ددغه احتجاج په ترڅ کښې د تورخم پولې ته غځېدلی مرکزي سړک هم نن په دویمه ورځ په مکمله توګه تړل شوی ؤ چې له امله یې لکه د پرون, نن هم په دغه لاره افغانستان سره دوه اړخیزه تجارت اؤ پیدل تګ راتګ متاثره شوی.
د داوړو ګاونډی هیوادونو لوړ رتبه چارواکي په دې موافقه شول چې پاکستان ته د راتلوونکو افغانانو د اسانتیا د پاره د اته کاله نه کم عمر افغان ماشومان به د پاکستان د ویزې نه مستثنا وي، د ورځې په کچه یو سل مریضان سره د یو ملګري یا خیال ساتوونکي به هم بغیر د ویزې د درملنې په غرض پاکستان ته راتللی شي
دافغانستان دلغمان ولایت اوسیدونکی اته ویشت کلن بلال ډیر خوشحاله ؤ چې نن, د جمعې په ورځ نزدې شپږ میاشتې وروسته دتورخم د لارې په انلاین ویزه پاکستان ته را واوړیدو.
دطالبانو لخوا دکابل اؤ نورو ولایتونو له نیولو وروسته تورخم په پوله ۱۱زره هاغه افغانان چې دبیلابیلو علتونو له امله پاکستان کښې ایسار وؤ خپل هیواد ته بېرته ستانه شوي دي.
پولیس وایي دخیبر پښتونخو قبايلی ضلعه کرم کې د زمکې په شخړه د دوؤ قومونو ترمنځ وسله واله نښته شوې چې پکې اته کسان وژل شوي اؤ 12 نور ژوبل شوي دي.
د افغانستان له اړخه دامنیتي اندېښنو له کبله پاکستان د افغانستان سره خپلې ټولې غیر رسمي لارې تړلې دي اؤ د تورخم په ګډون یې په نورو رسمي پولو دخپلو امنیتي ځواکونو شمیره زیاته کړې ده خو د تورخم پوله د دوه اړخیزه تجارت اؤ مشروط پیدل تګ راتګ د پاره خلاصه ده.
د خیبر پولیسو په سیمه کښې دمسلکي جنجالونو اؤ دمذهب په نوم داختلافونو دمخنیوي په غرض دغلته په جوماتونو کښې په کرکژنو ویناګانو اؤ په لانجمنو موضوعاتو مناظرې کولو باندې دبندیز اعلان کړی اؤ ورسره یې د متنازعه ملیانو خیبر ته په ورتګ هم بندیز لګولی دی.
دافغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان دقبائيلي سیمو اوسیدونکي هم په افغانستان کښی مخې ته راتلونکو دغه ممکنه د خطر نه ډکو حالاتو اندېښمن کړي اؤ ویره څرګندوي چې ترهګرۍ ځپلو دغو سیمو کښی به یو ځل بیا د تندلاریتوب اؤ ترهګرۍ کښې زیاتوالی مخې ته راشي.
د پاکستان مرکزی حکومت اعلان کړی چې د تورخم پولې د لارې به افغانانو ته په مشروط ډول پاکستان ته د درملنې په غرض د راتګ اجازت ورکولی شی.
په تورخم کې د اېن اېل سي یو چارواکي ویلي ادارې یې خوګه خیلو قام سره نه خو څه لوظنامه کړې او نه د داسې ډول معاهدې اختیار لري. دغه چارواکي وویل خوګه خیلو قام ته یې د کسټم نه ترلاسه کېدونکو پېسو کې برخه زیاته کړې ده
پاکستان کې دکرونا دڅار د دولتي ادارې این سي او سي دیوې نوې اعلامیې له مخې د افغانستان اؤ پاکستان تر منځه د عامو خلکو پیدل تګ راتګ تر بل اعلان تړل شوی.
د افغانستان ننګرهار ولایت د بیلا بیلو ولس والیو د قامي مشرانو ۵۱ کسیزه ډله د خالی، شنبېو په ورځ د تورخم د لیارې د خیبر ضلع لنډیکوتل تحصیل ته په دې غرض راغله چې دغلته د ځايي قامي, سیاسی اؤ مذهبی مشرانو په مشاورت اؤ مرسته په تورخم د پولې سره نژدې قامونو کسانو د پاره سفري اسانتیاوې راولي
تر دې وړاندې دا پوله دخلکو تګ راتګ دپاره اوونۍ کې دڅلور ورځو دپاره پرانستل کېده اؤ په دې څلورو ورځو کې به هره ورځ د شپږو نه واخله تر اووه زرؤ کسانو د پاکستان اؤ افغانستان تر مینځه خپل تګ راتګ کولو.
د سیمې اوسیدونکی وايي ددې باوجود چې د تختکی دنګ غرونه په ګور ځنګل پټ دي خو د نړۍ د نورو په څیر دغلته هم د موسمي تغیرونو لو وجې د بارانونو اؤ د واورې کچه تر ډیره حده کمه شوې او د باراني اوبو تالابونه وچ شوي دي
په دوه زره څلورم کې د لښکر اسلام مشري د باړې د سپاه قام منګل باغ لاسو ته په داسې حال کې ورغله چې د هاغه وخت د خیبر اېجنسۍ پولیټیکل انتظاميي د لښکر اسلام باني مفتي منیر شاکر په باړه کې د یو مخالف پیر سیف الرحمن اؤ د هغه پلویانو سره د خونړیو نښتو په تور د باړې نه ووېستلو
د کرمې دغه چوکۍ د منیر اورکزي د مرګ نه پس خالي شوي ده. د ۲۰۱۸ په عامو انتخاباتو کې هغه د سیمې نه د قومي اسمبلۍ غړی یا اېم اېن ای منتخب شوی و
نور کتل