دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت ویلي،دطالبانو کوم پلاوي چې پاکستان ته سفر کړی او دامهال له پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دی هدف یې دافغان امریکايي پوهنتون د دوو تنو تښتول شویو استادانو خلاصیدل دي.
د افغان ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي دافغانستان دبهرنیو چارو د وزارت د ویاند صبغت الله احمدي په اسلام اباد کې دپاکستان دحکومت او طالبانو د استازو ترمنځ لیدنه او دسولې خبرو له پیلیدو څخه هرکلی دهغه شخصي نظر بللی دی
ځواک زیاته کړې د طالبانو له زندانه ازاد شوي کسان افغان ځواکونو سره دي او نن ورځ به یې د خپلو کورنیو غړو ته وسپارل شي.
د افغان صدر ترجمان صدیق صدیقي په ټوېټر وویل چې "امن زمونږ ترجیح ده" خو په افغانستان سوله یوازې هلته راتللی شي چې د امن د کوښښونو "رهبري او ملکیت" افغان حکومت وکړي. "ترڅو چې افغان حکومت د سولې د بهیر ملکیت او رهبري ونکړي هیڅ پرمختگ پکې نشي کېدلی."
دکمیسیون مرستیال وویل د کارول شویو رایومجموعه دوه میلیونه پنځه سوه اته نوي زره څلورسوه پنځه څلویښت ده. هغه زیاته کړه دغه شمېر شمېرې تخمیني دي او دقیق نه دي
د افغانستان امنیتي ادارو د ټاکنو د ښه تر سره کیدو په هدف د امنیتي ګامونو ډاډ ورکړی او زیاتوي، چې د ټاکنو د امنیت لپاره ۱۰۰زره امنیتي سرتیري ګمارل شوي دي
دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ټیلیفوني رابطه کړې او دواړه مشران په افغانستان کې د ولسمشرۍ دکېدونکو انتخاباتو پرامنیت غږیدلي دي.
د افغانستان پلازمینې کابل ښار کې د محمد علي جنان روغتون چې په روان کال کې يې د جوړېدو چارې بشپړې کړی شوي او فعاله کړی شوی، هره ورځ پکې شاوخوا د ۳۰۰ ناروغانو درملنه کیږي.
د هلمند د ولایتي شورا غړی عبدالمجید اخوند وي او ای ته وویل په واده هوايي بمباري په موسا قلعه ولسوالۍ کې د اتوار، یکشنبې، په شپه شوې ده. ښاغلي اخوند وویل د واده کورنۍ حکومتي مامورین د وړاندې څخه د واده د دستورې نه خبر کړي وو
دافغانستان دولت دتورخم د دروازې دڅلېریشت ساعته پرانستلو ګام ستائیلی خو ددې ترڅنګ یې واضحه کړې چې د ډیورنډ دکرښې په اړه د افغانستان دریځ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
دافغانستان د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې دملي امنیت د ودانۍ اؤ د ولایتي روغتون ترڅنګ د پنجشنبې په سحر یو موټري بمي برید شوی چې پکې دکورنیو چارو د وزارت په وینا د دوؤ پولیسو په ګډون ۱۵ تنه ولسي خلک وژل شوي او ۶۶ نورټپیان شوي دي.
دافغانستان او خیبرپښتونخوا دبیلابیلو سیاسي ګوندونو مشرانو،مدني فعالانو او قومي مشرانو ویلي دافغانستان امن او ثبات د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه دی.
له افغانستان څخه دماشومانو دسولې نړیوالې جایزې ته د سولې ولسي حرکت غړی ۱۷ کلن محمد طاهربشریار هم کاندید شوی اؤ هغه وایي دافغانستان دماشومانو رېښتونی انځور به ټولې نړۍ ته رسوي اؤ دهغوئ پام به دافغاني ماشومانو حالت ته راګرځوي.
افغانستان ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا طالبانو ته مخ په مخ د سولې دخبرو وړاندیز کړی اؤ ویلي یې دي چې که ملاهیبت الله ځان کاندید کړي هغه به ورته پخپله ټول افغانستان کې دکمپاین دپاره زمینه مساعده کړي.
دکرکټ ټیسټ لوبې چې نن یې وروستی ورځ وه افغان لوبډلې وکولی شول چې دخپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو کوربه سیالې لوبډلې ته یې ۲۶۰ ټارګيټ کیښود اود ټولومنډو شمیریې ۳۹۸ ته ورسید
د ازادو خبریالانو دفاع کمیټې مشر وايي نیول شوي خبریالان بې پرې خلک دي او له چاره سره رسمي تړاوهم نه لري.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند له ډیوې سره په خبرو کې دا ناسته د سولې او امنیت او همداراز د افغانستان اوپاکستان ترمنځ دسیاسي اړیکو د پراختیا لپاره مهمه ګڼلی او ویلي دي چې بیجینګ په دې چارو کې مهم رول ترسره کولی شي.
دافغانستان دسولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پرون دپنجنشنبې یا زیارت په ورځ له کابل څخه قطر پلازمینې دوحې ته ستون شوی ترڅو له طالبانو سره دسولې مذاکرتو ته دوام ورکړي.
نور کتل