احتجاجي پرلت وروسته له هغه پيل شو کله چې د اګست پر شپږويشتمه نېټه د زيارت په مانګي ډیم سيمه کې د ليويز ځواک موټر په بمي برید کې په نښخه شوی، چې په ترڅ کې يې په موټر کې ناست د ضلع زيارت د ليويز ځواک مشر، رسالدار مېجر، نايب رسالدار او يو سپاهي ووژل شو او درې سرتيري ټپيان شوه
د کوټې په هزار ګنجې سېمه کې د چاودنې له امله د ايف سي ځواک څلور سرتيري وژل شوي او ۲۰ؤ ته نيزدې ټپيان شوي دي.
د بلوجستان دزیارت سیمې د لیویز د چارواکو د وژنې پر ضد نن د شنبې په ورځ د بلوچستان په ټولو پښتون میشتو سیمو کې کاربندیز شوی دی۔
بي اېن پي ـ مېنګل ګوند د څلوېښتو ورځو ماتم اعلان کړی او ټاکل شوې چې د عطاالله مېنګل مړی به نن د هغه په پلرنۍ هدېره کې خاوروته وسپارل شي.
د ﺯياﺭت دپېښې په ضد د وژل شوؤ امنیتي سرتیرو دجسدونو سره احتجاجي پرلت په اتمه ورځ هم دوامداره دی اؤ ددې پرلت د کمېټۍ مشر نواب اياﺯ خان جوګيزئ وايي حکومت يې غوښتنې ونه منلې ځکه يې د پرلت د غځولو پریکړہ وکړه.
د بلوچستان صوبې د کوټې او ژوب ترمنځ په غټ سړک د ليويز د وژل شوو سرتيرو د جسدونو سره احتجاجي پرلت په شپږمه ورځ هم دوام لري.
د پنجشنبې په وﺭځ د بلوچستان په ضلعه ﺯياﺭت مانګي ډيم په سيمه کې په بمي برید کې دليویز ځواک دﺭې سرتیري وژل شوي اؤ دﺭې نور ټپيان شوي وؤ، د وژل شوؤ جسدونه د کوټې ﺯياﺭت او کوټې ژوب پر لويه لاﺭ “ﺯياﺭت کراس” ﺭوان پرلت کې د احتجاج په توګه ايښول شوي دي.
دافغانستان سره په پوله پروت دپاکستان کړکیچ ځپلي ایالت بلوچستان کې دڅلېریشتو ساعتو په مهال چاودنه اؤ بیلابیلو بریدونو کې دامنتیي چارواکو اؤ سرتیرو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي او اووه ټپيان دي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزير ميرضيا لانګو وايي په بلوچستان کې د افغان طالبانو په حق کې جلوس کول د خلکو جمهوري حق دی۔
د بلوچستان د پښتني سيمې قلعه سيف الله د کاڼ ميترزي د ريلوې يا اور ګاډي سټيشن يو وخت د اسيا تر ټولو لوړ سټېشن وو، خو اوس بند او ناړګانه ولاړ دی. صوبایي حکومت اوس دغه ريلوې سټيشن يوه تاريخي اثاثه بللې او د بيا رغونې او د سېلګرۍ لپاره د ځانګړي کولو پريکړه یې کړې. نور د حفيظ الله شيراني په رپوټ کې:
د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي افغانستان ورور ملک دی هلته له تېرو څلويښتو کلونو راهسي حالات کړکېچن دي، د هغه په خبره دوی غواړي چې نور هلته کورنۍ جګړه نه وي، او په افغانستان کې د روان کړکيچ که څه هم تر ټولو زيات تاوان په خپله افغانستان ته دی خو ګاونډي ملکونه ته يې هم لوی زيان رسېږي.
نور کتل