د پاکستان بلوچستان صوبې د کوټې او د ايران د ذاهدان د سوداګريز دفترونو يا جواينټ بارډر ټرېډ کمېټۍ ترمينځ د دواړو ملکونو ترمنځ د سوداګرۍ سېوا کولو دپاره په کوټه کې نوي تړونونه لاسليک شوي دي.
د بلوچستان د وکيلانو تنظيم بلوچستان بار کونسل د ګوادر د حق غوښتنې تحريک مشر مولانا هدايت الرحمان نيونه غېر قانوني عمل بللی او ويلي يې دي چې د ګوادر له ضلعي د عدالت څخه د مولانا نيول د عدالت سپکاوی دی.
پاکستان د سېلاب ځپلو او بيا رغونې لپاره له نړۍ څخه د مالي مرستو د غوښتنې غونډه د اقوام متحده په مرسته د دوشنبې په ورځ په جېنوا کې کړې ده، چې پکې تر څلويښتو زياته ملکونو برخه درلوده
د بلوچستان صوبې د مکران ډويژن کمشنر سيد فېصل اغا او د ګوادر ضلعې پوليس افسرانو او د فشريز محکمې چارواکو ويلي، په ګوادر کې د [ګوادر ته حق ورکړئ] احتجاج د چين، پاکستان اقتصادي پروژې [سي پېک] په لاره کې خنډ جوړ وو، ځکه يې دغه احتجاج لرې کړې او پرضد يې مقدمې جوړې کړی شوي دي.
د کوټې نه پېښور ته روان د مسافرو بس د بلوچستان په قلعه سيف الله ضلع کې د پېښې ښکار شوی شپږ تنه مسافر پکې مړه او 28 ټپي شوي دي.
د بشري حقونو نړيوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل په ګوادر کې د احتجاج کونکو په نيول کېدو او په هغوی د بندیزونو په لګېدو تشویش څرګند کړی دی او ويلي یې دي چې خلک د احتجاج او د رای د اظهار حق لري
د بلوچستان صوبې د سر ښار کوټې د مشرقي بايي پاس سيمي اوسېدونکي جان محمد په کور کې دوې ورځې وړاندې نارينه ماشوم له پېدا کېدو سره يې د اولاد شمېر پوره 60 ته رسېدلی دی.
د بلوچستان حکومت د ګوادر ځايي خبريال د يوې مياشتې لپاره جېل ته اچولی، د خبريالونو تنظيمونو دا عمل د اظهار او خبر پر ازادۍ بريد بللی دی، د حکومت له لوري د ګوادر ښار 14 تنه نور هم د تهري ايم پي او قانون لاندې په دې تور بند کړي چې هغوی احتجاج کړی او د سرکار ودانيو ته يې تاوان رسولی دی.
د بشري حقونو نړيوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل د بلوچستان په ګوادر کې پر لويه کچه د احتجاج کونکو نيول او پر هغوی بنديزونو لګولو باندې اندېښنه ښکاره کړې، ادارې ويلي خلک د احتجاج کولو او د خپلې راې د څرګندولو حق لري.
د پاکستان د بلوچستان صوبې په ګوادر ښار کې "ګوادر ته حق ورکړئ" په نامه تحريک د احتجاج کوونکو او پولیسو ترمنځ د نهې/ سه شنبې په ورځ نښتې شوي چې پکې يو پوليس اهلکار وژل شوی او د درېو پوليسو اهلکارو په ګډون ډيری احتجاج کوونکي هم ژوبل شوي دي.
د بلوچستان ساحلي ښار ګوادر چې تر درې لکه پورې ابادي لري، دګوادر بندرپه نړۍ کې د ژور او تودو اوبو ساحل لرونکی ښار بلل کېږي۔ په 2015 کې د چين او پاکستان ترمينځ د “پاکستان چين اکنومک کوریډور يا سي پيک “په نامه د اربونو روپو پروژه پيل شوې وه
د روان کال 2022م په 14م اګست د بلوچستان د هرنايي ضلعې شاهرګه کې په ولسي احتجاج ډزې شوې وې چې پکې د عوامي نيشنل ګوند غړی خالقداد وژل شوی او ځينې نور ټپيان شوي وو. د دغه پېښې د پلټنو دپاره کمېشن جوړ کړی شوی وو. د خالقداد ورور ویلي د کمېشن په سپارښتنو دې عمل وشي.
د بلوچستان صوبې د پوليسو په وينا د ګل/دوشنبې په ماښام [19دسمبر] د خضدار د عمر فاورق چوک په نامه سيمه کې چاودنه شوې چې پکې د درېو ماشومانو په ګډون 13تنه ټپيان شوي دي.
د حکومتي واکمنه ګوند مسلم ليګ ن مشرتابه په ځانګړې توګه وزيراعظم شهباز شريف، د جمعيت علما اسلام ف او بي اين پي مينګل له مشرتابه سره تماس نيولی او باور يې ورکړی چې د دوی غوښتنې به ومنل شي او د رېکوډک اړوند مسله به حل شي.
د بلوچستان په صوبايي اسمبلۍ کې د دسمبر پر لسمه يو قرارداد منظور کړل شو چې پکې د بلوچستان د چاغي سيمې د سرو زرو د کان رېکوډک په منصوبه کې بلوچستان ته د ورکول کېدونکو ټيکسونو واک له دې قرارداد وروسته د پاکستان مرکز يا وفاق ته ورکړل شو
د سکرو يا کولې د مزدورانو د حقوقو لپاره د کار کوونکي تنظيم "پاکستان سينټرل ماينز لېبر فېډرېشن" ترمخه په ملک کې سږ کال ټول 157 او يواځې بلوچستان صوبه کې 89 کان کيدونکي مړه شوي دي
نور کتل