د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي او د پي ټي اېم فعال مير کلام وزير وي او ای ډيوه ته وويل د پېښور په ارکايوز هال کې د ارمي پبلک سکول وژل شويو ماشومانو په ياد کې د غونډې ختميدو ورسته ګڼ شمېر پوليس علي وزير ګرفتار کړو
مرکزي حکومت وایي د قامي مالياتي اېوارډ [اېن اېف سي] هغه طريقه کار [مېکانيزم] ته وده ورکوي چې صوبې د اېن اېف سي پېسې څنګه مصرفوي دا په حساب کې راولي، خو مخالفه ګوندونه وايي د مرکزي حکومت دغه کار د ائين سره په ټکر دی.
د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ دحکومت مخالفه ډلو غړو د صوبې د لمړي وزیر محمود خان دکور مخې ته احتجاجي ناسته ختمه کړې ده۔
د ميډيا ازادۍ لپاره کارکونکې هارون بلوچ وايي په پاکستان کې چې په روستي وختونو کې کوم قوانين منطور شوي دي ور سره د رای د اظهار ازادۍ ته زيان اوختی دی
د نېب چارواکو وي او ای ډيوه ته د نوم نه څرګندولو په شرط وويل نېب د سياسي دباؤ نه بغېر پلټنې کوي او د مولانه فضل الرحمان د غېر قانوني اثاثو په اړه معلومات د تيرو څو مياشتو راهسې راجمع کوي او په دغه لړ کې داسې تنانو ته نوټس ليږي چې د مولانه فضل الرحمان د غېر قانوني اساسو په اړه کره معلومات لري
د مومندو سجاد مومند حيران دی چې د عمران خان د تعليم وزير شفقت محمود ته څنګ ووايي چې تعليمي ادارې خو بندوي ولې د انټرنېټ سروس د کمه راوړي چې د خپلو درېو بچو انلاين کلاسونه ورته برابر کړي؟
د سېلګرۍ محکمې چارواکو وي او ای ډيوه ته وويلي د دې سکيم لاندې به په مانسهره، چترال او سوات کې ۵۰۰ تنانو ته څلور لاکه روپۍ قرضه په اسانو شرائطو ورکړل کيږي چې پرې خپل کور کې اضافي ګوټه جوړه کړې او د سېلګرو په پکې په اجرت مېلمستيا وکړې
د پېښور بي ارټي بسونه د۳۸ؤ ورځو له دمې وروسته یو ځل بیا روان کړل شوي دي خو څېړونکي وایي په دغو بسونو د اور لګیدو پرله پسې پېښو اوس هم دپېښور خلک اندېښمن کړي چې په دې بسونو کې سفر یې خوندي دی که نه؟
د سيمي دزکونکي وايي د کرونا وبا په وخت د تعليمي ادارو د تړل کېدو له امله په زرګونو ځوانان د ان لائن کلاسونو نه محرومه پاتې شوي دي
د جنسي تېري خلاف احتجاج کوونکي د ګل، دوشنبې، په ورځ د کوتې پرېس کلب مخې ته یټه مخ ته راټول شوي وو. بلخوا د خېبرپښتونخوا د چارسدې ضلعې پوليس او حکومتي چارواکو د ګل، دوشنبې، په ورځ په چارسده يوې خبرې غونډه کې وويل د دوه نيم کلني ماشومې زېنب سره جنسي تېري کونکي تن يي نيولی
د پاکستان ټېلى کميونيکېشن اتارټي په جاري کړي اعلامیه کې لیکلي: په ټک ټاک خپریدونکي مواد او د دې په اړه د ترلاسه شوو شکایتونو د نوعيت په ترڅ کې یې دغه اېپليکېشن ته له وړاندې څخه خبردارۍ او د ټک ټاک څخه یې د ځواب ورکولو او غېرقانوني ان لاېن موادو ودرولو لپاره پوره وخت ورکړې وو
د اولنۍ دریوې مياشتو پېسې پوره نه مصرف کېدو په اړه وي او ای ډیوه د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تيمور سليم جهګړه او د وزير اعلا د اطلاعاتو صلاح کار کامران بنګش د ټيلفون او وټس ايپ د لارې نظر معلوملو کوښښ وکړو خو بريالي نه شوو
د وي او ای ډیوه خبریال ارشد مومند په خپل رپورټ کې په دستوره کې د موجود وکیلانو له قوله وايي کله چې محسن داوړ د تقریر دپاره راپاسېدو نو د جماعت اسلامي ګوند د قومي اسمبلۍ پخواني غړي هارون رشید اړی ګړی راجوړ کړو او په وکیلانو یې ګزارونه وکړل
د کرونا وبا له امله چې د سکولونو په کلاسونو کې ماشومان په دوه ورځو وېشل شوي يو زده کوونکی محمداسامه يو ورځ سکول ته ځي او بله ورځ د ګاډو په مستري خانه کې کار کوي، د 50 نه 100 روپو پورې د ورځې ګټه کوي او وايي د مزدورۍ په پېسو ځان ته د سکول خرڅ پوره کوي.
د وي او ای ډیوه سره خبرو کې افسر علي وویل په پلار یې د سپټمبر په ۱۸ نېټه مذهب د سپکاوي تور لګېدو سره سم په نزدې جوماتونو کې اعلانونه وشول، قهرجن خلک جمع شول او تاڼې ته ورغلل او د دوی د وژلو خبرې یې کولې
د زیارت په ورځ وزيراعلی محمود خان په مومند قبائیلي ضلعه کې د چوپان پيکټ نه د تر د باجوړ سر لړې پورې د ۶۴ کلو ميټره سړک جوړولو پرانسته وکړه او د حليمزو غېبې خوړ نه د افغاستان پولې پورې د ګورسل ۴۴ کلوميټره سړک د جوړولو پرانسته یې هم وکړه۔
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د مومندو ضلعې د صافو تحصيل په ګاګيزو کې وسله والو وران کړی پرائميري سکول د بيا جوړيدو نه پس پرانیسته وشوه
د مومندو ډپټي کمېشنر افتحار عالم وي او ای ډيوه ته وويل د څلويښتو نه تر پنځوستو پورې تنانو په ملبه کې د ګېرېدو اطلاع ورته شوي ده خو په کره توګه هيڅ نه شي وويل چې څومره کسان د ملبي لاندې شوي دي
د پېښور هائي کورټ وکيل شبير ګګيانې وايي د توهين مذهب کيسونو اوريدنې لپاره يي د ځانګړي قانون جوړولو غوښتنه کړې او د پېښور په اعلا عدالت یا هايي کورټ کې یې په دغې اړه خواست هم جمع کړې.
د بشري حقونو لپاره کارکونکي تيمور کمال وي او ای ډيوه ته وايي په قبايلي ضلعو کې د نورو سيمو په نسبت کمې د غېرت په نوم وژنې رپورټ کيږي خو هلته د پوليس او عدالتي نظام غځيدو سره داسېپېښې رپورټ کېدل سېوا شوي دي.
نور کتل