شاهد افريدی: مشر قاضي دې د خپلو وړو عدالتونو خبر هم واخلي

د پاکستان د کرکټ وتلي آل راونډر شاهد افريدي د سپريم کوټ په چيف جسټس غږ کړی په وړو عدالتونودې هم نظر واچوي.

شاهد افريدي په يو ټويټ پېغام کې چيف جسټس ثاقب نثار ته ويلي،

" زه چيف جسټس ميا ثاقب نثار ته په دومره ښه کارونو مبارکي وايم د هغوي ناڅاپي دورې د اولس په ګټه دي خو زما وړانديز دا دی چې که دوي لږ وخت دې وړو عدالتونو له هم ورکړي او په دغه عدالتونو کې روان جنجال سم کړي نو دابه نوره ښه وي"

هر څه که د پاکستان سپريم کوټ د کال ۲۰۱۸م د اېجنډې لاندې د بشري حقونو لکه تعليم او صحت د کشالو په اړه عملي ګامونه اخلي خو ځنې قانوني ماهرين د سپريم کوټ دغه ډول ګامونه د خپلو اختياراتو نه تېری بلي

خو چيف جسټس ثاقب نثار د عدالتي ګامونو ملاتړ کوي او وايي دی د ټولنيزو کشالو په ضد مبارزه کوي.

"زه غواړم چې اولس ته رڼې اوبه، خالص پۍ، پاکه غوښه او سوتره ماحول په لاس ورشي"

خو په ټولنيزو رسنيو ځنې فعالين په چيف جسټس نيوکې کوي او وايي په پاکستان کې يواځې اوبه اوپۍ د بشري حقونو اساس نه دی ددې ترڅنګ بد امني، بې روزګاري، تعليم صحت اود رياستي ادارو لخوا د اولس زورول هم ددغې لړۍ برخه دي.

قانوني ماهران په پاکستان کې د روان سياسي کړکېچ په شا د رياستي ادارو ترڅنګ د عدالتونو لاس هم ګڼي او وايي د پاکستان رياست په هېواد کې د حکومتونو د بدلو کار د سپريم کوټ نه اخلي او وايي د پوځي جرنېلانو په پرتله د عدالتونه د سياسي مشرانو سره سخت چلن کوي.

خوعدالتونه دغه تورنه ردوي او وايي دوي په آزادۍ سره خپله دهنده ترسره کوي.