د پښتو غزل د بابا امیر حمزه خان شینواري د اته ویشتم تلین په مناسبت غونډه شوې په دغې غونډه کې شاعرانو او ادیبانو حمزه بابا یو څو اړخیز شخصیت بللی او ویل یې چې هغه د تصوف، روحانیت، قومیت او فلسفې په موضوع ګانو ژور لیکل کړي او ورسره یې غزل د کمال حد ته رسولی. نور حال د ابراهیم شینواري په راپور کې.
د خیبر ضلعې انتظامیه پلان لري چې د ضلعې په بېلابېلو برخو کښی د کاڼو د چوره کولو ماشینونو ته قانوني حیثیت ورکړي د دې سربېره به په باړه کې ۱۴ کاله وړاندې چې د پوځي عملیاتو پر وخت له پنځوسو نه زیات د ډبرو د میده کولو یا کرشینګ کوم ماشینونه تړل شوي وو هغه به بېرته فعالېږي.
د وسلې او نشيي موادو په کاروبار کښی تر ډیره حده د کمي راتلو وروستو کوله د پخوانئ نیمه قبائیلی سیمې دره ادم خېل د اوسېدونکو د معاش وسیله جوړه شوې. په سیمه کښی موجود د 200 نه زیات درنګونو کې د 5000 نه زیات تنه مزدوري کوي نور حال د ابراهيم شينواري په رپورټ کې
په تیراه کی دموجودو پولیسو په وینا زیور شاه څه موده وړاندې د غیرت په نوم اول خپل یو نارینه خپلوان وژلی ؤ اؤ وروسته یې غوښتل چې خپله پیغله لور هم ووژني خو د هغه میرمن خپله لور خوندي ځائ ته لیږلې وه اؤ زیور شاه بیا په غصه کې خپله میرمن د کور دننه وژلې وه
د کونسلرانو د خبرو په اړه چې کله وي او ای ډیوه د خېبرپښتونخوا د بلدیاتو محکمې سکتر ظهیر السلام سره رابطه وکړه نو هغه وویل چې د مرکزي حکومت په څیر صوبايي حکومت هم د مالی مشکلاتو سره مخامخ دی البته کوښښونه کوي چې بلدیاتی کونسلرانو له د اختیاراتو سره د پرمختیا فنډونه هم وکړي
یوه هدفي پېښه کې د وژل شوي یو پولیس عسکر د جنازې په مهال د پيښور دپولیسو مشر اعجاز خان ویلي وو چې هغه اوس نور دغلته د وژل شوؤ پولیسو جنازو له اوږې ورکولو د پاره نه شي تللی اؤ دا چې باید د خیبر پولیس په دغو پېښو کې دککړو کسانو درک معلوم کړي اؤ د خپلو"شهید" ملګرو بدل دې واخلي
د خیبر پښتونخوا په مارکیټونو کې خلک د اختر لپاره د اړتیا وړ توکو په رانیولو بوخت دي. ابراهیم شینواري پرې راپور راستولی.
نور کتل