لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په تربت کې نور څلور پنجابي مزدوران او يو د پوليس عسکر په ډزو وژل شوي


دا په روانه میاشت کې د پاکستان نارامه صوبه بلوچستان کې دويمه وسله واله پېښه ده چې د پنجاب صوبې مزدوران پکې وژل کيږي. د تربت پوليس وايي پېښه د ګل/شنبې او نهې/سه شنبې په منځنۍ شپه کې شوې ده.

د تربت پوليس ايس ايس پي محمد بلوڅ وي او اې ډيوه ته وويل، 20 ته نېږدې وسلوالو د تربت ناصر اباد پر پوليسو بريد کړی چې په نتيجه کې يو پوليس عسکر او هلته په تاڼه کې استوګن څلور مزدوران وژل شوي او يو مزدور ټپي شوی دی:

"وژل شوی پوليس عسکر ځايي دی خو مزدوران د پنجاب له مظفرګړ سيمې سره تعلق لري، دوی دلته مزدورۍ کولو لره راغلي وو، له کار کولو وروسته به مزدوران د ځان خوندي ساتنې لپاره په تاڼه کې ويدېدل".

د ايس ايس پي په وينا په تاڼه کې پر ډيوټۍ پوليس عسکرو د وسله والو مقابله کړې وه خو وایي وسله وال زيات وو او له دواړو پوليس عسکرو څخه يې د هغوی وسله هم وړې وه، نو ځکه هغه په خپل مقصد کې کاميابه شوي دي.

د پوليس په وينا د پېښې پر وخت په تاڼه کې 17 مزدوران موجود وو په پاتې 12 مزدورانو کې پينځه د پنجاب د ملتان، څلور د کوټې ښار، دوه د سيند صوبې د سکهر سيمې سره تعلق لري.

د بلوچستان نګران وزیر اعلا میر علی مردان ډومکي پېښه غندلې له پوليسو څخه يې د پېښې رپورټ طلب کړی دی.

د پېښې ذمه وراري د رپورټ د جوړولو تر وخته چا نه ده منلې خو تر دې وړاندې دې ته د ورته پېښو زمه واري ناقانونه ګرځول شوو بېلابيلو بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو منلې دي.

د بلوچستان د اطلاعاتو وزير جان اڅکزي د پېښې په اړه يو ويډيویي پېغام کې ويلي، دا "د ترهګرو بزدلي" ده چې بې ګناه مزدوران یې وژلي دي:

"څه موده وړاندې هم داسې ترهګريز بريدونو کې خلک وژل شوي دي، د ترهګرو پر ضد به عمليات کوو، داسې پېښې د زغملو نه دي، وخت رارسېدلی چې ترهګري په پوره توګه ختمه کړو".

د دې روانې مياشتې د 13م او 14م اکتوبر په منځنۍ شپه کې هم د بلوچستان په تربت، سيټلايټ ټاون سيمه کې شپږ پنجابي مزدوران وژل شوي وو، د پوليسو په وينا نا معلومو موټر سايکل سورو وسله والو له شپې په يوه جوړېدونکې سرای کې ويده مزدورانو باندې ډزې کړې چې پکې شپږ مړه او دوه ټپي شوي وو. د دغو وژل شوو ټولو تعلق د پنجاب له ملتان سيمې سره وو.

د پاکستان د کورنيو چارو نګران وزير مير سرفراز بګټي هغه وخت ويلي وو"زه به ووايم، چې دا کوم بلوڅ کوم پنجابۍ نه دی وژلی بلکه ترهګرو پاکستانيان وژلي دي، او د دې چې څومره غندنه وشي کمه ده".

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG