د پاکستان د پوځ او پوځي مشرتابه پرضد ټویټس کولو په تور د پاکستان تحریک انصاف ګوند نيول سېنېټر اعظم خان سواتي د کوټې پوليسو ته د پينځه ورځو په ریمانډ ورکړل شوی دی.
تحريک طالبان پاکستان او د پاکستان حکومت د روان کال په جون مياشت کې د افغانستان په پلازمينه کابل کې د افغان طالبانو په منځګړيتوب خبرې اترې کړې وې او تر يوې نا معلومه مودې له دواړو لورو اوربند هم شوی و
د پښتون ملت پاله ګوند [پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ] مشر محمود خان اڅکزي د ګوند څخه د صوبايي اسمبلۍ ممبر په ګډون د نورو غړو ويستلو وويل او زياته يې کړه دغو غړو د ګوند د ايين سرغړونه کړې ده. خو ويستل شوو مشرانو عهده دارو غړو د وړاندې نه ويلي دوی د غېر اييني لارې د ګونده ويستل شوي دي.
وفاقي شرعي عدالت د بلوچستان ته حکومت ته ويلي چې په کم عمرۍ کې د ودونو د مخنیوي دپاره دې قانون جوړ کړي، عدالت دغه ريمارکس د يوې پينځه کلنې ماشومې د واده د قضيې اورېدنې په مهال ورکړي دي.
د بلوچستان په ګوادر ښار کې له تيرو 25 ورځو څخه و "ګوادر ته حق ورکړئ" تحريک تر نظارت لاندې احتجاجي پرلت روان دی. د جماعت اسلامي ګوند صوبايي جنرل سيکرټري مولانا هدايت الرحمن په مشرۍ کې روان دې احتجاجي پرلت کې په لسګونو خلک ګډون کوي.
د لا درکه بلوڅانو تنظيم وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز مشر نصرالله بلوچ وي او اې ډيوه سره په خبرو کې دعوه کړې چې په کال 2021 او په کال 2022 کې د عسکري ادارو په نهه عملياتو کې 85 بلوڅان وژل شوي دي.
د لا درکه بلوڅانو لپاره ږغ پورته کوونکي تنظيم وايس فار بلوڅ ميسنګ پرسنز له حکومته غوښتي چې د بولان څخه په زوره لا درکه کړل شوي 20 تنه زنانې او ماشومان دې راخوشي کړل شي. حکومت وايي په دې اړه معلومات نه لري، پوليس چارواکو دا تور او پروپېګنډه بللی.
د پاکستان پوځ ويلي د ګل/دوشنبې په ورځ د بلوچستان په شاهرګ سیمه کې د ترهګرو په ډزو کې د پوځ دوه عسکر وژل شوي او په ډزو کې څلور ترهګر هم وژل شوي دي.
رحیم الله یلانزي وویل د ټولنیزو رسنیو دلارې خبر شو چې زوی يې پولیس نیولی او د پخواني چيف جسټس په قتل کې د ککړتیا الزام پې لګول شوی دی.؛زما زوی او زموږ خاندان داسې سوچ هم نشي کولای... محمد نور مسکانزي زموږ د سيمې لپاره ډېر خدمت کړی دی، زما پر زوی چې کوم تورنه لګول شوي دا له سره غلط دي."
د بلوچستان د کورنيو چارو سلا کار ضيا لانګو وويل، د دوی دا خيال وو چې د طالبانو له واکمنيدو پس به د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه استعماليږي خو هفه وويل ښايي په ترهګريزو پېښو کې يو څه کموالی راغلې خو د ترهګرو له لوري لا هم د افغانستان خاوره استعماليږي.
دوه نيمې مياشتې وړاندې د بلوچستان صوبې د هرنايي په خوست سيمه کې د احتجاج پر وخت په ډزو د وژل شوي خالقداد بابړ مور بي بي ماموره وايي، که انصاف ورنه کړل شو نو ځان به ووژني.
تيره جمعه د بلوچستان په خاران ښار کې د بلوچستان د هايي کورټ پخوانۍ چيف جسټس محمد نور مسکانزی په ډزو ووژل شو. د دې پېښې زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې دلې بي ايل ای منلې۔ د امریکې خارجه وزارت بي اېل ای ترهګر تنظیم بللی
نور کتل