د ملاله فنډ لپاره د چندو په غوښتلو تنکي محمد موسا ته د ملالې یوسفزۍ پلار افرين ویلي دي. د جینکو د تعليم نړیوال مبارز ضیاالدين یوسفزي موسا ته یو ځانگړی اډیو پیغام لیږلی او بیا یې په خپله ټویټر پاڼه ليکلي دي گرانه موسا ته حیرانونکې یې:
" یقيناً ستا زیار فرق پریباسي، په نړۍ کې د جینکو د تعليم لپاره تا په خپل کمک مونږ ټول متاثره کړو"
Dear Muhammad Musa,You are amazing.Indeed, it makes a big difference. You inspire all of us to support girls education all around world the world.👏🏽🙏♥️@MalalaFund @Malala pic.twitter.com/ggBovsPjc2
— Ziauddin Yousafzai (@ZiauddinY) February 24, 2020
محمد موسا د امرېکې د ورجینا ریاست په گریټ فالز علاقه کې د لوز اي لینډ ایلیمنټري سکول د پینځم ټولگي طالب علم دی.
موسا تیره اونۍ د علاقې په بازار او چم گاونډ کې د ملاله فنډ لپاره د چندې ټولولو یو ورځنی کمپاین کړی وو او ددغه کمپاین یې څه د پاسه دوه مینټه ویډیو جوړه کړې وه. موسا په خپله ویډیو کې یو ځای واي دی تمه کوي چې زیار به یې فرق پریباسي.
په ویډیو کې لیدل کیږي چې موسا وړومبی یو بازار "وال مارټ" ته لاړ شي، هلته کپ کیکونه واخلي او بیا د بازار په دروازه کې د ملاله فنډ سټال ولگوي چې د ملاله فنډ لپاره په کې د خلقو نه چندې غواړي.
په امریکا کې د ماشومانو دغه شان هلې ځلې د تعليم برخه وي، ماشومان ددغو چندو په بدل کې واړه کیکونه، بسکټ یا چاکلیټونه ورکوي.
موسا خپل یوه ورځنی کمپاین په خپل چم گاونډ کې ختم کړي او بیا د پی پال په لاره چنده ملاله فنډ ته منتقل کړي.
موسا 120 ډالره چنده وکړي چې په پاکستانو روپو کې 24،000 زره جوړېږي.
ضیالدين یوسفزي د موسا سره لوظ کړی چې هغه ته به د ملالې د لاسلیک سره د هغې کتاب اي ایم ملاله ورلیږي.
Your browser doesn’t support HTML5
د ښاغلي یوسفزي په ټویټر پیغام د دبۍ نه ساره جیمي بهر نومې یوې میرمن په ځواب کې ليکلي دي:
" یو رېښتونې ملگرتیا هم دغه شان وي. موسا ستا مستقبل روښانه دی"
This is what a true ally looks like! Well done Muhammad, you have a great future ahead of you 👏🏽👏🏽👏🏽
— Sarah Jaimie Bahar (@SarahJBahar) February 24, 2020
ملاله یوسفزۍ ته د جینکو د تعليم او د بې وځلو د غږ جوړیدلو په سر په کال 2014 کې د نوبل امن جایزه ورکړې شوې وه.
د هغې پس د ملاله فنډ جوړ شو. ملاله فنډ د پاکستان او افغانستان په گډون دا وخت په گرده نړۍ کې د جینکو د تعليم او پرمختگ لپاره خدمتونه کوي.