دپاکستان دقامي سلامتيا مشير معيد يوسف ویلي چې که د امريکا صدر جوبایډن د پاکستان قيادت د پامه غورځوي نو بیا د اسلام اباد سره نورې لارې هم شته.
د پاکستان د قامي سلامتيا مشير معيد يوسف ویلي چې د دوه اړخیزه اړيکو د ښه کولو لپاره به د امریکا سره خبرې روانې وي خو د تېر وخت په پرتله به اوس دا مذاکرات د پاېلو ډک وي.
دپاکستان د سینیټ دبشري حقونو قایمه کمېټۍ دماشومانو پرضد دجسماني سزا د ممانعت قانوني مسوده2021 منظوره کړې ده چې پکې په تعلیمي ادارو اؤ د کار په ځايونو کې ماشومانو سره په جارحانه چلند بندیز لګول شوی دی.
د پاکستان د قامي سلامتيا مشير معيد يوسف پرون د ګل په ورځ د امريکا په مهم سفر تللی دی او څېړونکي وايي ددې سفر مقصد د امريکا او پاکستان ترمنځ د ګنګل شوؤ دوه اړخیزه اړیکو بيا پرځائ کول دي.
د پاکستان لپاره د چین سفير نونګ رونګ دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شېخ رشيد سره ليدل کتل کړي او دهیواد سرکاري مطبوعات وايي په دې لېدنه کې د چين سفير په دوه اړخیزه اړيکو د خبرو سره د داسو بريد په اړه د روانو پلټنو زر تر زره سرته په رسولو اتفاق کړی دی.
د امریکې دخارجه چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس پرون دګل په ورځ اوونيز خبري کانفرنس ته وویل امریکا پاکستان ته ډاد ورکوي چې د ملګرو ملتونو لخوا دنومول شوؤ تندروه مذهبي ډلو پرضد پلټنې وکړي، مقدمې جوړې کړي او هغوئ ته سزاګانې ورکړي.
د پاکستان دپارليمان برني ايوان د ترهګرۍ دمالي مرستو او په ناقانونه توګه دپېسو په لېږد دڅار د نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف دخړ نوملړ څخه د وتلو په تړاؤ يو بل قانون منظور کړی دی.
ولسمشر اشرف غني ویلي پاکستان کې ځېنې شبکې اؤ ادارې دطالبانو ملاتړ کوي اؤ دتیرې یوې میاشتې په مهال دپاکستان اؤ نورو هیوادونو نه دلسو زرو څخه زیات وسله وال افغانستان اوښتي دي.
د دفاعي چارو کارپوهان وايي څنګه څنګه چې په افغانستان کې د امنیت وضع خرابېږي او یا هلته طالبان په قدرت کې راځي هم داسې به ورسره په پاکستان او په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا کې امنيتي حالات خرابېږي.
دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي د جمعې ورځ د امريکا دبهرنيو چارو وزير انتوني بلنکن سره خبرو کې وېلي په افغانستان کې سوله د افغانستان دننه، سيمه ييزو او نړیوالو ټولو خواؤ ګډ مسولیت دی.
د پاکستان د وزير اعظم عمران خان د پارليماني چارو مشاور بابر اعوان د جولايۍ په پينځمه نېټه د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر په نوم خط ليکلی او هغه ته يې د کورني تشدد د مخنیوي قانون کال 2021 باندې د اسلامي نظریاتي کونسل د بيا کتنې خواست کړی دی.
پاکستان کې څېړونکي وايي د افغانستان د کشالې د هواري کيلي د اسلام اباد سره ده اؤ که افغانستان کې دامن عمل ناکامیږي نو د واشنګټن اؤ کابل اړېکې به داسلام اباد سره نورې هم خړیږي.
د پاکستان مرکزى حکومت سبا (پنجشنبه) د افغانستان دحالاتو او په دې اړه د پاکستان په تګلاره د مخالفو ګوندونو په اعتماد کې د اخستلو لپاره د قامي اسمبلۍ د قامي سلامتيا د کمېټې غونډه رابللې ده.
د انټرنيت کمپنيو يو ځل بيا پاکستان کې دسوشل میډيا دڅار په ترمیم شوؤ قوانینو خپلې اندېښنې ښودلي او دهیواد دانفارمیشن ټېکنالوژۍ د وزارت لخوا جاري کړل شوې دسوشل میډيا دنوؤ قوانینو ترميم شوې مسوده یې رجعت خوښې بللې ده.
مطبوعاتو راپورونه وايي چې پاکستان د روان مالي کال د لومړیو 11 مياشتو په مهال د 12 اربه ډالرو څخه زیاته قرضه اخستې ده چې د تېر مالي کال ددغه مودې په پرتله 63 فيصدى سېوا ده.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان وېلي که طاقتوره امريکې په شلو کلونو کې د افغانستان دننه جنګ ونه ګټلی شو نو دپاکستان لخوا په اډو ورکولو سره به اوس دا څنګه ممکن شي؟
څېړونکي وايي دا مهال د پاکستان کمزوری اقتصاد د نړیوالو مالياتي ادارو مرستو ته اړتيا لري او غواړي چې د اېف ای ټي اېف د بندېزنو نه هم ځان بچ کړي او دا هرڅه د امریکا د مرستې بغېر نه شي کېدې او پاکستان په ضرور د امریکا غوښتنو ته غاړه ږدي
نور کتل