پاکستان کې د اقتصادي چارو کار پوهانو په ستره محکمه کې يو راپور جمع کړی چې پکې څرګندونه شوې په تېر مالياتي کال کې د ملک څخه بهر ۱۵ اربه او ۲۵ کروړه ډالره لېږل شوي دي.
میرمن بشرا ګوهر وړاندې ویلي د پښتنو بچي قتلیږي، پښتانه بې کوره کیږي او بیا يې پوښتنه کړې، دا څنګه ازادي ده؟
رپوټ وایي چې د تشدد په پېښو کې تر ټولو زيات عام خلک په نخښه کړل شوي دي او د ٢٠١٦م کال په مقابل کې په ٢٠١٧م کال کې د عامو خلکو په مرګ ژوبله کې ٣٧ فيصده زیاتوالی راغلی
نوازشریف وویل د امريکې د صدر بيان د بې عزتې او سپکاوي نه دک دې او که په حقيقت کې د پاکستان بې عزتي شوې وي نو بايد چې هغه علتونه ولټول شي. "ځما په خيال چې څومره نن پدې د غور ضرورت دې مخکې نه و"
پاکستان کې د سخت دريځۍ، په نسلي او مذهبي بنيادونو د اولس د ويشلو دمخنیوي په غرض دقامي اسمبلۍ دکورنیو چارو کمیټې دیو قامي مرکز جوړولو دپاره دقانوني مسودې منظوري ورکړې ده.
د کانفرنس په پاې کې خپره شوې اعلاميه وايي، دوی د داعش ډلې په ضد په عراق او شام کې د تر لاسه شوو کاميابیو هرکلی کوي، خو ياده ډله د سيمې د هېوادونو امنيت او ارامۍ ته رښتینی ګواښ ګڼي او د دې په ضد د ګډې تګلارې جوړولو سپارښتنه کوي
د بشري حقونو وتلې فعالې حنا جيلاني په اسلام آباد کې يوې خبري غنډې ته د وينا پر وخت په حکومت باندې غږ وکړ چې په سمدستي ډول دې پدې اړه خپلې غوره کړې تګ لارې ته بيا د سره کتنه وکړي
د پاکستان په راتلونکو عامو انتخاباتو کې د ګډون او د ووټ د اغېزناکه استعمال د باوري کولو په هکله په هېواد کې يو نوې يا منفرد اتحاد جوړ شوی، چې پکې د ښځو تر څنګ د نرښځيانو او معذورانو استازيتوب کوونکي سازمانونه هم برخه لري.
د پاکستان د بشري حقونو د څار خپلواکه سازمان ويلي دي دا وخت په پاکستان کې واک د پوځ دی که د حکومت هيڅ درک نه لگي.
د پاکستاني وطن پرېښودونکو په اړه د ادارې دغه رپورټ واي چې د بحيره روم په مشرقي لاره يورپ ته د تللو زياتره پاکستانيانو تعلق د پنجاب سره دې چې په کال ٢٠١٦ کې شرح ٥٤فيصدي او کال ٢٠١٧ کې ٦٣ فيصدي ته جګا شوې وه
بلخوا، د پاکستان د کورونیو چارو وزير احسن اقبال هم په دې اړه د سماجي رابطې په ويب پاڼه ټوېټر يو پيغام کې ویلي د حکومت او په اسلام اباد کې د احتجاج کونکو ترمينځ د شوې لوظنامې پرته بله کومه غوره لار نه وه
د بشري حقونو د وضيعت په اړه د جنيوا په غونډه کې به د پاکستان استاذيتوب د هيواې د بهرونیو چارو وزير خواجه اصف کوي او په پارليمان کې حکومت مخالف پيپلز ګوند هم غوښتي وخت راغلې چې اوس پاکستان د مذهب د سپکاوي قانون ته کنته وکړي
د پاکستان پارليمان کې مخالفه پيپلز ګوند د حکومت نه غوښتي چې د خلکو په زوره تري تم کول بايد جرم وګرځوي، پاکستان کې د بشري حقونو سازمان د دغه غوښتنې هرکلی کړی.
دچاپیریال په بدلون کارکوونکي د جرمني يو غيردولتي سازمان جرمن واچ يو تازه رپورټ کې ويلي دي چې د موسمي بدلون د بدو اغيزو سره دمخ لسو هېوادونو په قطار کې پاکستان په اووم نمبر ولاړ دی.
نور کتل