بلوڅ قامپاله ګوندونه: ملکي امنیتي ادارې د بلوڅو په لادرکه کولو او وژنو کې لاس لري خو چارواکي دا ردوي بلوڅ قامپاله ګوندونه وايي، په بلوچستان کې اوس هم د انساني حقونو سر غړونه کېږي او ملکي امنيتي ادارې د بلوڅانو په لادرکه کولو او وژنو کې لاس لري.
د پي ټي اېم د بلوچستان کو ارډينېټر نور باچا د سرکار دغه تورونه رد کړي او وي او ای ډيوه ته یې د ټيلي فون له لارې وويل چې منظور او ملګري يې د کوټې پر لوري روان وو چې پر ياده سيمه ورغلي نو په زيات شمېر کې د امنيتي ادارو عسکرو دوی درولي او منظور او اسماعيل وزير يې په زوره نيولی او پوليسو له ځان سره وړی
عبدالصمد خان اڅکزي د کال 1973م دسمبر پر دويمه په کوټه ښار کې پر جمال الدافغاني روډ په خپل کور کې له شپې په بمي چاودنه کې په مرموز ډول ووژل شو. دغه سړک اوس د خان شهيد عبدالصمد خان په نامه يادېږي
د بلوچستان پوهنتون کوټه په کانووکېشن کې تر شپږ سوه زياتو نارينه او ښځینه زدکونکو د ساينس، ارټس، ادب او د تعليم په نورو څانګو کې لوړې زدکرې سرته رسولي ښځينه زدکونکو د کانووکېشن یا د سندونو ترلاسه کولو په غونډه کې وویل د مور او پلار له مرستو پرته دغه مقام ته رسېدل يې ممکن نه وو.
د رپورټونو ترمخه تر شپاړسم نومبر پورې قانوني اسناد لرونکي او غېر قانوني درې لکه ته نېږدې افغان کډوال د طور خم او چمن له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي، او لا هم دا لړۍ دوام لري۔
په احتجاج کې شامل زميدار عبدالحکيم وویل " بېلچه کوټه څه کوي، دا خوران زمينداران له مجبورۍ راوتلي دي، چې مجبوري نشي دوی به ارام ناست وو، له حکومت څخه د خواست دی چې زمينداران و غلا او بل کار ته مه مجبوره کوه ، دوی ته بجلي ورکړه چې پر خپل ځای قرار شي."
د کوټې په احتجاج کې له حکومته غوښتل شوي چې د کډوالو د ویستلو له پرېکړې سره دې افغان زده کونکي له پامه نه غورځول کېږي
د بلوچستان په سر ښار کوټه کې د ساينس او ارټس دوه ورځنی نندارتون جوړ شوی په دغه نندارتون کې د کالج زدکونکو د خپلې سيمې د چاپېريال، تعليم او ستونځو په ګوته کولو تر څنګ د ښځو د تعليم او اهميت پر موضوع بحث کړی. دا نندارتون د نجونو په يوه سرکاري ښونځي کې شوی. تفصيل د حفيظ الله شيراني په رپوړت کې
په پاکستان کې پښتنو قامپاله ګوندونو په نګران حکومت غږ کړی چې د افغان کډوالو د ايستلو لړی دې ودروي او د افغان کډوالو په نامه د پښتنو ځورول دې بند کړي دوي ویلي د داسې پرېکړو اختيار دې له انتخاباتو وروسته نوي جوړېدونکي منتخب حکومت ته پرېښول شي.
دا په روانه میاشت کې د پاکستان نارامه صوبې بلوچستان کې دويمه وسله واله پېښه ده چې پنجابي مزدوران پکې وژل کيږي. د تربت پوليس وايي پېښه د ګل/شنبې او نهې/سه شنبې په منځنۍ شپه کې شوې ده.
د بلوچستان له ډېره بګټي څخه تښتول شوي د فوټبال پاتې دوہ لوبغاړي هم د تښتوونکو له منګولو خوشې شوي اؤ خپلو کورونو ته رسېدلي دي.
د بلوچستان حکومت وايي، د نومبر پر لومړۍ نېټه به له صوبې نه د غېر قانوني کډوالو د ويستلو پريکړه په هر حال کې عملي کوي او له هېچا سره به کوم رعايت نه کوي د بلوچستان د اطلاعاتو وزير ويلي د بلوچستان چمن له لارې تر اوسه پورې شپاړس زره اسناد نه لرونکي افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي.
نور کتل