ناټو د خپل انټرنیټي دفاعي سیستم په ځواکمنتیا کار کوي

استونیا لومړنی هغه هېواد وو چې په ۲۰۰۷ کال کې پرې انټرنیټي یا سایبر برید وشو او د کارپوهانو په اند ددغه برید پړه په روسیې په اوږو پرته ده.

د بالکان په دې هېواد کې اوس ناټو د انټرنیټي خوندیتوب یا سایبر سکیورټي په برخه کې یو لوی مرکز پرانستی چې د ناټو د غړو هېوادونو سربېره پدې وروستیو کې جاپان هم ورسره یوځای شو.

جاپان ویریږي چې په ټوکیو کې د ۲۰۲۰ کال د المپیک لوبو پرمهال به پرې انټرنیټي بریدونه وشي.

تر اوسه پورې په نړۍ کې یو شمېر ستر انټرنیټي بریدونه په مهمو ودانیو لکه برېښنا کوټونو او د اوبو د پاکولو په کارخانو ترسره شوي.

د ناټو په دغه انټرنیټي مرکز کې سناریو په خپله جوړه شوېده چې په کې د انټرنیټي بریدونو پرضد دفاعي کړنې ترسره کیږي.

له دغه مرکز څخه سېم الاتلو وايي:

"دا هرڅه د یوې دوستانه سیالۍ په اړه دي. دا مرکز ځکه په نړۍ کې د انټرنیټي خوندیتوب تر ټولو ستر مرکز ګڼل کیږي چې د ناټو ټول غړي هېوادونه ورسره مرسته کوي. په دې مرکز کې هم له یو او بل څخه زده کړه کیږي او هم یو او بل ته په کې ښودل کیږي. "

که څه هم دغه تجربې یواځې د زده کړو لپاره کیږي خو د انټرنیټي بریدونو د ګواښونو مسله یو رښتینې مسله ده.

ښاغلي سېم وړاندې وویل:

"هر څه په ټکنالوژۍ باندې ولاړ دي نو له همدې امله هر څه هک کېدای هم شي. "

د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو د ژمي په موسمونو کې د یوکراین په برېښناکوټونو باندې هکرانو بریدونه وکړل چې له امله یې د څو ساعتونو لپاره برښنا یا بجلۍ پرې شوې وه.

کیف ددغو بریدونو تور په روسیې چې په ټوله نړۍ کې په انټرنیټي بریدونو باندې تورنه ده پورې کړ.

د اتلانټیک کونسل یو څېړونکی بېن نېمو وايي:

"که تاسو په امریکا کې د روسیې د لاسوهنې عملیاتو ته وګورۍ چې زمونږ د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۴ کال په اپرېل کې پیل شوي وو او د ۲۰۱۷ کال تر اکټوبر میاشتې پورې یې دوام وکړ ډېر ستر وو. په دغو عملیاتو کې د راپورونو له مخې سلو کسانو کار کاوه. په ټولنیزو رسنیو باندې په زرګونو اکاونټونه جوړ شوي وو او تر ۵۰ زرو زیات جعلي اکاونټونه وو. ددې سترو عملیاتو ملاتړ بیا د حکومتي رسنیو لخوا هم کېده. "

ایا د ناټو مشرانو په خپلې تازه سرمشریزه کې دداسې ګواښونو د مخنیوي په برخه کې کافي څه وکړل؟

بېن نېمو وویل:

"دوی پرې تر دوو کالو مخکې اوس ډېر فکر کوي او تاسو دا د سرمشریزې له اعلامیې څخه هم موندلای شئ. د لومړي ځل لپاره غلط معلومات د یو ګواښ په توګه وپېژندل شول. "

له ۲۰۱۴ کال راهیسې داسې پتېیل شوې چې د ناټو د یو موټي دفاع اصل یا پنځم آرټیکل کیدای شي هغه وخت هم په کار واچول شي چې د ناټو پر یو غړي هېواد انټرنیټي یا سایبري برید وشي.

په ځواب کې بندیزونه، انټرنیټي غبرګونونه او حتی د وسلوالو ځواکونو کارول هم کیدای شي شامل کړای شي.

که څه هم دا امکانات لیرې نه ښکاري خو د ناټو عمومي منشي خبرداری ورکړ چې کیدای شي انټرنیټي یا سایبر برید هومره ویجاړونکی وي څومره چې د وسلوالو ځواکونو کارول دي.