دپاکستان د انتخاباتو کميشن هېواد کې د ښځو په ټول ټاکنو کې د برخې باوري جوړولو دپاره د کمپاين پيل کولو پريکړه کړيده
سترې محکمې د پاکستان د کورونیو چارو وزارت ته امر وکړو چې د حکومت په بند کې د پرتو کسانو په اړه دې دا معلومات هم عدالت ته وړاندې کړي چې دغه تنان په کوم جرم کې نیول شوي د
څيړونکي وايي په ورستیو کښې د پاکستان د ځواکونو مشر جنرال قمر جاويد باجوه کابل ته تګ پدغه جنګ ځپلي هېواد کښې د ياغيانو سره د جوړ جاړي او د دواړو ګاونډيانو ترمينځ د تاوجنو اړيکو د ښه کيدو په حقله امیدونه سيوا کړي دي او پداسې حال کښې د پاکستان او امريکا خواږه تعلقات لا نور هم ګټه ور ثابتيديدی شي
پاکستان کښې نرښځيانو ته تعليم ورکولو دپاره د هېواد علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ د ویړيا تعليم پروګرام پيل کړی چې پکښې به ورته د لسم ټولګي نه تر پي ايچ ډي پورې زده کړې ورکول کیږي.
د پاکستاني چارواکو په وینا تر اوسه پورې نژدې اته څلويښت زره افغان ځوانانو او پیغلو د پاکستان په تعليمي ادارو کښي خپلې زدهکړې سر ته رسولي دي. او دا مهال د نړۍ په بيلا بيلو هېوادنو کښي خپل کارونه ترسره کوي.
بلخوا، د کورنیو چارو وزارت د انتخابي کمیشن د ملي مسلم ليګ د يو سياسي ګوند په ډول د درج کولو مخالفت کړی دی. غیرقانونه ټاکل شوي وسله والې ډلې جماعت الدعوه سږکال د اګست په مایشت کې د ملي مسلم ليګ په نامه د سياسي ګوند اعلان کړې و
د امریکې وال سټریټ جرنل نومې ورځپاڼې سره مرکه کې خواجه اصف وویل د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د افغانستان دپاره په خپله نوي تگ لاره کې "پوځي دریځ" اختیار کړی دی چې د وړاندې څخه یې څه گټې نه دي ترلاسه کړي
د کورونو چارو د وزارت له لخوا خپور شوي بيان کښې په بنديزلګولې شوې تندلارو تنظیمونو کې لشکر جهنګوي، سپاه صحابه پاکستان، لشکر طيبه پاکستان، بلوچستان لبريشن ارمي او رابطه ټرسټ هم شامل دي.
ویل کیږي کوم تن چې جومات امام ته د عیسايي تن په اړه خبره کړي وه هغه د ردي کاغذونو کاروبار کوي او ملزم هم دغه کاروبار کوي. د عیسايي مذهب تن پلار ویلي په زوي يي د کاروباري رقابت په سر الزام لگول شوی دی
پاکستان د امريکي لخوا د کشمير جهادي ډلې حزب المجاهدين بهر ملکۍ ترهګر ډله ګرځول افسوس ناک بللي دي اوڅيړونکي وايي د امريکي د دغه ګام مقصد په پاکستان فشار اچول دي.
پاکستان د خپل ٧٠ کلن ژوند نيم وخت د طاقتور پوځ د نيغ په نيغه واک لاندې پاتې شوی او د شنونکو په وينا اوس هم پوځ غواړي چې د هیواد چارې هم د هغوي په صلاح او خوښه وچليږي
د پاکستان په ستره محکمه کښې د تېرو اتوؤ کلونو راهسې د ځنډ ښکار قضيې سل چنده سېوا شوي دي، ناقدين د ځنډ ښکار د دغو قضيو زر تر زره هوارول د محکمې دپاره لويه ننګونه بلي.
د پاکستان خارجه دفتر د هېواد د باندينو چارو پحقله د سينټ کميټې ته ويلي چې دپخواني پوځي امر پرویز شرف لخوا شمالي کوریا ته دپاکستان له لوري د جوهري موادو د ورکولو بیان په نړیوال کچ پاکستان رسوا کړی دی.
دا به دپاکستان په تاریخ کې لمړی ځل وي چې ددغه هیواد د طاقتور پوځ اؤ عدلیې دقاضیانو نه به په سینیټ کې مخ په مخ وپوښتل شي چې په هیواد کې باید تر ټولو بالا یا طاقتوره اداره کومه وي؟
عاصمه جهانگیر په خپل اوږد خبري کانفرنس کښې د هيواد د قبايلي سيمو خلقو د ستونزو هم ذ کر وکړو او د نوي وزيراعظم څخه یې ووغښتل چې د سیمې خلکو ته دې بنيادي بشري حقونه ورکړي او د صدراتي امر د لارې دې هلته د عدالتونو واک اختیاروغزوي
محمد عارف چې د سي ار ډي په نامه د يو غيردولتي تنظيم مشاور دی او د پارليمنټ غړو ته د قانون سازۍ تربيه ورکوي، وايي په دې کې شک نشته چې پارليمنټ خپل اختيار بيللی دې خو د پارليمنټ دغه بيللی اختيار بيرته ترﻻسه کولو لپاره به حکومت او مخالف ګوندونه اوږه په اوږه د یو بل سره په شریکه کوښښونه کوي
دپنجاب ایالت په قصور سیمه کې ماشومانو سره یو ځل بیا د جنسي تیریو پیښو کې زیاتوالی لیدل کیږي اؤ د تیرو شپږو میاشتو په مهال قصور کې ۱۰ ماشومان له جنسي تیریو وروسته وژل شوي دي.
پاکستان کې دمدني ټولنو نه وروستو اوس دحکومت مخالفو سیاسي ډلو هم دسوشل میډیا دغلط استعمال د مخنیوي دپاره تیرکال دجوړ کړی شوی الیکټرانک کرائم یا بریښنایي جرمونو قانون ته دبیا کتنې غوښتنه کړې ده.
پاکستان کې د حکومت لخوا د ټولنیزو اړیکو په ویب پاڼو د قامي سلامتیا اؤ دمذهب د سپکاوي په ضد د څارنې عمل نور هم پراخه کړی کړل شوی اؤ دغه هیواد اوس دفیس بک انتظامیې څخه غوښتنه کړې چې د فیس بک دفعالینو اکاونټونه دې د هغوئ د موبائیل نمبرو سره وتړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يواېن اېچ سي ار) ترمخه دا وخت په ګرده نړۍ کې شپږنيم کروړه خلک کډوال يا په خپلو هېوادونو کې بې کوره دي، او پاکستان کې هم ۱۴ لاکه کډوال ژوند کوي.
نور کتل