اعلی وزیر جام کمال د اتوار/یکشنبې په ورځ مسلم باغ کې د عثمان کاکړ فاتحې دپاره د هغه کور ته ورغلی او د دعا نه پس یې ویلي چې د کاکړ کورنۍ، ګوند او خلکو تسلي دپاره به هر قسم ګام واخلي.
د پښتون سیاستوال او پخواني سنېټر عثمان کاکړ مړی له کراچۍ څخه د جلوس په شکل کې کوټې ته رسول شوی دی.
دبلوچستان د اعلا وزیر جام کمال داطلاعاتو مشاورې بشره رند د مقدمې د درج کولو پخلی وکړو او ډیوہ ته یې وویل داپوزیسیون غړو د ایالتي اسمبلۍ تقدس مات کړی
په بلوچستان کښې اوږدې وچکالۍ او اوبو نشتوالي يو شمېر ستونزې پيدا کړې دي، په ملک کې د اوبو د وېش دپاره د انډس ريور سسټم اتهارټي په نامه د محکمې چارواکي وايي، چې په بلوچستان کې سږ کال د نورو کلونو پر پرتله لږ بارانونه شوي، چې ورسره د اوبو د نشتوالي او وچکالي زياته شوې ده.
د بلوچستان د اعلا وزير او ګورنر هاوس مخې ته د دلادرکه بلوڅانو دموندنې دپاره غږ پورته کوونکي تنظيم وايس فار بلوڅ ميسنګ پرسنز او بي اين په مېنګل ګوند له لوري د لادرکه بلوڅ ځوان زاکر بلوچ د موندلو لپاره احتجاجي لاريون او احتجاج شوی
اسد طور پوليسو ته په خپل ویډیو بيان کې ويلي چې دی د اسلام اباد په اېف ـ 11 علاقه کې په خپل کور کې و چې درې کسان د هغۀ کور ته ورغلل، په هغه یې په توپنچه وارونه وکړل، ویې تړلو ویې وهلو
د تروريزم ضد اداره سي ټي ډي وايي دبلوچستان ایالت په سر ښار کوټه کې يې دپاکستاني طالبانو تحریک پسې مربوط څلور شکمن ترهګر وژلي دي
د سول هسپتال کوټې د حادثاتو د څانګې مشر ډاکټر عبدلکريم اغا وي او ای ډيوه ته وويل چې څلور ټپيان يې روغتون ته ور وړل شويي و چې پکې د يو ماشوم حالت له خطر سره مخامخ دی
د بلوچستان ايالت په سر ښار کوټه کې د چلتن په غره کې د ورکېدو د خطر سره مخ پړانګانو جوړه ليدل شوې د ځنګلي ځنارو د صوبې محکمه وايي دا د دوی دپاره غټ زېری دی.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، د افغانستان جنګ د نسل کشۍ شکل اخستی دی، د افغانستان جنګ د نړۍ يواځيني جنګ دی چې د نړۍ ټولوانسانو پکې برخه اخستې د جهان ټول ملکونه پکې ګډ شوي دي، اوس د طالبانو مشرانو ته وايو چې هر څوک دي دا نسل کشي دې بند کړي.
د لادرکه بلوڅانو لپاره د کار کوونکي تنظيم وايس فار بلوچ ميسنګ فرسنز مشر ماما قدير بلوڅ وايي يو کال پخوا لا درکه شوی حسان قمبراني راخوشې شوی ، او هغه د کوټې په کلي قمبراني کې خپل کورته رسېدلی دی.
احتجاج کونکو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په تېر پنځلس کالو کې د بلوچستان په بېلا بېلو پېښو کې د خبریالانو د وژل کېدو پېښو د پلټنو لپارہ دې عدالتي کمیشن جوړ کړي
نور کتل