سعودي عربستان په کابل کې په مذهبي غونډې شوی برید غندلی دی

سعودي عربستان د نهې یا سې شنبې په ورځ په کابل کې په مذهبي غونډې باندې هغه ترسره شوی ځان وژونکی برید غندلی دی په کوم کې چې لږ تر لږه اوه کسان وژل شوي او شاخوا نهه نور ژوبل شوي وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي دي چې سعودي عربستان ددغه برید له امله له افغانستان سره خواخوږي وښوده او وویل چې د سخت دریځۍ او ترهګرۍ په وړاندې به د افغانستان په څنګ کې دریږي.

د بهرنیو چارو د وزارت په وینا سعودي عربستان د کابل د یادې پېښې د قربانیانو له کورنیو، افغانانو او افغان حکومت سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې بیړنۍ شفا غوښتې.

یو ځان وژونکي ترهګر د ګل یا دوشنبې په ورځ په کابل کې د لویې جرګې خیمې ته څېرمه هغه وخت خپل ځان والوځاوه کله چې د افغانستان تر ۲۰۰۰ زیاتو دیني عالمانو د ترهګرۍ پرضد شرعي فتوا ورکړه.

دیني عالمانو د خپلې شرعي فتوا د اعلانونو پر وخت وویل، په افغانستان کې هر ډول ځان وژونکې چاودنه، برید او جګړه د اسلام د سپېڅلي دین له نظره حرام دي.

دینې عالمانو دا هم ویلي وه چې د افغانستان اساسي قانون د سیمې له ټولو هېوادونو څخه زیات اسلامي دی نو په داسې یو هېواد کې د جهاد په نامه د جګړو کول غلط او حرام دي.

افغان ولسمشر اشرف غني د دیني عالمانو ددغې شرعي فتوا هرکلی کړی خو وسلوالو طالبانو چې واګې یې د کارپوهانو په اند د بهرنیو استخباراتو په لاس کې دي ددغې اسلامي فتوا مخالفت کړی.