری شي

د پیښور پوهنتون د صحافت استاذ ډاکټر عرفان اشرف ډيوه ته وویل،پاکستان کې ورځ تر ورځې محکمې یوازې د ادارو حقوق سلب کوي نه بلکې ادارې یرغمال کوي.

هغه وایي" مونږ دا کتلي دي چې وار آن ټیرر دا شل دوه ویشت کاله هاغه وخت ؤ چې دې کې عملي طور باندې پاکستان کې جمهوریت سلب شو. جمهوریت یرغمال شو. زمونږ ادارې یرغمالې شوې. دوي باندې محکمې کښیناستلې. او چې محکمې کښیناستې نو دلته کې په اصولي توګه جمهوریت پاتې نه شو"

ډاکټر عرفان زیاتوي د محکمو د خپل اختیار د چوکاټ نه د وتلو په وجه پاکستان کې جمهوریت خپلو اخیري سلګو کې دی او د جمهوریت تر ټولو مهم عنصر سیاسي ګوندونه کمزوري دي.

پوهان وایي د ملک غټ سیاسي ګوندونه یعني مسلم لیګ، پیپلز پارټي او تحریک انصاف درې واړه د لوړو ژورو نه تیر شول. اوس که دوي درې واړه ملک کې د جمهوریت د قوي کیدو د پاره په کم نه کم پروګرام موافق شول نو دې سره د جمهوریت د ودې یو امکان پیدا کیدی شي

پروفیسر ډاکټر جمیل احمد چترالي وایي"جمهوریت د پاره چانس دی، راتلونکي څلور پنځه کاله دوي ځانله یو هغه پیراډایم شفټ راولي، یو لیپ اوور راولي، مخکې ځي. او که نه. او دغه مخکې تلو کې دا ضروري نه ده چې دا موجوده شکل دې قایم وي. دغه موجوده شکل په ځایې، د اتلسم ترمیم نه پس یو قدم بل مخکې اخستی کیدی شي. یو نوی شکل راتلی شي چې هغه د مقامي کوم پولیټیکل اکانومي ده د هغې رپرزنټیشن وکړي"

پاکستان کې وخت په وخت منتخب وزیراعظمانو ته د عدالتونو لخوا سزاګانې خو ورکړل شوې دي چې پکې د پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو د تېزندۍ سزا هم شوې ده، خو په دستور ماتولو یواځې پوځي امر پرویز مشرف ته دعدالت له خوا د مرګ سزا اورول شوې وه چې په هغې هم عمل نه و شوی او هغه د روان کال په فرورۍ کې په دوبۍ کې په قدرتي مرګ مړ شو.

څیړونکي وایي د پاکستان سوکالي او ترقي پارلیماني جمهوریت سره تړلې ده. ځکه چې دلته مختلف قومونه میشته دي. چې د یو بل نه جدا جدا ژبې، تهذیب وسایل او مسایل لري.

ددوي په وینا یوچوکاټ کې ددې ټولو تړون د پاره یوازینۍ لاره مضبوط پارلیماني جمهوریت دی.