په خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې د تېرې شپې راهسې پېل شوی باران او غرييزو علاقو کې به د واورو ورېدو لړۍ تر سبا سه شنبې، نهې د ماښام پورې روانې وي.
د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخ وي او ای اشنا ته ویلي د پاکستان څخه د یوې میاشتې په موده کې خپل وطن ته د سلګونو زرو افغانانو د ستنولو په هکله د پاکستان د کابینې د پریکړې په باب د رسنیو رپوټونه ناسم دي.
د پاکستان قبايلي سيمو اوخېبر پښتونخوا په ګډون د کراچۍ نه علاوه په نور ټول ملک کې نن د دوشنبې، ګل په ورځ د پوليو ضد درې ورځنی کمپاين شوی دی.
د خېبرپښتونخوا په چارسده ضلع کې په لمړي ځل داسې ناسته (کهلي کچهري) راجوړه شوې چې پکې ښځې په خپله دوي ته ورپېښې ستونزې په ډاګه څرګندې کړي.
په پاکستان کې د بشري حقونو ملي کمیسیون هم اندېښنه څرګنده کړېده چې پدغه هېواد کې د کیلاش په نامه د لږکیو قبیله د مذهب بدلولو او د ښه ژوند په هیله له مسلمانانو سره ددغې قبیلې د جونو د واده کولو له امله د ختمېدو له ګواښ سره مخ ده
د دغه قبایلي سیمې مشرانو دا غوښتنه په داسې مهال کړې چې د افغانستان سره د پاکستان د تجارت کچه ډیره راپریوتې ده، او د دواړه هیوادونو تر مینځه پخوا کیدونکی ۲.۵ اربه ډالره تجارت دا مهال ۱.۶ بلینه ډالره ته کم شوی دی.
د وزيراعظم شاهدخاقان عباسي په مشرۍ د مرکزي کابينې په غونډه کې د فاټا اصلاحاتو عملي کولو په اړوند د (قامي عملدرامد) کمېټۍ منظوري ورکړی شوې ده.
د یاد پوهنتون لخوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شویدي چې د پوهنتون دننه د هلکانو او جینکو په یو ځای ناستې، د سګرټو په څکولو، د ودانۍ په چتونو باندې یوځای ګرځېدلو، د نویو راتلونکو محصلینو په تنګولو او د صادر په اغوستلو باندې بندیز لګول شویدی
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اسمبلۍ کې د احتجاج په اړه د خېبر ایجنسۍ د قامي اسمبلۍ غړي شاه جي گل افریدي وي او ای ډیوه ته وویل حکومت ورسره د کړي لوظ خلاف ورزي وکړه
د پاکستان دغه قبایلي سیمې ته به د خواو شاه سیمو نه تلونکي سامانونو باندې د ګاډي په سر د پينځو سو نه تر زرو روپو پورې ټیکس اخستل کیدو.
د قبايلي سيمې د ځوانانو جرګې سره په ليدنه کې وزیراعظم شاهدخاقان عباسي فاټا کې د رېفرنډم کولو امکان رد کړی، او ويلي يې دي زر تر زره به عدالتي نظام سيمې ته وغځوي.
په پښتونخوا کې د ښځو د حقونو لپاره کار کونکو یو شمیر ښځو د ډاکټر قبله ایاز د کونسل مشر په هیڅ ټاکنې هرکلی کړی او هیله يې څرګند کړې چې کونسل به د ښځو په اړه مثبت وړاندیزونه ورکړي.
د پاکستان د رياستونو او سرحدي سيمو وزیر عبدالقادر بلوچ ويلي دي حکومت يې ژمن دی چې په پينځه کاله موده کې به د قبايلي سيمو په خېبرپښتونخوا کې د ورګډولو عمل ترسره کړی شي.
د خېبرايجنسۍ نه د پارلمان غړی شاجي ګل وايي سبا د(دوشنبې يا ګل په ورځ) په نهه بجې د خېبر ايجنسۍ نه د احتجاج په توګه اسلام اباد روانيږو د دې غوښتنې دپاره چې د فاټا اصلاحات دې زر تر زره عملي شي.
د قبايلي سیمو سره تعلق لرونکي د پارليمان غړي وايي دوی نه دي پوهه چې وزيراعظم او حکومت بيا بيا دغه ژمنې او ادعاوې کوي چې فاټا قامي چوکاټ ته ورګډوي، خو داسې نه ده حکومت په تشوخبرو قبايلو له دوکه ورکوی او وخت پرې تېروي.
د فاټا دسياسي ګوندونو داتحاديي مشران، دسينیټ غړي او څيړونکي وایي د نوي بل د لارې راوړونکي اصلاحات نيمګړي دي۔
د قبايلي سيمې مومندايجنسۍ اوسیدونکی زاهد خان وايي د کورنۍ د ټولو غړو کارډونه يي د تیر يو کال راهسې بلاک دي او د بيا بيا تصديق باوجود هم نه فعاله کيږي
د قبائيلي سيمې خېبر ايجنسۍ نه د پارليمان غړی شاه جي ګل افريدی وايي د پاکستان دقامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق ورته باور ورکړی چې په ۳۱ جولائي به د سيفران کميټۍ په غونډه کې د فاټا په اصلاحاتو خبرې کيږي۔
د قبايلي سيمو د سياسي ګوندونو د اتحاديې مرستيال مشر نثار مومند وائي د سرحداتو وزير عبدالقادر بلوچ وينا به د پوځ او قبايلي اولس ترمينځه غلط فهمۍ پېدا کړي.
نور کتل