د باجوړ قامي امن پاڅون غونډې ته په وينا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مشر منظور پشتين وويل، "دوی په خپل وطن جنګ نه غواړي، لا درکه کسان دې عدالت ته وړاندې شي، امن دې وي، ظلم جبر دې نه وي، انصاف دې وي، دا د پښتون ولس غوښتنه ده".
د نړۍ څو هيوادونو چې د چين څخه د ورتلونکو دپاره لازمي کړې کرونا به يې منفي وي، پاکستان وايې په خپلو هوايي اډو او ځمکنو لاريو يې هم څارنه زياته کړې ده.
په پاکستان کې د کال 2021 په مقابله کې په کال 2022 کې د وسله والو بريدونه زيات شوي د ساوت ايشن ټيررزم پورټل نومې وېب پاڼې ترمخه تر ټولو زيات بريدونه په خېبر پښتونخوا کې شوي دي.
د خېبرپښتونخوا په باجوړ او مومندو قبايلي ضلعو د سياسي ګوندونو غړو او ځايي مشرانو د امن د پاره جرګې او لاريونونه اعلان کړي دي، د دوی په وینا په سيمه کې د ناامنۍ پېښې يو ځل سېوا شوي دي دوي غوښتنه کړې چې رياست دې د ناامنۍ مخنيوي وکړي.
د امریکې سېنېټ د حکومت اخراجاتو دپاره يو اعشاريه څلور ټريلينه ډالرو قانوني مسوده منظوره کړې، او د پاکستان دپاره پکې هم مرستې ځانګړی کړی شوی دي.
د نولسم دسمبر په ماښام په بنو کې د ترهګرۍ د مخنيوي د ادارې سي ټي ډي مرکز کې وسله والو سرکاري مامورین يرغمال کړي وو اؤ چارواکي وايي ددغو اهلکارو د راخوشې کولو لپاره ترسره شوؤ عملياتو کې پينځویشت ترهګر وژل شوي، درې نيول شوي وو او اووه تسليم شوي وو
په بنو کې د سي ټي ډي دفتر د کېنټ په علاقه کې دی چرته چې سخته سيکورټي وي خو د نېشنل ډيموکرېټک ګوند يو مشر نديم عسکر ډيوه ته وويل دې پېښې ډېرې پوښتنې راولاړې کړي چې څنګه د ترهګرۍ د مخنيوي اداره پخپله د غسې صورتحال سره مخ شوه ؟
څيړونکي وايي په خېبرپښتونخوا کې د ناامنۍ په روانو پېښو د تحريک انصاف د حکومت ښکاره بيانيه نه وړاندې کول او خاموشي د اندېښنې وړ ده. خو صوبايي حکومت د پوره حکومتدارۍ دعوه کوي او په مرکزي حکومت د واجباتو نه ورکولو تورونه لګوي.
څيړونکي وايي، د خېبرپښتونخوا حکومت چې د کال 2015 د ترهګرۍ ضد مبارزې دپاره د جوړ نيشنل ايکشن پلان يا تګلارې لاندې کوم مرکز جوړ کړی بايد په مرکز او صوبه کې دا ګامونه ډېر وړاندې پورته کړی شوی د ترهګرۍ او انتهاپسندۍ ضد کوټلې بيانيه راوړل شوی او په نيشنل ايکشن پلان عمل شوی وی.
ښاغلي جګړه وویل امید نه لري چې وفاقي حکومت به د خېبرپښتونخوا قبایلي ضلعو ته فنډونه جاري کړي. "زه تاسو ته ليکلي درکوم چې دا حکومت به قبايلي ضلعو ته پېسې نه جاري کوي، په څلويښتو کالو کې تاسو ته پته ولې ونه لګېده چې د نواز شريف يو هدف دی او هغه د پنجاب صوبه ده."
د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جهګړه ويلي وفاقي حکومت ورته د اپرېل د مياشتې نه راپديخوا 120 بيلينه روپۍ نه دي ورکړي، د مخالفه سياسي ګوندونو غړي وايي د تحریک انصاف صوبايي حکومت وړاندې د خپل مرکزي وفاقي حکومت څخه فنډونه نه دي اخستي اوس د فنډونو نه ورکولو په سر سياست کوي.
څيړونکي وايي، تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] ډز بندي ختمه کړه په ټولو ملک کې د حملو خبره يې کړې خو زياتې اغېزې به يې په پښتونخوا وي، د دې اعلان سره حالات نور پېچلي شو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سره به اوس د پاکستان اړيکې نورې څنګه پاتې کیږي؟ دا به هم په راتلونکې کې معلومه شي.
د خېبرپښتونخوا د باجوړ ضلعې پولیس وايي په عنايت کلي کې يو تن نامعلومه وسله والو په ډزو وژلی دی، داعش يې زمه واري منلې، دا په باجوړ کې په دوه ورځو کې پرله پسې دويمه پېښه ده چې داعش يې زمه واري مني. ځايي خلک وايي د بدامنۍ پېښو ویره خوره کړې ده.
نور کتل