په یمن کې د ماشومانو د وژنې په اړه د امریکې او ملگرو ملتونو بېلابېل غبرگونونه

په یمن کې تېره اونۍ د سکول د ماشومانو پر یو بس هوایي برید وشو

تیره اونۍ د سعودي په مشرۍ ایتلاف په یمن کې د هغه هیواد د حکومت ضد شیعه ملیشو په ضد هوایي عملیاتو کې یو بس په نخښه کړې وو چې پکې لږ تر لږه ۴٠ ماشومان وژل شوي وو. دا ماشومان د سکول لخوا د سیل نه واپس را روان وو چې په بس ېې میزایلي برید وشو. د یمن په صعده ضلع کې ترسره شوې دې برید کې لږ تر لږه ٥٠ کسان وژل شوي او ٧٧ نور ژوبل شوي دي.

د امریکا د خارجه چارو وزارت ویاندې هېدر نووارټ ویلي دي چې امریکا د عام ملکیانو د مرگ ژوبلې په اړه معتبر حسابونه ډېر په سنجیدگۍ سره اخیستي دي. هغې زیاته کړه: «مونږ د سعودي په مشرۍ ایتلاف باندې غږ کړی دې چې د هوايي برید په نتیجه کې عام ملکیانو ته اوړیدلې مرگ ژوبلې په اړه پلټنې وکړي. د دفاع وزیر جم مټېس پدې هکله خبرې کړي دي. او یو جرنېل ېې سعودي ته لېږدلې چې دې پېښې په اړه سعودي حکومت سره خبرې وکړي.»

مېرمن نووارټ تایید کړل چې د امریکې خارجه وزیر مایک پومپیو د سعودي شهزاده محمد بن سلمان سره د ټیلي فون د لارې د دې پېښې په اړه خبرې کړي دي، خو نور تفصیل ېې وړاندې نه کړ.

څېړونکو ویلي دي چې دا لومړې ځل نه دې چې د سعودي لخوا په هوايي برید کې بې گناه خلک وژل شوي دي.

دا شخړه پس له هغې شروع شوه کله چې کال ٢٠١۴ کې د ایران ملاتړ لرونکي حوثي یاغیانو د یمن سرښار صنعا کنټرول ترلاسه کړ. څېړونکي ارون ډېوډ ملر امریکا غږ سره خبرو کې وویل: «حقیقت دا دی چې دې طریقه سره تاسو نه شي کولی چې د دې جګړې ګټلو تمه ولرئ. حوثي یاغیان د مذاکراتو مېز ته راوستو لپاره پر دوی فشار اچولو نه به څه گټه و نه شي.»

د ملگرو ملتونو سلامتي کونسل د دې پېښې په اړه شفافو پلټنو غږ کړی دی. د ملگرو ملتونو ویاند سټیفن ډوجارک وایي: «مونږه غواړه چې دا جگړه دې ودریږي، د انسان جوړ بشري بحران دې ختم شي او عام ملکېانو ته مرگ ژوبله اړول دې ودرولې شي.»

د ملگرو ملتونو لپاره ویاند سټیفن ډوجارک ویلي دي چې په جگړه کې بوخت ډلو ته بلنه ورکړل شوې ده چې د یمن لپاره د ځانګړی استازی مارټن ګریففس منځګړتوب لاندې دې د ستمبر په ٦ نېټه دې په جنیوا کې د خبرو اترو مېز ته کښینی.