زردشت شمس له کډوالۍ ترسفارتکارۍ

د کال 1979 د سپرلي یوه رڼه ورځ وه چې د نور گل اولسوالۍ د خلیل مومندو شتمنې کورنۍ کډه اوتړله او د گاونډي هیواد پاکستان لور ته ورروانه شوه. د کورنۍ د سپین گیرو، تور سرو او زلمو پیغلو د قافلې په منځ کې څلور کلن ماشوم زردشت هم وو.

زردشت چې د خپلې کورنۍ په منځ کې د کونړ په سیند ورپورېوتلو نو پوهه نه ؤ چې له وطنه کډې ولې بارېدلې؟

د ورکوټي زردشت سر په دې نه ؤ خلاص چې افغانستان ته د روسانو ټېنکونه ولې ورننوتل، هغه نه د ماسکو د سربو جرنیلانو په نیت پوهه وو او نه د واشنگټن په سفارتي چالونو.

زردشت ته نه وه معلومه چې اسلام اباد د کابل ورور دی او که تربور. د هغه کورنۍ ته نه وه معلومه چې په افغانستان کې به جگړې تر لسیزو ورغځیږي، بلکې چاته هم نه وه معلومه. هغه گمان نه کولو چې یوه ورځ به ورته په اسلام اباد کې د کابل سفارتي ذمه وارۍ سپارل کیږي.

له سردار داوده تر ببرک کارمله

په کال 1978 کې خلقیانو او پرچمیانو کودتا وکړه. نورمحمد تر کی او د هغه ملگرو پاچا سردار داود اووژلو. مورخين وايي دغه د افغانستان او د پښتنو د تاریخ یوه داسې توره ورځ وه چې مثال یې نشته. نور محمد ترکي نه یواځې دا چې سردار دواد اووژلو بلکې میراته یې وکړه.

نور محمد ترکی په اپریل 1978 کې د یوې خونړۍ کودتا په پایله کې پاچا شو خو یو نیم کال وروسته د 1979 په سپټمبر کې خپل ملگري حفیظ الامين مړ کړو. په دسمبر 1979 کې روسانو افغانستان اونیولو حافظ الامين یې اووژلو او ببرک کارمل یې په تخت کینولو.

د نور محمد ترکي او حفیظ الامين په دور کې په کابل کې لویه خونکاري روانه وه. مخالفين نیول کیدل او وژل کیدل. ځیني جلاوطن شو او ځيني په جلاوطنۍ کولو مجبوره شول د زردشت پلار شمس الهدىٰ شمس هم په هغو کې وو چې د وژلو پلان یې ورله جوړ کړی وو او اخر چې کډه یې وکړله.

د زردشت د پلار په حقله وتلی پښتون لیکوال او مدیر بشر نوید په خپل یو مظمون کې ليکي چې په قد بېخي د وېتنامي انقلابي (هوچي منه) پشان ټیټ خو په عزم د خپلو جگو غرونو پشان هسک سر وو.

د زردشت پلار شمس الهدا شمس د خداي خدمت گار باچاخان سره

د بشر نوید په خیال دا سړى د افغان تاريخ په حواله دومره په پوخ دليل ولاړ و چې له افغان ملت نه یې د ازادۍ او خپلواکۍ نه پرته نور هېڅ نه منل!

"په دې سړي کې دومره جراٴت، جاه و جلال و چې د ثور انقلاب ته یې پوځي یونیفورم، گلونه، او هر څه واپس کړل او په خپل کونړ کې مفرور شو!"

د زردشت د کورنۍ د فخر افغان باچاخان سره فکري او شخصي تعلق

ډگروال(کرنل) نورالهدا خان د زردشت نیکه وو. د شلمې او نولسمې پېړۍ وتلی پښتون خداي خدمت گار باچاخان به چې کونړ ته لاړلو نو په نور گل اولسوالۍ کې به د ډگروال(کرنل) نورالهدا خان کره میلمه ؤ. د ډگروال صیب کورنۍ د پخوا راهسې روڼ پاله وه. د هغه یوازينی زوی شمس الهدا د افغان ملت گوند غړی او د باچاخان د سوچ منونکی وو او فکر یې کولو چې په افغانستان کې پرمختگ د نړۍ د عصري تقاضو تر څنگ ممکن دی. باچاخان په 1968-70 کلونو کې څو ځله نورگل اولسوالۍ ته ورغلی وو.

د نورګل په حجرې کې 1967 یا 1968 کې اخیستل شوی. باچا خان سره د زرشت نیکه ډګروال (کرنل) نورالهدا خان او د کورنۍ نور غړي

د زردشت پلار شمس الهدا د افغان ملت گوند د دریځ سره سم غوښتل چې د کمونیسټ رژیم پر ضد سیاسي مبارزه وکړي خو د ولي باغ دریځ بیا بدل وو او همدا وجه وه چې د ارواښاد شمس الهدا شمس د ولي باغ سره فاصله پیدا شوه. هم دغه فاصلې ته ښاغلي نوید په خپل مضمون کې اشاره کړې:

" د ده ټوله کورنۍ، واړه ماشومان او نور غړي ما د باچا خان سره په تصوير کې ليدلي دي خو په کوزه پښتونخوا کې د ولي باغ څخه لرې ډېر لرې مرور افغان!"

البته شمس الهدا خپله شخصي ملگرتیا او تعلق د ملتپالو مشرانو لکه افضل خان لالا، د ارباب سکندر خان خلیل کورنۍ او حاجي غلام احمد بلور او نورو ملتپالو سره ساتلو خو په لره پښتونخوا کې د ملت پال گوند عوامي نیشنل پارټۍ سره یې رسمي تعلق قطع کړی وو.

په 1984 کې چې کله د افغان ملت گوند مشر غلام محمد فرهاد وفات شو نو باچا خان د هغوي د ورور قدرت الله حداد کور ته فاتحې ته ورغلو. زردشت دغه مهال د نهو کالو ؤ.

زردشت شمس او په پاکستان کې پخوانی سفير حضرت عمر زاخیلوال د پښتون مذهبي مشر مولانا فضل الرحمان سره

باچاخان د افغانانو پاکستان ته په هجرت خوشاله نه وو

زردشت وايي یوه ورځ یې داسې واوریدل چې کورته کوم باچا ورغلی. د زردشت د یاداښتونو تر مخه کور یې د حداد صیب دې د کور سره نیږدې وو، دې چې په منډه منډه ورغلو نو د ارواښاد حداد صیب، د شمس الهدا او نورو افغان ملتپالانو په منځ کې يو سپین گیری سړی په کرسۍ ناست وو. زردشت وايي خبرې خو یې یادې نه شي او نه پرې هغه وخت پوهیدلو خو پلار به یې ویل چې باچا خان وویل چې په روانو حالاتو خواشینی یم او د افغانانو ترمنځ دا جنگ باید ودریږي. باچا خان پاکستان ته د افغانانو په تگ خوشاله نه وو.

د زردشت تر مخه پلار یې باچا خان ته وویل چې دويي له بدې ورځې ورغلي او بیا یوه کیسه یې ورته وکړه چې کلونه مخکې کله چې تنکی زلمی وم تاسو د کابل په پښتونستان واټ کې وینا کوله. تاسو ویل چې وروڼو زه سیلاب راخیستی یم او لاس پښې اچوم چې ځان بچ کړم خو سیلاب په مخه کړی یم. د سیند پر غاړه یو هندو او یو مسلمان ولاړ دی. مسلمان لاس نه راکوي خو هندو لاس راکوي. نو تاسو د خلکو نه تپوس وکړو چې هندو ته لاس ورکړم که نه؟ مونږ جواب درکړو چې باچا خانه لاس ورکړه! تا وویل چې دا خو هندو دی چې سور کافر وي هم لاس ورکوم چې ځان بچ کړم

نو بابا مونږ هم سیلاب راواخیستو. خلقیانو او پرچمیانو راته وطن سور اور کړلو او له بدې ورځې دلته راغلو. د زردشت تر مخه باچا خان ورڅخه په دغه جواب خفه شو.

د ولي باغ میلمانه

ولي باغ د باچاخان د زوي او د شلمې پیړۍ د لوی ملت پال سیاسي مشر ولي خان په نوم د جیندي د سیند په غاړه د چارسدې ضلعې ښیرازه سیمه ده. د زردشت پلار شمس الهدا د افغان ملت گوند مشر وو او د ملتپالنې د مکتب لاروی وو. د فخر افغان باچا خان او نورو ملتپالو سره یې هم له پخوا اړیکې درلودې.

شمس د سردار داود د حکومت ړنگیدلو پر مهال افغان پوځ کې جگړن (میجر) وو. له کودتا څو ورځې ورستو هغه ته په کابل کې ځيني باخبرو ملگرو خبرداری ورکړو چې خلقیان دې وژني. شمس الهدا خپله کورنۍ په کونړ کې پرېښودله او د پېښور په لور روان شو. ښاغلی شمس په وړومبیو ورځو کې د ولي باغ میلمه شو. د ولي باغ د میلمستیا نه پرته ښاغلي شمس ته څو ورځو پورې د ولي خان اووښي او سیاست دان نواب اعظم خان هوتي هم میلمستیا ورکړه. شپږ میاشتې ورستو د هغه کورنۍ هم پېښور ته ورورسیدله او بیا په پېښور ورسک روډ کباپیانو کې د نورو کډوالو سره دیره شو او دغه شان یوه اوږده کډوالي شورو شوه.

په پاکستان کې لومړۍ زدکړې

زردشت شمس په پېښور زرعي پوهنتون کې د زدکړو په مهال

د کډوالو د خصمانې نړیوالې ادارې یو این ایچ سي آر تر مخه د اتیایم د لسېزې په لومړیو ورځو کې څه د پاسه یو میلین افغانان پاکستان ته کډوال شوي وو. زردشت هم په دغو بې کوره شوو کې یو وو خو د زیاترو افغان کډوالو ماشومانو په پرتله هغه یې پلار د پاکستان په سکول کې ورداخل کړی وو. ورستو هغه د پېښور دزرعي پوهنتون نه د بی ایس سي ډگري واخستله او په 2006 کې یې ایم فیل وکړلو.​

د پلار او نیکه مړینې

که څه هم د زردشت کورنۍ شتمنه وه خو د کډوالۍ ورځې اسانې نه وې. زردشت وايي دغه ورځې د مایوسۍ او احساس کمترۍ وې. نوی کور ؤ، نوی خلق او نوی ماحول.

په دغه ورځو کې چې نړیوالو کومې مرستې کډوالو ته ورکولې په هغې کې به د یوې کورنۍ سم وخت نه تیریدلو. هغه وخت کې البته تگ لاره دا وه چې جهادي تنظیمونو ته ډېرې مرستې ور کیدلې. جهادیانو ته تربیې هم ورکول کیدلې. زردشت وايي نن چې په افغانستان کې کومه ناقراري ده دهغې بنیاد هم د مهاجرو په کډوالو کیمپونو کې ایښودل شوې وو. کوم خلق چې ملت پال وو هغوي نه یواځې د ډیرو مرستو نه محروم وو بلکې په ښه سترگه ورته هم نه کتل کیدل.

زردشت وايي دې د خپل نوم په وجه هم د جهادیانو د کرکې سره مخ شوې وو. هغه وايي یوه ورځ چې یوې ادارې افغان طالب علمانو ته وظیفې ورکولې نو د هم ورته خواست وکړو خو چې کله یې دده نوم زردشت واوریدلو نو ورته یې اوویل چې تا د وظیفې غوښتلو جرات څنگه وکړو؟ ورته یې اوویل ستا خو نوم هم کفري دی.

د کډوالۍ په ورځو کې ددغو سختو نه پرته د زردشت نیکه او بیا وروستو يې پلار په حق ورسیدو.

زردشت واي که څه هم دوي مهاجر وو خو کله کله به مهاجرټکی ښه نه لگیدلو. هغه وايي دا مهاجر مهاجر چې درته څوک بیا بیا واي نو دا د نسلي توپیر نښه ده. زردشت فکر کوي دا ټکی یو پېغور وو.

پاکستانی مجاهد هیرو میجر مست گل

زر دشت د میجر مست گل د افغان کیمپ د یو سفر کیسه کې واي چې یوه ورځ خلقو خبرې کولې چې یو عظیم مجاهد کیمپ ته ورروان دی.

دغو ورځو کې ډیر افغان زلمي د کډوالو په کیمپونو کې تربیه کیدل او کشمير او افغانستان ته جهاد له هم لیږل کیدل.

زردشت کیسه کوي چې 1992-93 کې کله چې نوی ځوان ؤ، د جهاد ترنامه لاندې افراطیت ته ښه په ښکاره او درز کې کار روان وو. دوي چې به جومات ته لمونځ له تلل نو هلته به هم اکثره افغانستان او کشمیر کې د جهاد لپاره د ځوانانو تیارولو دعوتونه روان وو.

د زردشت تر مخه هماغه ورځو کې د میجر مست گل په نامه یو کس چې پښتون وو او کشمیر کې د هند پر ضد جنگېدلې وو ډیر ستایل کیدلو او یو هیرو ترې جوړ کړی شوی وو.

یوه ورځ د زردشت دوي د اوسیدلو ځای چې پیښور ورسک روډ وو ته نوموړی د جماعت اسلامی گوند میلمه کړی وو او د گلونو هارونه یې په غاړه کې ورته اچولي وو. د میجر مست گل اوږدې اوږدې څڼې وې، کمانډو جیکیټ، پکول او کمیس پرتوگ یې اغوستي وو (لکه د نن داعش والا ). زردشت وايي د هغه ویرونکی تصویر ېې اوس هم په ذهن کې دی. دهغه د تگ نه ورستو ډیرو ځوانانو ارمانونه کول چې د میجر مست گل په شان مشهور شي.

زردشت واي یوه ورځ ېې یو همزولی ترورزی چې د لرې څخه ورغلی وو او ورسره اوسیدلو د یوې جهادې ډلې یوې غونډې له تللی وو او چې واپس ورغلو نو ډیر زیات متاثره شوې وو او ویل یې چې په کشمیر کې خو ډیر سخت ظلم روان دی او د مسلمان ځوان په حیث جهاد له تلل یې ذمه واري ده. د زردشت په وینا دوي دغه زلمی ډیر په گرانه د خپلې ارادې نه واړولو.

مولانا حسن جان د افغان زلمو د پاره جهاد او د پاکستاني زلمو د پاره تعليم غوښتلو

زردشت چې په پېښور کې زرعي پوهنتون کې وو نو په دغو ورځو کې په افغانستان د طالبانو حکومت وو. طالبانو به په تواتر سره د پاکستان نه خپل همفکره مذهبي مشران کابل ته بلل. یوه ورځ یې د پښتونخوا مولانا حسن جان هم جلال اباد ته وبللو.

هلته په پوهنتون کې مولانا حسن جان طالبعلمان د عصري علومو نه ویرول. مولانا ټیکنالوجي ته خیټالوجي اوویل. او طالبعلمانو ته یې اوویل چې تاسو ته د خیټیالوجي د ذدکړو حاجت نشته دی بلکې اسلامي علومو ته زور ورکړئ. هغه د ښځو د تعليم هم مخالفت کولو. دهغې په نتیجه کې طالبعلمانو عصري علوم پرېښودل او طالب مشرانو په ساینسي برخو کې هم نور ډیر شمیر مذهبي مضامین لازمي کړل.

په دغو ورځو کې به په زرعي پو هنتون پېښور کې هم د هرې جمعې په ورځ یو دستوره کیدله چې یو مذهبي عالم به ورته وینا کوله. په زرعي پوهنتون کې د جمعې د ورځې د ددغې دستورې لپاره یوه ورځ مولانا حسن جان هم وبلل شو.

زردشت او نور افغانان ملگري یې هم لکه د نورو طالبعلمانو د نوموړي اوریدلو ته لاړل. په هال کې د معمول په څېر د هلکانو تر څنگ جینکۍ هم ناستې وې. د سوال او جواب په وخت یو طالب علم تپوس اوکړو چې دا وخت اسلامي نړۍ په ځانگړی توگه افغانستان د زوال سره مخ دی، په دې حال کې مونږ ته څه کول پکار دي. نو حسن جان صیب ورته په ځواب کې اوویل چې تاسو خپل عصري تعليم ته توجو ورکړئ، انجینران، ساینس دانان او ډاکټران جوړ شئ، په افغانستان کې د جهاد لپاره خپل خلق شته دی.

زردشت واي که څه هم دغه وخت ډېر بې سوله شو خو څه یې نه شو ویلی. زردشت واي بیا یې په وحدت ورځپاڼه کې د "ساینس او ټیکنالوجي که خیټالوجي" په نوم یو مضمون ولیکلو.

زردشت په خپله لیکنه کې سوال کړی وو چې ساینس او ټیکنالوجي د پاکستان د زلمو د پاره او دایمي جهاد د افغانانو د پاره دا کوم منظق دی؟

د 9/11 د پېښې ورستو

عمران خان، حضرت عمر زاخیوال او زردشت شمس

په 2001 کې چې کله امریکایانو په طالبانو حمله وکړه او حکومت یې ورته ړنگ کړلو نو په یو څو کالو کې نړيوالو ادارو افغانستان ته مخه وکړه او تعليم یاقته زلمي یې په کارونو کې شامل کړل.

زردشت په دغو ورځو کې د جاپان په "این ایچ کی" تلویزون کې کار شروع کړو. هغه دا مهال د ماسټرۍ ډگري کوله. د نورو افغانانو په څیر دی هم ډیر زیات خوشاله او هیله مند ؤ چې افغانستان به بیا اباد شي. یو سیال حکومت او باثباته نظام به جوړ شي. امنیت او پرمختگ به راشي او هیوادوال به یې عزتمنده او خوشحاله ژوند ولري. خو شاید د زردشت دغه خوب پوره کیدل لا لرې ښکاري.

زردشت وايي د پښتونخوا د یوه مشر ملگري ژورنالیست خبره یې نه هیریږي. نوموړي به ویل چې تاسو پاکستان نه پیژنئ داسې په آسانه مو نه پریږدي. اوس خو ورسره د امریکې ویره ده ځکه څه نه وایي خو انتظار کوي چې کله امریکا واپس لاړه شي نو بیا به خپل "خلق" راوېښوي. زردشت وايي په کال 2002 کې د داسې خبرو منل آسانه نه وو او دده خیال وو چې که چري لس کاله یې وطن په کلاره پاتې شو نو وطن یې جوړیږي. زردشت وايي نن یې د خپل ملگري دور اندېشي، د امریکا غلطه پالیسي او د پاکستان دوه مختوب ومنلو.

زردشت شمس د پښتون وژل شوي طالبعلم مشال خان په یاد کې په جلسه کې وینا کوي

2004 د مهاجرت نه ستنیدل

دوه نيمې لسیزې ورستو چې زردشت افغانستان ته ستنیدلو نو چينار قد زلمی وو. هغه په دې کیسه پوهه شوې وو چې د هغه پلار شمس الهدا ولې کډوال شوې وو؟ هغه د مجاهد او طالب په هدف خبر شوې وو هغه ته لکه د نورو زرگونو افغانانو معلومه شوې وه چې د دوست په جامه کې پټ غلیمان څوک وو، هغه لیده چې له ښیرازه افغانستانه کنډواله چا جوړه کړې وه.

28 کلن زردشت شمس چې 24 کاله پس د تورخم په دروازه ورپورېوت نو د هغه منزل د کونړ نورگل اولسوالي نه وه، د هغه په اوگه د وطن ویجاړې او ژوبلې سینې ته د مرهمو لوی پیټې پروت وو. هغه په کال 2004 کې د ړنگو کړی شوو ماڼیو د ابادولو خوب ځان سره اغستی سر ښار کابل ته ورداخل شو وو.

په کابل کې لومړۍ دندې

زردشت شمس د اجرایه ریس عبدالله عبدالله سره

زردشت په کابل کې لومړی د ملگرو ملتونو سره دوه نیم کاله کار وکړو. بیا یې څه موده د امریکا په سفارت کې کار کولو. ورستو په 2007 کې د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت کې د بهرنیو اړیکو رئیس شو. بیا په 2011 کې په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت خانه کې د کلتور او مطبوعاتو اتاشي شو دغلته تر درې کالو پورې ؤ. بیا د هغې نه واپس لاړلو او یو کال یې د معارف (تعليم) په وزارت کې کار وکړو. بیا تر دوه کالو پورې کله چې وتلی شاعر عبدالباري جهاني وزير وو دهغه سره مرستیال وزير پاتی شو.

اسلام اباد ته د سفارتکار په توگه تگ

زردشت د نړیوالومشرانو سره

په کال 2017 کې زردشت په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارتخانه کې ډپټي هیډ اف مشن شو یعني د مرستیال سفیر په توگه وټاکل شو. دغه دنده هغه د کال 2019 پورې اوکړه. زردشت واي د څلورو کالو په عمر کې دغې هیواد ته کډوال کیدلو او بیا د خپل هیواد د نایب سفير په توگه ټاکل کیدلو مودې په منځ کې سفر ډېر اوږد دی.

په دې موده کې د افغانستان سره چې څه اوشو دغه کیسه هغه په خپله لیدلې وه او اوس وخت وو چې د افغانستان په ودانولو کې خپل رول ولوبوي.

زردشت شمس دپښتنې هنرمندې زرڅانگې لیدلو له روغتون ته ورغلی وو

زردشت واي که څه هم چې یې څرنگه غوښتل هغې شان به شوي نه وي خو دا یې ارمان وو چې د خپلو خلقو خدمت اوکړي. د هغه په خیال همداشان پدې خوشاله دی چې د نورو کارونو ترڅنگ د پښتونخوا اولسونو سره د اړیکو پاللو په برخه کې يې هم زیاتې هلې ځلې وکړې او رابطې يې لاپیاوړې کړې.

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفير حضرت عمر زاخیلوال او مرستیال سفير زردشت شمس

زردشت وايي په پاکستان کې د افغان سفارتخانې په مهمو کارونو کې یو کار د کډوالو خپل هیواد ته په ابرومنده توگه بیرته لیږل وو خو دې په دغه برخه کې د خپل حکومت د کمې توجو له امله ډیر مطمئین نه دی.

د زردشت په خیال په دغه دوه کالو کې داسې حالات په پا کستان کې جوړ شو چې په مهاجرو تنگي زیاته شوه.

رزدشت شمس, علي وزير او محسن داوړ

د سفارت په هلو ځلو په دې دوه کالو کې نزدې یو میلون افغانان بیرته لاړل. همداراز په دغو ورځو کې به غیر رجسټرډ شوي افغان کډوال پولیسو ډیر تنگول. د دوي د رجسټریشن کار هم شورو کړو . د دغې پروسې ذمه واري افغان سفير حضرت عمر زاخیلوال زردشت ته وسپارله. د افغان کمشنرۍ او د پاکستان د سیفران د وزرات سره په گډه دغه پروسه مکمله شوه. او څه کم شپږ لکه افغان کډوال رجسټرډ شول.

دا یوه غټه کامیابي وه . زردشت په خپلو دغو هلو ځلو خوشاله دی. دا وخت په پاکستان کې تر دوه میلیونه زیات افغان کډوال دي.

زردشت دا وخت چرته دی ؟

زردشت د پاکستان د صدر او نورو سره

د اشرف غني په واک کې د راتگ ورستو داسې بریښي چې د دولت په چارو کې ښه تعليم یافته خلقو ته اهمیت ورکول کیږي چا چې ښه زدکړې او تعليمونه کړي وي هغوي ته د ادارو واکمنۍ سپار کیږي.

زردشت چې کله په کال 2019 کې خپله دنده پوره کړله نو موقع ورسره وه چې نور تعليم وکړي.

هغه اوسمهال په لندن کې په انکشافي یا پرمختیایي مطالعاتو کې خپله پی ایچ ډي تکمیلوي.

د زردشت ارمان دی چې وطن یې سوکاله او سیال شي. هغه فکر کوي دا هر څه ممکن دي خو شرط دادی چې افغانان د یو بل منلو او د زغم کلچر خپل کړي، سوله لومړيتوب وگرځوي، اسلامیت او افغانیت چې دواړه د افغان ملت مشترک او بنیادي ارزښتونه دي پرې راغونډ او د دوست په جامه کې خپل دایمي دښمنان اوپیژني.